کور / خبرتیا او پيغامونه / د انجنیرصاحب آغاجان د خواشینۍ خبرتیا

د انجنیرصاحب آغاجان د خواشینۍ خبرتیا

په ډیره خواشینی سره مو خبر تر لاسه کړ چی انجنیرصاحب آغاجان د زړه د ناروغی له کبله په ۲۸ د سرطان ۱۳۸۹ د سحر په اوو بجو د دی فانی دنیا څخه سترګی پټی کړی او خپل روح یی الله تبارک و تعالی ته وسپاره،

محترم ورور انجنیر آغاجان صاحب د محترم محمد عمر ځوی چه په ۱۹۷۰ لمریز هجری کال کی د پچیر او هګام ولسوالی د ننګرهار ولایت د باماخیلو په قریه کی په یوه مسلمانه او متدینه کورنی کی زیږیدلی، لمړنی زده کړی یی په خپل کلی کی سر ته رسولی او دهجرت په دوران کی یی ثانویی زده کړی د طارق بن زید په لیسه کی سر ته رسولی او د همدی لیسی د دولسم ټولګی څخه په کال ۱۳۶۸ لمریز هجری کی فارغ شوی او په همدی کال کی یی د کانکور د ازموینی وروسته د اسلامی پوهنتون د تعلیم او تربیی پوهنځی ته کامیاب شو او د یو کال لپاره یی نوموړی پوهنځی تعقیب کړ. اغا جان صاحب پدی اکتفا ونکړه او په کال ۱۳۷۰ کی د دعوت او جهاد پوهنتون د انجنیری پوهنځی ته په اعلی درجه کامیاب شو او په کال ۱۳۷۶ کی د نوموړی پوهنځی څخه فارغ او د خپل مظلوم ملت پر خدمت یی پیل وکړ.

د هغه لمړنی دنده د پچیر اګام په لیسه کی د ساینس د استاد په توګه وه چه په خورا ښه توګه یی خپله وظیفه سر ته ورسوله او د هغی څخه وروسته یی په مختلفو دفترونو کی د انجنیر په توګه په پوره ایمانداری یی اړوند دندی سر ته ورسولی.
د نوموړی اخری دنده د میکټیک د شرکت سره وه، د خپلی اړوند وظیفی د سر ته رسولو لپاره د هرات ولایت ته لیږل شوی وه چه په ډیر تاسف سره مو خبر واخست چه زموږ ګران او واقعی مجاهد ورور د زړه د ناروغی له کبله په ۲۸ د سرطان ۱۳۸۹ د سحر په اوو بجو د دی فانی دنیا څخه سترګی پټی کړی او خپل روح یی الله تبارک و تعالی ته وسپاره، انا لله و انا الیه راجعون.

هو، انجنیر صاحب اغا جان یو ریښتینی مسلمان او مجاهد وه او د رسول الله ص طریقی په خپل ژوند کی په واقعی توګه عملی کړی او همیشه به د خپل رب په اطاعت او عبادت کی وه. موږ ددی شاهدان یو چه د پوهنتون ټولو ملګرو به د انجنیر صاحب احترام د هغی د ریښتینی مسلمانی په وجه کاوه کله به چه ملګری ناست وه که هغه به د هغی څخه مشران او یا کشران ول د هغی په مخکی به یی داسی حرکات یا ټوقی نه کولی چه په هغی انجنیر صاحب ازرده شی او په کوم ځای کی به چه هغه ناست وه هلته به د خدای او د رسول خبری کیدلی.

په هر صورت که هر څومره ووایو د انجنیر صاحب په باره کی کم دی او دا یوه ډیره غټه ضایع د افغانستان د او د هغی د فامیل لپاره ده او دا به ووایو چه الله تعالی دی انجنیر صاحب و بښی او محترم فامیل ته دی یی سره د ملګرو یی الله تعالی صبر جمیل ورکړی.

د چپرهار د ولسوالۍ د محصیلینو علمی او پرمختیایی ټولنه د نوموړی مړینه یوه لویه تشه ګڼی او روح ته یی د مغفرت لاسونه لپه کوی روح دی ښاد او یاد یی تل پاتی وی.

عبدالرحمن الفت محمودی د چپرهاری د محصلینو علمی او پرمختیای ټولنی په استازیتوب !

