عثماني امپراطوري او پر خلاف یي د صلیبیانو سازشونه (۲۸مه)
مکمل غیرسیاسي : یو تاریخي په زړه پورې ناول .
زمونږ د هیواد ګوډ تیمور څوک دې ؟
اوس تاسې ددې تاریخې ناول اته ویشتمه برخه لولئ :
***** ۵۰
هلته د سلطان بایزیدیلدرم جاسوسانو په ډیره بیړه خپل کارونه تر سره کول ، هغوې د انقري ښاروال هم ددې خبرو اترو څخه چې د تیمور لنګ اودهغې د سالارانو تر منځ شوې و ې ،خبر کړ. هغوې ښاروال ته دا خبر هم ورکړ چې د تیمورلنګ لمسي به د انقرې په ښار باندې هغه وخت یرغل کوی چې د ښار په دننه کې د سهار اذانونه پیل شي .
دانقرې ښاروال ددې خبر د اوریدو سره سم خپل جنګي تیارې نور هم ځواکمن کړ . دانقري دښار په دیوالونو باندې لا د پخوا څخه کوچني کوچني منجنیقونه نصب شوی و او تر څنګ یې د تیږو ډیرې لا هماغسې موجود و . ښاروال د برجونو دننه غشي ویشتونکی کینول او دهغوې سره یې دغشو انبارونه کیښودل . تر څنګ یې ددیوال دپاسه د تیږو بارې جوړې کړې ، اوښاریانو ته یې دا لارښوونه وکړه چې څنګه چې دښمن په ښار باندې حمله وکړي نو نر او ښځې دې ټول د دیوالونو لورې ته مخه کړي او داسې تیږي دې ووروي چې دښمن ته ددې موقع په لاس ور نشی چې دیوالونو ته را نږدی شي.
دا خبر هلته په غرنیولمنو کې علي پاشا او ولیعهد محمد ته هم ورورسید . په ځواب کې علي پاشا او ولیعهد محمد دواړو خپلې لښکرې د غرنیو سیمو څخه راوویستې او د هیلس ددریاب څخه تیرې او هملته یي په پوره تیارۍ سره سنګرونه و نیول .علي پاشا و اولیعهد محمد دواړه د هیلس ددریاب په غاړه د غره په یوه اوچته څوکه باندې کیناستل او انتظار يي کاوه ،کله چې د شرق نه دسهار سپینوالې راښکاره شو نوعلي پاشا ولیعهد محمد ته وویلې :
وروره ! زمونږ د ازمیښت او امتحان وخت را ورسید. تر لږه څه وخته پورې به دانقرې په جوماتونو کې اذانونه پیل شي ، اودهغې سره سم به دتیمورلنګ لمسې د انقرې په ښار باندې یرغل پیلوې .
واوره زما وروره ! زه به لږه شیبه وروسته د هیلس ددریاب په غاړه غاړه د شمال په لورې ولاړ شم ته دخپل لښکر سره همدلته پړاو وکړه ، کله دې چې د انقري په جوماتونوکې دسهار د لمانځه اواز تر غوږو شو نوبیا د خپل لښکر سره یو ځاې د هیلس ددریاب څخه راتیر شه ، اودجنوب له اړخه په دښمن باندې ځپونکې ګذارونه وکړه . ښکاره ده چې کله چې ته په دښمن باندې حمله وکړې نو دښمن به په پوره ځواک سره ستا په لور را ټول شي . اود ښار په دیوالونو باندې دختلو اراده به له یاده و کاږی ، تر هغې وخته پورې به زه هم خپل کار پیل کړم . زه به هم ستاسې په څیر د هیلس ددریاب څخه تیر شم . اوهغه وخت چې دښمن له تاسره دټکر له پاره هغې لورې ته درځي د شا له اړخه به پرې ځپونکې حمله وکړم. زه هیله لرم چې مونږ به ددې لښکر په لمنځه وړلو کې بریالي شو.
