په پکتيکا ولايت کي تېره ورځ يو قومي مشر وژل سوئ . نوموړى قومي مشر د سوربي په ولسوالۍ کي دنامعلومو وسلوالوو له لوري وژل سوئ . نوموړي قومي مشر شهباز نومېده او د دې ولسوالۍ يو مخکښ قومي مشر بلل کېدئ .
د پکتيکا د والي وياند مخلص افغان ياده پېښه تائيدوي او دا کار د وسلوالو طالبانو بولي . نوموړي همدا ډول وويل چي دا يو قومي مشر ؤ او تل د سيمي د خلکو په چوپړ بوخت ؤ .
د نوموړي قومي مشر د وژولو په اړه تر اوسه کومي ډلي څه نه دي ويلي .