کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / دامریکایي پوځي بوبرګدال داسارت په لومړۍ کلیزې دې برکت وي

دامریکایي پوځي بوبرګدال داسارت په لومړۍ کلیزې دې برکت وي

تیرکال دجون دمیاشتې په (۳۰) نیټه  طالبانو رابرت برګدال نومی امریکايي پوځي  دپکتیاپه ولایت کې له خپلې پوځي اډې څخه  دوتلو په مهال  له  M16 ماشینګڼې سره  یوځای ګوری مری وتښتاوو.
دښاغلي  بوبرګدال داسارت  د کلیزې   په پوره کیدوسره   طالبانوداځلې  دلوګرپه ولایت کې دهغه دوه تنه نور انډیوالان  له یوه ګړندي پوځي  موټر سره یوځای ګرفتار او دسترګوپه رپ کې  داسې ځای ته ورسول    چې  په موندلو کې يې نه  شل زریزو ډالري  انعامونو  کارورکړای شو اونه هم  ځمکنيو او هوایي پرمختللیو څارګري وسایلو!
دطالبانو په لاس دجګړې له لومړۍ کرښې څخه  دامریکايي  ګوته په ماشه  پوځیانوتښتونه  هغه  خارق العادته  پیښه ده چې  دامریکايي پوځ په تاریخ کې يې  چیرې هم بیلګه نشي لیدل کیدای .
خارق العادته  پیښه  ځکه  ده  چې  دطالبانوغوندې  جنګیالیوپه لاس چې نه یې  چیرته په رسمي توګه  پوځې زده کړې  ترلاسه کړې اونه یې  هم دنړۍ په کوم حربي پوهنتون کې  دمحاربې  پوځي تکتیکونه  زده کړي  دامریکايي  پوځيانو چې  هم په نظامي  لحاظ  دنړۍ ترټولو پرمختللي ځواکونه بلل کیږي اوهم له تخنیکي پلوه  دمقابلې  په ترټولو مدرنو وسائلو مجهزدي  ژوندي نیول کیدل دبشري عقل  له مخې  بالکل ناشونی  کاردی .
دطالبانو دغه  تکتیک  له دوو  اړخونو خارق العادته بلل کیږي  لومړی داچې دیوه مسلح ګوته په ماشه پوځي  ژوندۍ تښتونه  داسې  عقابي جرأت غواړي  چې تر سره کوونکي یې  باید مخکې ترمخکې  دخپل   ځان  دوژل کیدو  فیصله  په خپل لاس  لاسلیک کړې وي. دوهمه داچې  دوئ(طالبانو) لکه  دکوه قاف  شاپیریان   دامریکایانو اودولتي  ځواکونوله ټولو شدیدو پلټنوسره سره دغه دوه ژوندي بنیادمان  په داسې حیرانوونکي ډول   له سترګوفنا کړل چې نه یې چا  په هوا څرک ولګولی شو اونه په ځمکه . نادره خو داده  چې طالبانو وکړای شول  خپل دغه  نوښتګرانه  تکتیک په داسې حال کې  دامریکایي سرتیرو په خلاف عملي کړي چې  تربل هروخت اوس په افغانستان کې دهغوئ  پوځي  ځواک زیات شوي  اوپه هرځای کې یې دطالبانو دټکولو لپاره خپلې هلې ځلې ګړندۍ کړې دي . دامریکايي ځواکونو نوي  قومندان  جنرال  ډیویډپټرایوس  دخپلومخالفینودله منځه وړلو لپاره نوي تکتیکونه  په کاراچولي  چې د هغوئ له جملې نه  په  ځینو ولایتونو کې  دجوارو په کرکیلې بندیز اودطالبانوپه شکمنوپټن ځایونو بي صرفې هوايي بریدونه هم شامل دي  چې له امله یې یواځې وړمه ورځ دهلمند په سنګین کې تر۴۵ زیات ملکي وګړي ووژل شول ، خودجنرال  پترایوس له دغوموثرو !!! پوځي تکتیکونوسره سره بیاهم  په امریکايي پوځیانو دخپل بندي ملګري  داسارت لومړۍ کلیزه په داسې حال کې تیریږي  چې دهغه دبندیتوب ترڅنګ یې  دخپلو نورو دوتنو عزیزانو!!! په لادرکي زړونه وداغل شول .
په داسې حال کې چې  دامریکایانو له لاسه   دګونتنامو اوبګرام  په جیلونوکې  په سلګونو بیوزله افغانان  یواځي  له  خپل وطن څخه  ددفاع  په جرم  له کلونوراهیسي  داسارت  ترخې شپې ورځې تیروي  داښه په ځای خبره ده   چې افغاني شازلمیان وکولای شي  دخپلو بیوزله هیواد والو په کسات  کې په مغرورو امریکایي پوځیانوهم  داسارت اوبندیتو ب خوږې ترخې وڅکي . مونږدبوبرګدال داسارت دلومړۍ کلیزې په مناسبت  خپلو افغاني شازلمیانوته  له خدایه ددې توفیق غواړو چې دخپلو داشاني  خارق العادته  تکتیکونوپه ترڅ کې  دبوبرګدال  دانډیوالانو په ښکارکولو سره   دهغه ملګري لاورزیات کړي  ترڅو له یوې خوا دهغوئ په زیاتوالې سره دده  دیواځیتوب  غمه وخوړل شي    اوله بلې خوا امریکایانوته هم هغه  دشاعر خبره  لیږ ورپه زړه شي چې  وايي :
هربیشه  ګمان مبر که خالی است ـــ  شاید که پلنګ  اندران نهفته باشد.