علي پاشا د خبرو په منځ کې دلږ څه فکر کولو له پاره تم شو اوبیایې ولیعهد ته وویلې :
محمده ! زما وروره ! ددې تر مخه ما تاته دخپل زړه یوه خبره لانده کړې او هغه داچې ، هغه وخت چې ماښام کې زما مخبرانو ماته خبر راوړې و چې د تیمورلنګ لمسي ، ولي عهد محمد ، د سهار د اذانونو سره سم په انقره باندې حمله کوي نو ما همغه وخت یوه اراد ه وکړه ، چې هغه دا ډول ده :
وروره ! لکه څنګه چې سلطان بایزیدیلدرم ، ته او زه دخپلو لښکرو تر مخه اوسیږو اوپه دښمن باندې ګذارونه کوو نو تیمورلنګ او دهغه سالار نورالدین داسې نه کوي ، یا خو دوې دخپلو لښکرو په منځ کې اوسی او یا دهغوې تر شا ولاړ وي او خپل لښکر جنګ ته ور ټیله کوی ، کله چې زه ددښمن پر خلاف دشا له اړخه حمله وکړم . نو زما تر ټولو لوې مقصد او تر ټولو لویه اراده به داوي چې زه خو یا د تیمور لنګ لمسې ولیعهد محمد ژوندي و نیسم او یا لږ تر لږه هغه له منځه یوسم . نو تیمورلنګ ته چې دخپل لمسي د مړیني او یا ژوندي نیولو خبر د جشن په منځ کې ور سیږي نو بیا فکر کوه چې تیمورلنګ به په څه حال کې وي ؟
دعلي پاشا په دې خبرو باندې ولیعهد محمد خندان و . غوښتل یې څه ووایي چې علي پاشا بیا ورته په ویلو پیل وکړ . که چیرې زه په شمال کې او ته په جنوب کې د هیلس ددریا ب غاړه د سهار د اذانونو پورې انتظار وکړو نو لمړۍ خو د انقرې ښار له دې ځایه دومره لرې نه دې ، اودویم دا چې دشپې له اړخه اواز تر ډیره پورې بیرته انګاز ې کوي او منعکس کیږی نو وروره ! زما اوستا پلان همدا دې چې کله دې اواز واورید نو دهیلس له دریابه تیریږه او ځان د جنوب اړخ ته ور رسوه ،اوپه دښمن باندې را لویږه . زه به تر لږه وخته پورې انتظا ر وکړم چې دښمن له تاسره پوره په جنګ کې و نښلې نود شا له خوا به پرې ځپونکې برید کوم ،نو دښمن ته به د ځان د سنبالولو فرصت په لاس ورنشي . اودشا له اړخه به زه هیله لرم چې دښمن به یوپه بل پسې د پښو ورغورزوم ، همدا به زما او ستا تر منځه اخری پریکړه وي . نو اوس که ته په دې کې کوم بدلون راوستل غواړې نو وي وایه .
ولیعهد محمد تر ډیره پورې چپ چاپ و اوبیا یې وویل : علي پاشا! بي شکه چې زه ولیعهد یم ، خوزما وروره ! ستا د جنګونو تجربه زما څخه ډیره ده ، تا زما دپلار سره داروپا په ډیرو جنګونو کې ګډون کړې دې او ددښمن د ځپلو په اړه بریالې تجربې لرې ، نو وروره ! ستا پریکړه ماته اخري پریکړه ده .اودهمدې په مطابق به په دښمن باندې ګذار کوو.
علي پاشا ودرید.
که چیرې خبره همداسې وې نو ته دخپل لښکر سره همدلته تم ښه ، زه به دخپل لښکر سره یو ځاې دهیلس ددریاب په غاړه غاړه باندې ځم او د سهار د اذانونو تر وخته به انتظار کوم . ددې خبرې سره سم علي پاشا خپلې لښکرې د شمال په لور و خوزولې . په دې تر تیب د جنوب له اړخه ولیعهد محمد او د شمال له اړخه علي پاشا په دښمن باندې د ور پریوتلو له پاره ځانونه چمتو کړل او په ډیره بې قرارۍ سره یې دسهار د اذانونو انتظار کاوه .
شپې د مصلحت قلف مات کړ ، هر شې را بیدار شوې و ، ځکه چې د انقرې د جوماتونو څخه د اذانونو اواز هر شې په خپله غیږ کې را نیولې و.
