امريکا او نور هغه هيوادونه چي په دې هيواد کي سرتيري ليري په ٢٠١١ کال کي به د افغانستان څخه د خپلو سرتيرو وتل پيل کړي چي دا کار افغان حکومت دې ته اړ ايستلى چي بايد سر له اوسه د امنيت په غاړه اخستلو ته ځان چمتو کړ ي . ولسمشر کرزي د کابل د کنفرانس وروسته د ملګرو ملتونو د سرمنشي بانکي مون سره په يوه خبري ناسته کي وويل چي افغان ځواکونه بايد تر ٢٠١٤ کال پوري د هيواد امنيت پخپل لاس کي واخلي .که څه هم چي افغان ځواکونو لږ جنګي تجهيزات او نور اړوند توکي يې لږ خو ولسمشر وايي چي تر دوه زره څوارلسم کال پوري به دا نيمګرتياوي له منځه يوسي او افغان ځواکونو به پخپله د خپل هيواد ساتلو وړتيا ولري .