کور / تازه خبرونه / کورنيو چارو وزارت : د ايساف په مټ مو برګ مټال ولسوالي ونيوله

کورنيو چارو وزارت : د ايساف په مټ مو برګ مټال ولسوالي ونيوله

د کورنيو چارو وزارت وايي د ايساف د هوايي ملاتړ په مټ يې د برګ مټال ولسوالي بېرته نيولې . ايساف وايي افغان فوځيان د دوى د هوايي ملاتړ په درشل کي برګ مټال ولسوالۍ ته ننوتل او ولسوالي يې د طالبانو څخه بېرته ونيوله . د نورستان ولايت مقام وايي چي طالبانو پخپل يوه ورځني حاکميت کي ١٥٥ کورونه ، ولسوالۍ ټولي دولتي ادارې يو روغتون او دوې ښوونځي سوځولي چي زيات مالي زيان يې رامنځ ته کړى .
د يادوني وړ ده چي په دې اړه تر اوسه طالبانو څه نه دي ويلي .