دانقري د جوماتونو د اذانونو سره سم درې مهم انقلابونه جوړ کړل شول . لمړۍ دا چې د تیمورلنګ لمسي ولیعهدمحمد چې دخپلو دوو لکو فوځیانو سره په سنګر کې ناست و په ناڅاپې توګه د سنګر څخه راووت اود انقري د ښار ددیوالونو په لور لکه د توپان په څیر ور خوځیدل .
بل انقلاب په ښار کې را پیدا شو . لاتر اوسه د انقرې دښار دیوالونه په تیارو کې ډوب و خو بیا هم په دیوالونو باندې ټول لښکر مستعد ولاړ و . کیداې شي ښاروال قصدا دیوال په تیاره کې پري ایښې وي . خو کله چې دانقرې په جوماتونوکې د سهار اذان پیل شو نو یو نا څاپه ټول هغه مشالونه چې د دیوالونو دننه ایښول شوي و بیرون را وویستل شول اوددیوال دپاسه کیښودل شو ل. په دې ترتیب د دیوال ټوله برخه روښانه کړل شوه ، د روښنايي دا انقلاب د ښار په لور ور تلونکی یرغل کونکو اودهغوې مشر دتیمورلنګ لمسي هم په سترګو کاته ، او دا خبره په یقین سره دهغه له پاره ټکان ورکونکې وه ، هغه پوه شوې و چې دهغه د حملي اویرغل خبر دانقری ښاروال ته رسیدلې دې ، اوهغه د ښاره ددفاع کولو له پاره مستعد دې . خو بیا هم د تیمور لنګ لمسي ډاډمن و چې دهغه سره دوه لکه عسکر دي او دښار دننه د علي پاشا ، ولیعهد محمد او ښاروال سره ټول فوځونه تر یوه لک نه نه زیاتیږی ، او هغه به ډیر ژر هغوې و ځپوي .
دتیمورلنګ لمسی دا فکر هم کاوه چې دلمړۍ فتحې په واسطه دهغوې د فوځونو حوصلي کلکې شي ،ځکه چې د بایزیدیلدرم د ماتې په اساس د ترکانو حوصلي ډیرې ماتې شوې وې نو په دې خاطر د انقرې تر څنګ دهغه د فوځ برې او د بایزید د فوځ ناکامي هغه ته یو ډاډمنه خبره وه .
ددې نه اخوا چې کوم دریم ستر انقلاب راغې ، هغه دا و چې علي پاشا او ولیعهد محمد دواړو د سهار داذانونو سره سم خپلې لښکرې د هیلس دریابه تیرې کړې او علي پاشا د شمال له اړخه او ولیعهد محمد د جنوب له اړخه په دښمن دګذار کولو له پاره مخکې تګ کاوه .
دښار دیوالونو ته د رسیدو سره سم د تیمورلنګ لمسي خپله دوه لکه فوځونه د ښار په شمال غرب او شرقی سیموکې خپاره کړل ، څنګه چې هغوې دښار دیوالونو ته د ور نزدې کیدو هڅه پیل کړه او د رسیو پاتخۍ یې و غورزولې تر څو د ښار په دیوالونو باندې پورته وخیژې نو پر هغوې باندې د غشو ، او منجنیقیون په واسطه د تیږو ورول پیل شول، هغه کسان چې د مخکې نه په دیوالونو ناست و هغوې پر دښمن باندې داسې تیږې وورولې چې ددښمن په عسکرو کې یې یوه واویلا خپره کړه ، د تیږ او غشو باران هغوې د سختو ستونزوسره مخ کړل او دخپلو ځانونودخوندي ساتلو په خاطر يې وروسته تګ پیل کړ . اوپه دې تر تیب د تیمورلنګ د لمسې لمړۍ یر غل د ناکامۍ سره مخ شو .
کوم وخت چې د تیمور لنګ لمسي د انقرې دښار په دیوالونو باندې د دویمې حملې له پاره ځان جوړاوه نو په همدې وخت کې پرې د سلطان بایزیدیلدرم د زوې ولیعهد محمد لښکر را څرګند شو اوبیا یې د جنوب له اړخه د تیمورلنګ په لمسي هغه ناتار جوړ کړ چې تاریخ یې یاد لري .
