عبدالله احسان
موږ د يوه داسي هيواد وګړي يو چيري چي ميانه ، منځنی يا متوسط حالت ډير لږ ترسترګو کيږي ، زموږ د ټولني په خورا لږو برخو کي به منځنی حالت ووينئ ، واورئ يا وواياست . دلته ډېر ښه سته يا ډير بد ، که له چا سره ښه کوو نو ډير ښه ورسره کوو ، کنه نو ډېر بد ورسره کوو ، که دچا ستاينه کوو نو ډېر ښه يې يادوو ، کنې نو دي زموږ ډيرو بدو ته ځان ټينګ کړي . موږ ته لکه چي ګفت سوی دی چي وایي ښه يې په ښو نه ګډيږي ، بد يې په بدو نه ګډيږي . لنډه دا چي په موږ کي منځنی حالت نسته ، يا دا چي سترګي پر پټوو ، يا يې د ليدلو سترګي نه لرو او يا به رېشتيا هم دومره بدبخته يو چي منځنی حالت به نلرو .
د افغانستان د کلتور ، پوهي او علم هغه ډېوه چي رڼا يې د مهاجرتونو سختو او دردناکو شېبو نه يوازي دا چي ورکه نکړه بلکي په سرچپه توګه يې رڼا لا زور واخېست ، وده يې وده او د خپلي ټولني ډير نور تياره کونجونه يې رڼا کړه ، په پېښور کي يې او جرمني کي يې د هجرت او جلا وطنۍ په امکاناتو د يوه دولت يا د علومو د اکاډميو غوندي خپلي ژبي ، کلتوري ودي او د خپل ولس د پوهاوي او پرمختګ په لاره کي کار وکړ . په لسګونو بېساري نړيوال علمي سيمينارونه يې جوړ کړل او تر سلو زيات علمي ، فرهنګي او بېلابېل اثار يې را غونډ ، چاپ او خپل ولس ته وړاندي کړه.
ښايي د رحمت شا سايل دغه بيت به يې د خپل کار سرمشق ګرځولی و چي وايي :
بيا وهم سايل پتري پر خپل ټوټې ټوټې کچکول
خير له پښتنو نه د پښتو لپاره غواړم
په خپله ټوله لويي يې يوه خوا خپله افغاني غرور وساتئ چي بل ته يې لاس اوږد نکړ ، فنډ او سبسايډۍ يې وانخستې ، د ژبي ، کلتور او هيواد په نومونو يې تجارت ونکړ ، کلتور ، ولس او ژبي ته يې هغه څه چي لرله ور وبخښل نه د ځينو نورو په شان چي له کلتور ، ژبي او ولس په نامه يې ځانونه د خلکو په اوږو کي ورسپاره کړي دي .
ددې ټولي لويۍ تر څنګ يې د خپل ولس څخه د خپلي خاوري د خدمت لپاره کچکول غاړي ته واچاوه ، شپه او ورځ يې پر ځان يوه کړه او د افغانستان د کلتوري ودي ټولنه يې په لراوبر افغان وطن او نړۍ کي يې د افغانستان د کلتوري ودي ټولنه د افغانستان د يووالي او علمي پرمختګ د سنګر په بڼه په هر چا وپېژندله .
دا ټولي خبري د هغه چا په اړه دي چي که خدای ورسره مل وو بيا به هم پر هر ډګر لکه زرين انځور داسي وځليږي .
هغه نه يوازي په اروپا کي د مهاجرت په سختو شرايطو کي تر بل هر چا ښه وځلېد بلکي بيا هم د خپل هيواد د پرمختګ او ښېرازۍ د تخم اېښوولو لپاره له خپلو خوږو بچو او کورنۍ څخه مساپر سو او دا واري يې د افغانستان د تعليمي نصاب د جوړښت د کارونو څار لپاره په کابل کي واړول ، نژدې درې کلونه يې د نوي پرمختللي تعليمي نصاب په کاري ډله کي د هيواد د نورو منورينو او پوهانو تر څنګ خدمت وکړ ، دلته هم د فشارونو ، ستونزو او ستړياوو سره – سره لکه زرين انځور داسي وځلېد .
څو ورځي مخکي د جولای پر ۱۵ نېټه له يوشمېر انډيوالانو سره ناست وو ، د ( پرديسي او د هويت ستونزي ) سيمينار په اړه مو خبري کولې د افغانستان د ملي راډيو تلويزيون د لوی ريس د ټاکلو خبر مو واوريدئ .
