ملاصاحب سلامونه اودرناوی وړاندي کوم .
داليک ځکه دانترنت دلاري درلېږم چي په رښتياسره مو ماته پوستی پته نده معلومه کنه اړتيائي نه وه چي لدې لارې دزړه خواله درسره وکړم .
پدې پوهېږم چي تاسو به دکمپيوټر استعمال ته وخت نلری اويابه موتراوسه په هغه ځان بلد کړی نه وي ،خو پدې باوري يم چي ستاسو دوستان اودفرهنگی چارومسولين به مو که په رشتيا تاسو دطالب جنگياليو مشربولي زمادغه غوښتنه چي دټول ولس اوزمان غوښتنه ده تر تاسو درورسوي .
داچي بيا پدې هکله تاسو څه کوی داپه تاسو پوري اړه لري .
دازما لومړی ليک دی چي پدې کچه يو افغان مشر ته ئي ليکم اودليل ئي هم دادی چي يوسلسله کارونه دطالبانوپه نامه تر سره کيږي چي دواقعي طالبانو اوټولوپښتنودرنگ بدی لامل گرځی ،پدې خاطر مي اړينه وبلل ليک درته وليکم . که تاسو پر طالب جنگياليو تاثير ولری اوهغوي په صداقت ستاسو خبره منې اوخپل وطن ورته گران وي نو دنوروپه څنگ کي دغه يوه ټکې ته متوجه شي چي څه وکړی .
ملاصاحب !
تيره ورځ چي ډير ناروغ هم وم انترنت پاڼوته مې سرورښاره کړ،هسې خو دخوښی خبر والله که پکښي واورې خو څه وکړو اوس مو نصيب دادی .
ديوشاعر دشعر دغه بيت مي راپيادسو وايي :
زه ورته جوړ چاپه نښه کړی يم کاڼې چي راځی زماپه سرلگی
دتاند په ويب پاڼه کي مي پر دغه خبر سترگې ولگېدې چي عنوان ئي وو((طالبانو په غزني کې د ولسي جرګې یو کاندید وتښتاوه)) يودم مي له خولې بې واره ووتل ،خدايه خير کړې دې تورلېنگو بيا پښتون وژنه شروع کړل .
پدې خبرکي دغزني دسيمه ايزو چارواکو له خولې راغلي: (( چې تيره شپه د دې ولايت په قره باغ ولسوالۍ كې د ولسې جرګې راتلونكوانتخاباتوته كانديد نجيب الله د وسله والوطالبالولخوا له خپل كوره نامعلوم لوري ته تښتول شوی دى.
طالبانوتراوسه پورې څه نه دي ویلي خو په سیمه کې خبرو سرچینوتاند ته وویل چې نجیب الله طالبانو تښتولی. دغو سرچینو په دې خاطر چې په سیمه کې اوسي او د طالبانو د زورزیاتي له وېرې نوم نه شي افشا کولی همدا راز وویل چې طالبانو د غزني ولایت په پښتني سیمو کې داسي فضا رامنځته کړې چې په نتیجه کې یې د ولسي جرګې راتلونکې دورې ته له غزني هیڅ پښتون بریالی نه شي . )) ملا صاحب !څومره دافسوس اوزورونکې خبره ده ؟ ولي پښتانه له دغه حق نه محروم پاته شي؟ دابياچادغو طالبانوته ويلې چي پښتون مه پرېږدی چي وکيل سي . که پښتانه پارلمان ته رانشي نوداپارلمان بيا څه ډول پارلمان بولی؟ دلته که ورته متوجه شی ملاصاحب دپردی تورلاس له ورايه ښکاري . ټول قومونه پدې هيوادکي حق لري خوهريودشميرپه اندازه ،دانوبياکوم انصاف اوعدالت دی چي پښتانه دپښتنو پوسيله له پارلمانې حق نه محروم اوپه مرگ محکومېږي ؟
لوي ملا صاحب !
دتاند په همدې خبرکي دالاندي ټکي هم راغلي اوکه ورته ښه زيرشونو نه يوازي داچي سوالونه راپيداکوي بلکي دحل لارئي عام ولس له تاسونه غواړي ،ځکه خو ټول درنه خوابدي غوندي معلومېږي .