د ولیعهد محمد دلښکر ددې ناتار په اساس د تیمورلنګ د لمسي عسکرو هم په جوابي عمل لاس پورې کړ او دجنګ ډګر د تنور په څیر ګرم شو .
دجنوب له اړخه د ولیعهد د حملې څخه د تیمورلنګ لمسي دا فکر کړې و چې د علي پاشا او ولیعهد محمد دواړو څخه به یو خامخا په ښار کې دننه پاته وي اوبل یې دښاره راوتلې اوپر دې یې حملې پیل کړي دې نو په دې خاطر یې په دیوال د ورختلو پریکړه ودروله ،اودخپل ټول لښکر سره یو ځاې د جنوب په لور د بایزید د زوې ولیعهد محمد په لور د حملې کولو حکم ورکړ .
تاتاریان د حکم سره سم د خپل قاید د تیمورلنګ دلمسي سره یو ځاې د بایزید پر زوې را توې شول خو په همدې وخت کې فطرت حالات بل منګه کړل .
ځکه چې د هیلس ددریاب څخه د راتیریدو وروسته علي پاشا د خپل لښکر سره یوځاې هملته په سنګر کې ناست و . کله چې دتیمورلنګ د لمسی دوو لکو فوځونو په ولیعهد باندې یرغل وکړ نو د هغوې تر شا علي پاشا د خپل لښکر سره را څرګند شو . اوبیایې د شا له اړخه دتاتاریانو لښکر تارو ما رکول پیل کړل
د شا له اړخه د علي پاشا د لښکرو حمله د سمرقند څخه د راغلي لښکر تر مخ د مرګ نښې راو ځلولې ،د هغوې ژوندونونه د زنځیر په څیر یو په بل پسې له منځه تلل ، هغوې زخمیان د اسونو د سومونو لاندې دلیدل ، دعلي پاشا د تیزو حملو په اساس د تیمورلنګ د لمسي لښکر یوې اوبلې لورې ته و تښتید .
جنګ تر ډیره وخت پورې روان و . ان تردې چې لمر د شرق څخه را ښکاره شواو په خندا خندا د انقرې د ښار شاوخوا ته راغې او ددواړو لښکرو د ټکر په وخت کې پورته کیده ،اوخپله ګرمي یې هرې خوا ته شنیدله .
د شا له اړخه د حملې په واسطه د ثمرقند لښکرې د ډیرې بدنظمۍ سره مخ شوې وې او تر لږه وخته پورې د تیمورلنګ د لمسي هغه لښکر چې شمیره یې دوه لکه وه دعلي پاشا او ولیعهد محمد دحملو په واسطه د ماتې ايني په څیر ګرځیدلې و. ځکه تر ډیره وخته پورې دهغوې بیرته منظم کیدل شونې نه ښکاریدل ، دهغوې ټولې لیکي ، دننه او دباندې ، مخکنۍ اوورستنۍ ټولې د بدنظمي ښکار شوې وې ، خو د تیمورلنګ لمسي چې دخپل لښکر په منځنۍ برخه کې و ډیره هڅه وکړه چې خپل لښکر سره راټول او ددښمن پر خلاف یې د حملې له پاره و هڅوي ، که څه هم هغوې یو ځل بیا خپل ځانونه را سنبال کړل خو د شا له اړخه د علي پاشا ضربه په کلکه او شدت سره روا نه وه او هغه ان تر نیمایی پورې ، هغه ځاې ته ځان ر ا رسولې و چیرې چې د تیمورلنګ لمسي ولیعهد خپلې لښکرې ددښمن پر خلاف را ټولولې .
د جنګ د پیلامې دمخه علي پاشا ولیعهد محمد ته ویلي و چې هغه به هڅه وکړي چې هغه د تیمورلنګ لمسی ژوندې ونیسی اویا یې له منځه یوسي . دخپلې همدې ارادې د تکمیل په خاطر علي پاشا د خپلو ساتونکو سره یو ځاې د تاتاریانو لښکرې سره وشکو لې او د تیمورلنګ د لمسي پورې یې ځان را ورساوه . اوبیایی په ډیر قهر جن او دغضب نه ډک اواز سره د تیمورلنګ لمسي ته وویل :
د تیمورلنګ ظالمه لمسیه ! زه د بایزیدیلدرم سپه سالار علي پاشا ستا تر مخه ولاړ یم ، اوتا ته زیرې درکوم چې که زما خداې وغواړي نو راتلونکې سهار به ستا څیره د وینو ډکه وویني .