نظرونه مختلف وو ، شخصآ زما نظر دا وو چي د افغانستان په اوسنۍ د فساده ډکه بې کفايته اداره کي دداسي اشخاصو ور ننوتل خدای مکړه زموږ دغسي منورين اغېزمن نکړي . ځيني نور له ما سره همنظره وو او ويل يې چي د اوسنۍ ادارې ځيني چارواکي د ولس له منځه د پوهي او نفوذ خاوندانو ته لوړي چوکۍ ورکوي خو د کار کولو ساحه يې محدوده کوي چي په دې توګه دغسي اشخاص هغسي خدمت چي بايد تر سره يې کړې د يو شمېر زورواکو او ټوپکسالارانو د تهديدونو له امله نسي ترسره کولای او بله خوا ولس د زيات کار هيله ترې لري چي په دې توګه دولتي اداره د ولس او بانفوذه خلکو او ملي شخصيتونو تر منځ د فاصلو پيدا کېدو ته لاره هواروي . بله پوښتنه داهم وه چي هغه پوهانو چي تر پرونه له موږ ځوانانو سره د ددولت پر وړاندي د اپوزيسيون په توګه ملګري وو نن څنګه ددې بې کفايته دولت غېږي ته ور لوېږي ،هغه دولت چي ددې هيواد د خپلواکۍ ګټونکي اتلان هېروي او د خپلواکۍ پلورونکو ته د ملي قهرمان القاب ورکوي .
زه د ښاغلي زرين پرون ته په کتو سره هيله مند يم چي هغه به نن او سبا هم داسي وځليږي لکه پرون ، هغه به نن اوسبا هر عمل د خپلو پخوانيو تجربو په رڼا کي په ډېره هوښيارتيا سره ترسره کړي او د ولس د خدمت او سوکالۍ ، يووالي، پرمختګ او افغاني کلتور د ودي او د افغانستان د اساسي قانون پر اساس به د ژبو حقوقو په پام کي نيولو سره پښتو ژبي ته هم هغومره کار وکړي چي ددې ژبو د ويونکو اړتيا او حق دی .
ښاغلی زرين انځور تر پرون پوري ډېر ښه وځلېد ، نن زه دا دعا ورته کوم چي په راتلونکو چارو کي هم د پرون غوندي سرلوړی پاته سي او وځليږي کنه نو زموږ ولس منځنۍ کچه نه مراعتوي ، خدای مکړه چي يوه ورځ د نوموړي د ټول عمر خدمتونه او نېکۍ له پامه وغورځول سي او په بد نامه ياد سي .
والسلام
په ډنمارک کې دافغانستان دمشرتابه جرگه گۍ مبارکي ښاغلي زرين انځورته !
دافغانستان دملي راډيوتلويزيون دمشرپه توگه ستاسوله ټاکنې خبر، اوخوشاله شوو . پداسې حال کې چې ديادې ادارې دمشر په توگه ستاسوټاکنه يوپرځای اونېک گام گڼو، دافغانستان دملي فرهنگ دودې په لاره کې ستاسوترسره کړې هلې ځلې ستايو، اوتمه لروچې دافغانستان دملي راډيوتلويزيون دمشرپه توگه به ستاسوشتون دملي فرهنگ دودې هيلې لاپياوړې کړي ، اواسره موداده چې ستاسودکاري نوښتونوپه پايله کې به ملي راډيوتلويزيون له کاري اوکادري دواړواړخونوريښتينی ملي دريز راخپل کاندي ، ستاسودلا زياتوبرياوو په هيله .
بېکسيار
له ډنمارک څخه د مبارکۍ پیغام او یو یاددښت
په ډېرې خوښۍ سره مو د افغانستان د ملي راډیو ټلویزیون او افغانفلم د عمومي ریًس په توګه د افغانستان د نومیالي لیکوال ، کره کتونکي ،کیسه لیکوونکي ، شاعر او ژورنالیست ښاغلي زرین انځور د ټاکل کېدو خبر د تل افغان په انترنیتي پاڼه کې ولوست . بې له شکه موږ د خپلواکۍ د فرهنګي مرکز همکاران ، په ډنمارک او ټولو سکندناوي هېوادو کې زیات شمېر افغاني فرهنګیان او د افغانستان د ملي راډیو ټلویزیون بې شمېره لیدونکي او اورېدونکي ددغه نیکبخته تقرر له امله ډېر خوښ شوي او ټول هیله لري چې تر دې وروسته به د افغانستان ملي راډیو تلویزیون ،او افغان فلم د افغانستان د منلي تاریخ ، ملي هویت ، تاریخي شتون ، ملي پیوستون او فرهنګي لوړتیا سمه ، روغه او منلې مرجع او څانګه و اوسي .موږ پوره باور لرو چې ښاغلی انځور به د یو ملي او بادرده افغان فرهنګي شخصیت په توګه د هېواد روان نازک سیاسیي او فرهنګي حالت په پوره درک سره د افغانستان د فرهنګ او ژورنالیزم ددغې برخې له ستر پړوا څخه په بریالیتوب راووځي او د ملي بریو پر لور په د رڼا ور پرانیزي .رسنۍ او له هغې ډلې ټلویزیون او راډیو په اوسني دور کې د افغانستان په شان جګړه ځپلي او دښمن ځپلي هېواد کې د ملت د ټولو زخمونو لپاره د مرحم پټۍ بلل کیږي او د افغانستان د تاریخ او هویت د دښمنانو پر افکارو د مرګوني ګذار مقام لري .زرین انځور به د همدغه شان ژورنالیزم استازی شي ، زرین انځور به د ټلویزیون او راډیو څپې د کرکې خپرولو له شر څخه وژغوري او ملي هویت به د هر افغان د کور ښکلا وګرځوي .موږ هر پخواني ریًس ته همدا راز هیلې لیکلي ، خو دا ځل باور لرو چې راډیو ، ټلویزیون او افغان فلم به د جنګسالارانو او افغان دوښمنه خواوو څخه وژغورل شي او د هر غیر مسلکي عمل او عامل سره به په زړورتیا مبارزه وشي .
