کور / تازه خبرونه / فراه : د دوو لويو چاودنو د مخ نيول ادعا وسوه

فراه : د دوو لويو چاودنو د مخ نيول ادعا وسوه

په فراه ولايت کي د دوو لويو چاودنو د مخنيوي ادعا وسوه . د دې ولايت سيميز امنيتي چارواکي وايي چي د سړک د غاړي دوه ښخ سوي ماينونه چي د دې ولايت اړونده سيمه بالابوک کي له منځه وړي د يادو چاودنو د له منځه وړلو په اړه د فراه ولايت امنيه قوماندان وايي چي طالبانو څلوېښت کېلو ګرامه چاودېدونکي توکي په دې موخه چي د افغان او بهرنيو ځواکونو په وړاندي چاودنه ورکړي د فراه ولايت اړونده سيمه بالابوک کي په دوو بېلابيلو ځايونو کي ځاى پر ځاى کړي ول چي په وينا يې د دوى د پوليسو له لوري کشف او له منځه يووړل سول .