د علي پاشا په داسې ناڅاپي راتلو سره د تیمورلنګ لمسي ټکان وخوړ خو علي پاشا ورته یوځل بیا وویل :
د تیمور لمسیه واوره ! په خدې سوګند چې تاسې زمونږ د سلطان سره دوکه کړې ده ، هغه دخپل ملت له پاره ابرو اوعزت دې ، دخپل قوم له پاره دروح په څیر دې دهغه په نیولو تاسې اسلامي امت د فنا لورې ته د وړلو پرته نور څه نه دی کړي .
د تیمورلمسيیه !اوس چې ته زما تر مخ یې نو ولیکه چې : ته به اوس زما څخه خوندی پاته نه شي . زه علی پاشا به تا ته دمرګ راوړنکي اوسم. او کله چې ستا دمرګ خبر ستا دادا تیمور ته ورسیږي نو یاد ساته چې دهغه عمر به د سلګي وهونکې ژوند په څیر په نوحه ویلو باندې تبدیل شي .
د علي پاشا په دې خبرو باندې د تیمورلنګ لمسی ډیر په غضب شو او په ډیره بې باکۍ سره یې علي پاشا ته وویل :
علي پاشا ته بکواس کوې ، زما تر مخ ستا حیثیت څه دې ، ایا ته پوهیږی چې د شا له اړخه دڅلویښت زرو عسکر وسره او ولیعهد محمد به دڅلویښت زرو عسکرو څخه د حنوب له اړخه زما دوه لکه فوځونه لاندې کړي . که چیرې تاسو دا فکر کړې وې نو د ا ستاسې خوب اوخیال دې ، له ځانه سره ولیکه چې زه به تا د جنګ په میدان کې و نه وژنم بلکه د بایزید په څیر به دې بندي کړم ، لاسونه به دې تر شاو تړم اودخپل دادا تر مخ به دې حاضر کړم . تا ته به همغسې اوسپنیزه پنجره تیاره کړم تر څو د طوطي په څیر په کې پروت اوسې. اوبیا به همغه پنجره چې ته پکې پروت اوسې د خپل ځان مخې مخې ته وړم اوسمر قند ته به دې ور ننه باسم .
د تیمورلنګ لمسې چې کله خاموشه شو ، نوعلي پاشا ورته وویل :
د تیمورلنګ لمسیه ، زه به تر سمرقنده په پنجره کې ناست له تاسره نه ځم ، که چیرې زما خداې ، زما مالک او زما مرستندوې ته منظور وي نو دجنګ په دې ډګر کې به زه پر تا غالبیږم او زه تاته یقین درکوم چې زه به تر ثمرقنده پورې نه ، بلکه ستا لاش به تر هغه ځایه پورې ځي. اوس ځان جوړ کړه چې زه درباندې حمله کوم . که زما حمله درولې شی نو ویي دروه ، ددې خبرې سره سم علي پاشا دتیمورلنګ پر لمسی باندې ور هئ کړل .
تر ډیره پورې یې یو په بل باندې ځان وړونکی حملې کولې ، یو بل ته یې د تورې د فن ، د ډال د استعمالولو دفن او د زاویي د بدلون په اړه او …. خطرناکې حملي رواني وې ، په دې حملو کې علي پاشا ډیر زر د تیمورلنګ په لمسي باندې غالب شوې و خو یو ځل بیا د زاویي په بدلون سره علي پاشا د تیمور لنګ لمسي ته یوه موقع ورکړه خو بیا یې خپل توره په داسې شان پرې را خوشې کړه چې د تیمورلنګ د لمسې اوږه یې ور پرې کړه .او ان د هغې د شا څخه ووته ، دتیمورلنګ لمسي د آسه پریوت او چیغو اوسورو یې ټول میدان و نیو. کله چې تاتاریانو خپل سالار په وینو رنګ د آس نه راپریوتې او پر زمکه لوغړیدلې وکوت ، نودهغوې تر منځ یو هنګامه جوړه شوه ، او په ډیره بیړه دتیمور لنګ په لښکر کې دا خبر خپور شو چې دسلطان بایزید یلدرم سپه سالار علي پاشا د تیمور لنګ لمسی وواژه .
