کور / تازه خبرونه / چين: د سېلابونو مړي ٨٠٠ تنو ته ورسېدل

چين: د سېلابونو مړي ٨٠٠ تنو ته ورسېدل

د چين په جنوبي او مرکزي سيمو کي د سختو بارانونو تر اورېدو وروسته سېلابونه راغلي او د ژوند ورځنۍ چاري يې په ټپه درولي دي.
د چين حکومت وايي دغه موسمي بارانونه چي له څو ورځو راهيسي روان دي، له وجي يې تر اوسه ٨٠٠ مړي ثبت سوي او تر ٤٠٠ ډېر کسان ورک دي.
د حکومت په وينا سېلابونو په زرونو کسان بې کوره کړي دي، مواصلاتي لاري بندي دي او خلګ له ډېرو ستونزو سره مخ دي.
بلي خوا ته د هندوستان په ګجرات ايالت کي هم د باران له اورېدو وروسته سېلابونه راغلي، خو د مرګ ژوبلي په هکله لا تر اوسه معلومات نسته.