((د دې سرچینې له ادعا سره سم طالبان هماغسي چې دمکتبونو په برخه کې یوازې له پښتنو سره دښمني پالل او لا یې هم پالي د انتخاباتو په برخه کې یې هم هماغه شیوه غوره کړې ده .سرچینه وايي په غزني کې د محقق پلویان په ډېر منظم ډول انتخاباتي کمپاین پر مخ بیايي اوسر له اوسه یې مالومه کړې ده چې د کومې سیمې اوسېدونکي به کوم کاندید ته رایې ورکوي .
د تيرې جمعې په ورځ په خوست ولايت كې هم د ولسې جرګې راتلونكوانتخاباتو كانديد مولوی سعيدالله سعيد دانتخاباتي كمپاين په مهال په يوه جومات كې په چاودنه كې له نولس تنو نورو سره ژوبل شو خو د کاري ټپونو له کبله سعید وروسته په روغتون کې ساه ورکړه .)) هغه خودې خداي وبخښي ،مگر سوال دادی چي دا ولي پښتون مرگۍ گډشو په يوه اوبل ځاي ،په يوه اوبله بهانه همدا پښتون مری . يوئي دطالب اوالقاعدې سره په تړاو له هوانه ولی اوتاسوئي ددولت سره په تړاو سرترېنه غوڅوی . داخلک څه وکړي ؟چيري ولاړ سي ؟ټول غروته پورته شي؟اوکه وطن پرېږدي ؟ کورنۍ ئي ،ماشومان ئي خواړه غواړي ،کاليو اودرملوته اړتيالري ،داله کومه پوره کړي ؟
پدي باوری يم چي نور افغانان به هم خطونه درلېږی اوهمدا غوښتنه به لري چې ملاصاحب داتاسو ياست اوکه ستاسوپه نوم بيا کوم بل افغان دښمنه دا کارونه سرته رسوي ؟
ملا صاحب ! دامي بايد وړاندي ليکلې واي چي نه زه خپله اونه مي ليرې اونږدې خپلوان کانديد دي ،که رښتيا ووايم پر تاسو اودغه ټول افغان ولس مي زړه خوږېږي او ټول راته گران دي ديوه غوړېدلی اوپر مختللې افغانستان ليوال اوپلوی يم دهرڅه په وړاندي په رڼو سترگو قضاوت کوم .نه غواړم چي افغان دافغان پلاس له خداي ورکړې ژوند نه محروم شي اوپدې کاردې بيا بهرنيان يا گاونډيان چي هغوي هم بهرنيا ن دي خوشحاله سي . سخت زورېږم چي دپښتنو تاريخي دښمنان همدا پښتانه په پښتنو وژني . ملاصاحب دا ډارلرم چي يوه ورځ به پر سپين ميدان سره پاته يواوبرخليک به مو بياهغه ټاکي چي نه ئي ته اونه ئي هم زه غواړم ،هغه به حکمتونه درته جوړوي ، پاچاهي به راباندي کوي اوموږ به ورته گورو.
تاسوته معلومه ده چي پارلمان په هرډول شرايطو اودهرچاپه واکداری کي چي وی دټولو نيمگړتياوسره زموږ دولس لپاره گټوردی ، خيرکه دموکراسي نشته خودغه چي درواغ يارښتيا درايو صندوقونه ايښودل کېږي اويو څونفره خپلې رايي وراچوي داهم غنيمت دی . نوکه تاسو پارلمان ته کانديد مړه کړی ،پوهېږی چي گټه ئي چاته رسېږي ؟اوهمدا عام ولس ستاسو په وړاندي څه ډول فکر کوي ؟
زه تراوسه پدې باوري نه يم چې داکاردي ستاسو په هدايت سوی وي ځکه تر گټه ئې تاوان ډيردی ،ممکن دازموږ خداي ناترسه گاونډيان غواړي چي له يوې خوازموږپه وطن کي دغه دټاکنو له پروسې نه خلک بېزاره کړي اودبلې خواخپل سړی پارلمان ته ولېږي . که خبره داسي وي نوتاسوئي بايد مخه ونيسی .