تبصره نسته

  1. د مرحوم انجنیر صاحب اغا جان د مړینی خواشینونکی خبر مو تیر ورځ په پښتو ویبپاڼو کی ولوست.مرحوم انجنیر صاحب زمونږ ټولګیوال وه او ټول ژوند یی د اسلامی احکامو سره سم وه. همیشه به یی په خوله موسکا وه . د ۱۳۷۲ هجری لمریز کال راپه دیخوا چه ماد لومړی ځل لپاره د مرحوم اغاجان صاحب سره وپیژندل ، د ۱۷ کالو په موده کی ما د هغه څخه داسی هیڅ خبره نه ده اوریدلی چه د هغه په سبب به څوک خفه شوی وی. مرحوم انجنیر صاحب به همیشه امر بالمعروف او نهی عن المنکر په حکمت او ښه اخلاقو سره کاوه. د مرحوم انجنیر صاحب اغاجان که هرڅومره ستاینه وکړو خوبیا به هم کمه وی چه مرحوم نیک صفات په کی بیان شی.
    بښونکی او مهربان الله تعالی د نوموړی ته فردوس جنت نصیب او د مرحوم کورنی ته د جمیل صبر ورکړی.
    عبدالمالک نظری له ټوکیو څخه
    د مرحوم انجنیر صاحب اغا جان ټولګیوال

  2. د خدای بخلی انجنیر صاحب اغا جان د مړینی خواشینونکی خبر می دوه ورزی مخکی زمونزله یو تن تولگیوال نه تر لاسه کر.خدای بخلی انجنیر صاحب د دعوت او جهاد په پوهنتون کی زمونږ ټولګیوال وه .د دیر اوچت او عا لی اخلاقو در لودنکی وه دیره کلکه او راسخه اسلامی عقیده یی لرله . خدای بخلی به همیشه زمونر تول تولگیوال نیکو او اسلامی کارونه ته ترغیب کول . د خدای بخلی انجنیر صاحب اغاجان مرینه دده کورنی،ملگرو،او د افغانستا ن لپاره یوه ستره ضایعه ده .زه دده د کورنی تولو غروته صبر جمیل غوارم. او خدای ج د خدای بخلی ته جنت فردوس په نصیب کری.
    عزت الله زدران له کندز نه.

  3. الله پاک دي يې وبخښي روح دې ښاد وي

  4. خداى پاك دي انجنير صاحب وبخښي او پاته كورنۍ ته دې د زړه صبر وكړي
    موږ د ده په غم غمجن او له درنې كورنۍ سره ځان برابر ګڼو
    نقين چې د داسي خلګو مرګ يوه لويه ضايع ده

  5. خداى پاك دي انجنير صاحب وبخښي او پاته كورنۍ ته دې د زړه صبر وكړي
    موږ د ده په غم غمجن او له درنې كورنۍ سره ځان برابر ګڼو
    یقين چې د داسي خلګو مرګ يوه لويه ضايع ده

  6. افغانانو او پښتنو ته په کارده چي د نن ورځي و پربلمو ته ښه ځير او په ګډه د خپل دښمن و ځپلو ته لاس يو کړي، په بېنوا کي د خالد هادي حيدري غوندي جاه طلبه او د نفاق سمبول نشي چي د ځان غوښتني په تناره کي يې هم خپل ځان او کردار تباه کړ او هم يې د نورو تلاښونه بې ثمره کړل . نن زموږ وطن او زموږپښتانه اوس د زیاتو مصیبتو سره مخامخ دئ . حفیظ منصور، امرالله صالح، ډبل عبد الله، مالم عطا، محقق، خلیلي د شمال جنګ سالاره او جنایت کاره مزدوره ټلواله د يوه سره د افغانانو او پښتنو په امحا پسې را اخیستي او د طالب او الګائيدې په نامه د ټولو پښتنو ډله ائزه وژنه غواړي او په همدې هدف د انګرېزانو او سي آی اې نوکري او د وطن وطن فروشي کوي . د روس او ایران ګوډاګئ حفیظ منصور سره د اسمعیل یون صیب مناظره هم په همدغه روحيه تنظیم شوې او منصور د په اصطلاح جهادي ارزشو ساتنه په پښتون وژنه کي لټوي چي تف لعنت دي په هغه ارزشو شي چي ددې خبیث رهبر یعنی رباني لا هم و هغه ته معتقد وو . دا جګړه به په ميدان کي معلوميږي څو ثابته کړي چي ددې سپېڅلي جهاد ارزشونه څوک ساتي. شمالي بدنامه، د ګردنو غله، بې ناموسه وطنپولورې جنایت کاره ډله او که ددې خاوري اصیل بچيان يعني پښتانه !

  7. د اینجینر صیب روح دی ښادوی، او د کورنی لپاره یی د لوی الله نه د زړه صبر غواړم.

  8. Allah de engineer sahib ta hagha lwar muqamat warkree che yaw kha saleh aw nek momen ta ye warkawee.Alah de Engineer saib ta Ferdose jannat warkree Aameeen.Allah de da hagha musalmani pa ma aw tolo mosalmanano ke rawalee.YA raba mong ta bakhana wokree aw sta same lare ta mo barabar kree ameen somma ameen