ګران انځور صیب ! د افغانستان په راډیو او ټلویزیون کې د ژبو توازن سم نه دی ، دغه راز په راډیو ټلویزیون کې زیاتره کارکوونکي یا سیاسي متعصبه کسان دي او یا له مخې غیر مسلکي کسان .د راډیویي او ټلویزیوني خپرونو لپاره تر هر څه مهمه دا ده چې چلوونکي مسلکي پرودیسران او ډایرکټران وي . د پښتو ډرام او داستان برخه د مرګ په حال کې ده ،پښتو تیاتر خو لا دمخه وژل شوی، پښتو تمثیلي ټوټې نشته او که شته ډېرې کمزورې دي ، دا په دې مانا نه ده چې د دغې ادارې مشران کار نه کوي ، کار شته خو امکانات نه شته ،د ټلویزیون د اطلاعاتو او خبرونو څانګه لا ډېر ملاتړ ته اړتیا لري ، د نطاقانو اداره لا ډېر ملاتړ او مسلکي دقت ته اړتیا لري ، پښتو موسیقي په ډېر ټيټ کیفیت سره خپریږي ، پښتانه ماشومان له لازمو خپرونو څخه برخمن نه دي ، ځوانان هم له همدغه شان اړتیا سره مخامخ دي .، د ورونو قامونو ( ازبکي، ترکمني ، بلوچي ، نورستاني ، پشه یي ، هزاره ګي ) او داسې نورو خپرونې په ډېره کمزورې بڼه خپریږي .، ځوان انانسران او نطاقان لا ډېرې مسلکي وړتیا ته اړتیا لري . او په همدې ډول نورې په لسګونو ستونزې او نیمګړتیاوې .
زموږ په اند دا نیمګړتیاوې هغه وخت لرې کېدای شي چې :
ـــــــــــــ د راډیو او ټلویزیون د ادارو چارواکي لکه ریسان او عمومي مدیران او مدیران او ډایرکټران باید ټول هغه ژورنالیستا ن وټاکل شي چې په راډیويي او ټلویزیوني خپرونو جوړولو پوه وي .ځکه د تلویزیون او د یو اخبار د ژورنالیست تر منځ ځمکه او آسمان فرق دی . یو شاعر یا لیکوال نشي کولای په ټلویزیون کې یو ښه ډارکټر شي ، دا یو بېل مسلک دی .
ــــــــــــــــــــــ له پې شمېره پښتنو سره دا پوښتنه ده چې ولې ایراني ، روسي ، امریکایي او دا نور رنګ رنګ فلمونه له ملي ټلویزیون څخه خپریږي ، او پښتو فلمونه ( هغه چې په ستندرد برابر د ي ) ولې نه خپریږي ؟ او یا لا اقل د بېلګې په توګه یو ځل هم د استاد خیال محمد یوه سندره له ملي ټلویزیون څخه خپره شي ؟
ــــــــــــــ د ملي راډیو ټلویزیون خپرونې په ولایاتو کې کمزورې او یوشمېر جنګسالاران یې واک په لاس کې لري ؟
ــــــــــــــــ ملي راډیو ټلویزیون په بهر کې د افغاني کډوالو لپاره په عام ډول او د ځوانو افغاني مهاجرو لپاره په خاص ډول ، د هویت د ساتلو په موخه هېڅ ډول خپرونې او د بېلګې په توګه په اروپا کې او امریکې کې کوم استازی نه لري ؟
ــــــــــــــــــ موږ ددغو مکلفیتونو په اجرا کې د پخوانیو ریسانو سره هم خبرې کړې وي ، خو دا ځل به انځور صیب ته د انترنیت پاڼو له لارې ددغو مکلفیتونو د اجرا یادونه کوو . او که چېرې انځور صیب په دې وپوهیږي چې ځانګړې مافیا او نور منفي عوامل د دوي د هېوادني کار مخنیوی کوي ، نو ښه به وي چې دا څېرې افشا او خپله هم ورسره جوخت استعفا وکړي .
له ډېرو پېرزوینو سره
یوسف هېواددوست