د نورستان والي جمال الدين بدر وايي چي دولسوالۍ څخه يې تکتيکي پر شاه تګ کړى او طالبانو ولسوالۍ پخپله کنټرول کي راوستې ده . نوموړى وايي چي طالبانو تېره شپه يوولس بجې نوموړې ولسوالۍ نيولې او وروسته تر هغه امنيتي ځواکونو د ولسوالۍ شمال اړخ ته په پنځه کېلومترۍ کي ځاى غوره کړى . نوموړى وايي چي طالبانو د ولسوالۍ تر نيولو وروسته په ياده ولسوالۍ کي يو تن قومي مشر مولوي عبدالخبير د حکومت سره د مرستي په تور وژلى . نوموړي همدا ډول وويل چي په تېرو دوه ورځنۍ جکړه کي د مخالف لور څخه ٢٣ تنه طالبان وژل سوي او د دوى له اړخه څلور پوليس مړه او پنځلس نور ژوبل سوي دي .