د غزني ولايت حکومتي چارواکي وايي چي د ملاعبدالحي مطمئن او ورسره نيول سوو قوماندانانو اوملګرو څخه يې پوښتني ګروېږني رواني دي . نوموړ ي چارواکي وايي چي ملاعبدالحي مطمئن دا مهال د طالبانو د سيميز وياند په توګه کار کوى . نوموړي چارواکي وايي چي ملا عبدالحى مطمئن او ورسره نيول سوي ملګري اوس د بهرنيانو په توقيف کي دي او پوښتني ګروېږني ور څخه رواني دي . د غزني ولايت يو تن لوړ پوړى چارواکى وايي چي په نيول سوو قوماندانانو کي د طالبانو له لوري غزني ته نومول سوى والي ملا رحمت الله هم شامل دئ .
د يادوني وړ ده چي د ملا عبدالحى مطمئن او نورو ملګرو د نيولو خبر د تيري جمعې په ورځ ورکړل سو او د غزني ولايت امنيه قوماندان په نيول سوو کسانو کي د ملاعبدالحي مطمئن په اړه ناخبري ښودلې وه .
لراوبر ویب پاڼه لراوبر يو افغان – تازه خبرونه