کور / تازه خبرونه / دفاع وزارت : د پنځو طالبانو د وژلو ادعا وکړه

دفاع وزارت : د پنځو طالبانو د وژلو ادعا وکړه

د افغانستان د دفاع وزارت د پنځو تنو طالبانو د وژلو ادعا وکړه . د نوموړي وزارت په يوه خپره سوې اعلاميه کي ويل سوي چي د بېلابيلو عملياتو په ترڅ کي يې پنځه تنه طالبان وژلي ، شپږ يې ژوبل کړي او درې نور يې نيولي . په نوموړې خبرپاڼه کي راغلي چي نوموړي عمليات يې په کندهار ،هلمند ، سمنګان او ميدان وردګو کي ترسره کړي . او يوه اندازه وسلې يې هم نيولي .