په هر حال به پارلماني ټاکنې وشی ،تبلېغات به وشي ،ددوي په سياليوکي به هم زما اوستا عزيزان مړه شي چکه دا موږ يوچي په وينو مولاتراوسه تنده نه ماتېږي ، په پارلمان کي به دوکيلانوپه نامه يو څوک ناست وي .
پس اړتيا ئې څه ده ؟دهغه کار چي مخه نشئ نيولاي پښتانه ئې قربانوی !
زمانظر خودادی په هغوسيمو کي چي تاسو تاثير لری ،اوستاسوپه ويناترنيمايي زيات افغانستان ستاسوتر تاثير لاندي دي ، دهغو کانديدانوسره مرسته وکړی چي يوازي غواړي دهمدې پارلمان له لاري دغه کړېدلي ولس اوخپل هيواد ته خدمت وکړي.درشوتخورو،جنگسالارو،پاټکيانواوهغوي چي دقومي ،ژبني اومذهبي سوداگری پر بنياد يوځل بيا غواړي ځان پر دې ملت وتپی که مخه ونيسی نو ټول به درنه خوشحاله وي .
زه له دې ځايه پدې ډاډه يم که تاسو وغواړ چي پارلمان ته سپېڅلي اوپاک افغانان راشي تاسو دخپلو سوله ايزو امکاناتونه په استفادې سره دغه ملي او اسلامي دنده په خورابری سره سرته رسولاي شی .
ملاصاحب !
زه نه غواړم خداي مکړه تاسو ته نصېحت وکړم ،خوستاسوديوه وطنداراو يوه افغان په توگه دا دځان حق بولم چي دقلم په ژبه ستاسو سره خپل نظر اودملت داسي غوښتنې چي ددې خاورې په گټه وي شريکي کړم .
ملاصاحب ! دابه مو يوسترتاريخي کار کړی وي چي ټولوطالب جنگيالوته امر وکړی ،پدې شرط که هغوي ستاسو امر ومني چي دپارلمان په ټاکنوکي دعام ولس داسي ملاوتړي چي پاک اومومين مسلمان پارلمان ته ولاړسي،صادق اومستحق کسان وټاکل سي ،تر څوددغو بلدو رشوتخورو لاسونه دملت له ستونې نه رالنډ سي .
داطبعې ده چي په سياسي حرکتونوکي بهرنيو مرستو اوملاتړته اړتيا ليدل کېږي ،خوکه دغه مرستې دهدايت ورکولوپه بڼه اودخپلو ملي گټوپر خلاف وي مه ئې منئ.
زه پدې پوهېږم چي پاکستاني جنرالان له يوه سره او ايراني اخوندان له بله سره دواړه اوبه خړوي اوخپل دخوښې ماهيان پکښې نيسي ،خوکه دغه اوبه ستاسو اويابل افغان پلاس خړې نکړي دابه زموږ لپاره لويه برياوي .
ملاصاحب !
ډير مې زړه غواړي دزړه خواله درسره وکړم اوتاسو دخپلو انډيوالانو هغو نېمگړو کړنو ته متوجه کړم کوم چي زيان ئې موږ اوتاسو ټولوته رسېږي .مگر اړينه ئې بولم داوس لپاره ليک په دې ورستيوټکورانغاړم ځکه تاسوبه هم داوږده ليک دلوستلو توان ونلری .که يو څوک زماليک په ځغاسته ولولي نوهاخواته به ئې وغورځوي ،وبه وايي دادکرزي نوکر بياله کومه شو،خوزما موقف دهرڅه په وړاندي لکه نوروتاسوته هم څرگند دی . تاسو ته معلوم ده چي زه تراوسه ددغه ليک دليکلو تر وخته دچانوکر نه يم اونه هم دداسي نوکری سره علاقه لرم په کومه کې چي زما دملت خواري اوزورېدنه اوبې عزتی نغښتې وي .
ډاډه يم چي تاسوبه هم پردې خبره راسره قانع ياست چي دخپل هيواد اوغيرتي ولس ملي گټونه دملاتړخبري دې ته اړيستم تر څوتاسوته ليک وليکم ،دچاپه سپارښتنه او وړانديز مي ليک ندی ليکلی .
پر لوې څښتن مو سپارم
د۲۰۱۰ ز کال دجولاي ۲۷