دخبر په خبریدو سره سم دتیمورلنګ ددوو لکو لښکرو تر منخ د افراتفري یو ډیر بد حال را پیدا شو ، علي پاشا او د بایزید زوې ددې افراتفري څخه پوره ګټه پورته کړه ، د سترګو په رپ کې د ښار دروازې پرانستل شوې اوښاروال هم دخپل لښکر سره یو ځاې د انقرې د ښاره راووت ،اوپه تاتاریانو باندې یې حمله وکړه .
اوس نو د تیمور لښکر ددرې اړخونو څخه له منځه تّه. د تیمورلنګ ددې لښکر نه کوم وارث و اونه کوم لارښوداو دجنګ قومنده ورکونکې و، ددرې اړخونو څخه دهغوې عامه وژنه پیل شوي وه ، هغوې نه د شمال لورې ته تښتیدلې شول ځکه دهغه لورې علي پاشا ددښمن دځپلو له پاره تیار کار پیلکړې و . په دې اساس په ډیره چټکۍ سره د هغوې د فوځونو شمیره مخ په کمیدو شوه ، اودجنوب له اړخه پرې همداسې کیفیبت د بایزید زوې ولیعهد محمد راوستي و .
اوس نو دهغوې د ځانونو دخوندي کولو له پاره یواځی یوه لاره وه اوهغه هم دهیلس ددریاب په لور .نو کله چې هغوې متیقین شول چې جنګ کول بې کاره دي ،او ماتې دهغوې مقدر ګرځیدلې ده نو بیا هغوې ټول د هیلس ددریاب غاړې ته را وتښتیدل. خو دې لورې ته تیښته هم څه اسانه کار نه و..
علي پاشا ، ولیعهد محمد او د انقري ښاروال دهغوې داسې تعقیب کړل چې په تیزۍ سره یې دهغوې وروسته ټول دتیغه تیرول او دهغوې شمیره یې بیخي را ښکته کړه ، هغوې چې خوندي پاته شوی و دخپلو اسونو سره یو ځاې د هیلس په دریاب کې ځانونه ور واچول خو علي پاشا ، ولیعهدمحمد او دانقری ښاروال هغوې ته د تیښتې فرصت هم نه ورکاوه ، ځکه هغوې غوښتل د خپلې پخوانۍ ماتې بدله واخلي ، په دې خاطر ډیرو لږو ته د دریاب څخه د تیریدلو فرصت تر لاسه شو . دهیلس ددریاب اوبه د تیمور لنګ د لښکر په وینو باندې سرې وې .
د تیمورلنګ لښکرو ته د ماتې د ورکولو وروسته دهغوې هغه کسان چې ژوندي نیول شوي و هغوې ټول یې په یوه ځاې کې سره راټول کړل ، اوبیا علي پاشا د جنګ په میدان کې هغه ځاې ته راغې چیرې چې دتیمورلنګ د لمسی لاش پروت و هغه د خپلې خورجین څخه یوه بڼکه را وویسته ، هغه یې د تیمورلنګ د لمسي د وجود څخه په تلونکې وینه کې ککړه کړه ، پر هغې یې یو خط و لیکه ، لږه شیبه یې د خولي په پوکې هغه په وینه لیکل شوې خط وچ کړ. اوبیا یې هغه کاغذ سره قط کړ او په خپله خورجین کی یې وا چاوه .
هلته نژدې ولاړ ولیعهد محمد او د انقري ښاروال د علي پاشا دا ټول کړچار د نژدې څخه کوت . په دې وخت ولیعهد محمد دعلي پاشا څخه وپوښتل .
وروره ! تا خود تیمور لنګ د لمسي په وینه باندې دا کاغذ ولیکه ، ایا زه ددې په مقصد او مطلب باندې پوهیدې شم ؟
علي پاشا دخپله ځایه راپورته شو او وليعهد ته یې وویلې :
زما وروره ! له ماسره را ځه ، ته به په خپله وګورې چې زه ددې لیک څخه څه ډول کار اخلم.
