د امريکا ولسمشر باراک اوباما په لومړي ځل د ويکي ليکس ويبپاڼي پر افشاء سويو اسنادو باندي خپل نظر ښکاره کړ او وايي په دې کي کومه نوې خبره نه وه.
ولسمشر باراک اوباما ويلي د دې پټو اسنادو رسوا کول به د امريکا او متحدينو عملياتو ته خطرناک وي، خو حقيقت دا دئ چي په دې کي هيڅ داسي نوې خبره نه وه چي پخوا بحث نه وي پر سوئ.
بايد وويل سي چي تېره اونۍ د ويکي ليکس په نوم يوې امريکايي ويبپاڼي ٩٢٠٠٠ پارچې داسي پټ اسناد خپاره کړل، چي په ځينو کي يې له افغان طالبانو سره د پاکستان او اېران هيوادونو د استخباراتو مرستي رسوا سوي دي.