ولیعهد محمد او د انقري ښاروال چپ چاپ د علي پاشا پسې روان شول ، علي پاشا دوې هغو عسکرو ته راوړل چې دتیمورلنګ د لمسي دلښکر خلک و . علي پاشا دهغو بندیانو څخه یو د خپل لاس په اشارې سره راوغوښت . بیا د تیمور دلمسي په وینو لیکلې کاغذ یې دهغه په لاس کې ورکړ او ورته یې وویل :
زه تاسې ټول ازادوم . تاسې بیرته خپل پړاو ته تللې شئ ، دغه کاغذ باندې ما دتیمورلنګ د لمسي په وینه یو لیک لیکلې دې ،کله چې تاسې خپل پړاو ته ورسیږئ نو دا کاغذبه شهنشاه تیمورلنګ ته ور کړئ ، اوس تاسې ټول ازاد یاست ، تاسې تللې شئ.
دعلي پاشا ددې پریکړې څخه بندیان تاتاریان ټول ډیر زیات خوشحاله شول. بیاد هغوې څخه یود علي پاشا خوا ته راغې او په ډیر عجز او انکسار سره یې وویل :
مونږ ستا ممنون یو چې مونږ ته دې ازادي راکړه ،او مونږ دې پریښودو چې بیرته خپل پړاو ته ستانه شو . خو ته به له مونږ ه سره یوه بله مهرباني هم وکړې ،ته پوهیږې چې مونږ دومره اوږود واټن په پښو نه شو وهلې ،نو مونږ ته اجازه راکړه چې په هغو اسونو چې مونږ سپاره راغلي و بیرته په همغو اسونو سپاره ولاړ شو .
علي پاشا ورته ددې اجازه هم ورکړه ، هغوې په ډیرې خوشحالۍ سره هغه لورې ته ولاړل چیرې چې ددوې آسونه تړل شوي و. هلته یې خپل آسونه و لټول اوبیا چې کوم آس کوم یو ته په ګوتو ورته ، په همغه یې پښه اړوله اودخپل پړاو په لور ور روانیده . علي پاشا او ولیعهد محمد هم دهیلس له دریابه را تیر شول .هغوې د همدې غرنیو لمنو څخه تیر شوې و او د تیمورلنګ په لښکرو باندې یې یرغل ور وستې و . د انقري ښاروال هم بیرته خپل لښکر د انقري ښار کې خپلو ځایو ته یوړ او په ښار کې یې ځان د پخوا په څیر یو ځل بیا په محاصره کې واچوه .
***** ۵۱
هلته په پړاو کې تیمورلنګ جشن جوړ کړې و . په دې جشن کې تیمورلنګ سلطان بایزید هم د اوسپنې د پنجرې څخه را ویستلې و او په جشن کې یې را ګډ او ور ته یې د خپل ځان تر څنګ د ناستې ځاې برابر کړې و . دتیمورلنګ سالار نورالدین چې د بروصې د ولکې کولو څخه وروسته کومې خزاني او دسلطان د حرم څه وګړي له ځانه سره راوړي و هغوې یې هم د جشن په وخت کې دنمایش له پاره خلکو ته وړاندي کړل . سلطان بایزید ته یې هم د هغه یوه جوړه کالي ورکړل چې وایې غوندی ،خو هغه د هغوکالیو د اغوستلو څخه ځان وژغوره ، مګر هغه چپنه یې چې دهغه د کوره د بروصې څخه را وستی وه هغه یې ورته په زور واغوستله ، هغه ته یې په زور عمامه (لونګۍ) ور په سر کړه او دشاهنشاهي نښې په څیر یې هغه امصا هم په لاس کې ورکړه چې هغه به تل له ځانه سره په لاس کې ګرځوله .
ددې ټولو هر څه وروسته تیمورلنګ د جشن د پیلولو حکم وکړ . او ټولو هغو وینځو او د سلطان د حرم ښځو ته یې چې د بروصې څخه نورالدین را وستې وې ، حکم وکړ چې د خپلو سالارانو نه علاوه د اروپا نه راغلیو میلمنو ته هم شراب ورکړي ،
دبایزید له پاره دا حال د زغم وړ نه و . په داسې حال کې چې خپل شاهي کالي یې په ځان کې و او ولاړ و نو ورته یې همغه شراب ور وړاندې کړل چې د خپلې نوې ناوې« ډسپنا» د را واده کولو وروسته یې د هغې په څښلو پیل کړې و. خو سلطان د شرابو د څښلو څخه منه والي وکړ . دهغه سترګې د سلطنتي کورنۍ په ټولو هغو ښایسته او ښکلو وینځو ، ښځو او نجونو باندې نښتې وې چې شر اب یې خلکو ته ورکول .
د بروصې ددې ښځواونجونو څخه یې د شرابو د ورکولو کار اخست . په دې ډله کې د سلطان بایزید نوې محبوبه ډسپنا هم شامله وه . دبروصې هغه ښکلې او ښایسته ښځي چې نورالدین نیولې وې او له ځانه سره یې راوړې وې د هغوې یو شمیر داسې وې چې ددې نه مخته یې دحرم څخه بیرون هم قدم نه و ایښودې . دهغوې حسن او ښکلتیا بې مثاله وه ، خو تیمورلنګ هغوې دومره ذلیلې اورسوا کړې چې هغوې بې چاره ګانو په لوڅو ځانو خلکو ته د شرابو ورکول پیل کړ ل .
په دې جشن کې د اروپا دحکمرانانو څخه علاوه داسیا څه پادشاهان هم ناست و چې تیمور لنګ ددې جشن له پاره په ځانګړی توګه را بللې و. په دې وخت کې ټولو پادشاهانو د سلطان بایزید یلدرم په لورې کتل . یوشمیر د سلطان په حال باندې حیران و او په تعجب یې ورته کتل ، یو شمیر نورو غوښتل چې ښه او نرم سلوک ورسره وشي ، خو بایزید په خپل ځاي باندې چپ چاپ ناست و او هغو شرابو ته چې تر مخ ورته ایښول شوي و لاس هم ور نه وړ .
هغه وخت چې د فتحې دا جشن په پوره جوش کې و نو دتیمورلنګ ساتونکې دننه راغې ، دهغه مخ باندې د اندیښنو سیورې را پریوتې و . هغه تیمورلنګ ته را نزدې شو او په ډیر رازدانه توګه يي ورته وویل :
اقا!د انقري څخه یو څو کسه سواره راغلي دي ، هغوې غواړی له تاسره ووینی.
تیمورلنګ هغه وخت د شرابو او فتحې په جشن کې مست و ، خپل ساتونکي ته یې وویل : ته دا خبرې ولې دومره پټې ماته کوې ؟ په لوړ اواز یې ووایه تر څو زما تر څنګ ناست بایزید یې هم واوري ، بایزید ته وګوره د هغه زوې موسې هم دلته ناست دې . هغه خبره چې ته کوې دهغوې غوږونو ته یې هم ورسوه ، ددې نه علاوه دلته چې په دې جشن کې څومره خلک ناست دی هغوې ټولو ته یې هم اعلان کړه . ځکه چې زه ډاډه یم چې د انقري څخه چې کوم سواره راغلي دي هغوې به خامخا زما د لمسي محمد د فتحې خبر راوړي وي .
په دې وخت کې د تیمورلنګ ساتونکې غوښتل څه نور هم ووایي ، خو تیمورلنګ پرلپسې خبرې کولې اوده ته یې د ویلو فرصت نه ورکاوه ، هغه یو ځل بیا خپل ساتونکی ته وکتل او ورته یې وویل : اوس نو ته ما په خبرو کې مه را نښلوه او دجشن دا خوشحالي را باندې مه کموه . ولاړ شه اود انقرې څخه د راغلي سورو څخه چې کوم یې ډیر مهم دې ماته راوړه ، هغه چې څه وایی نو وابه یې ورم . ځکه زه ډاډمن یم چې هغوې به ماته زما د لمسي د سوبي خبر راوستې وي . اوس ورځه ، وخت مه ضایع کوه ،دهغوې د ډلې څخه یو کس ماته را واستوه ، تر څو دخپل لمسي د پیغام څخه خبر شم .
څرنګه چې ساتونکی غوښتل تیمورلنګ ته لږ څه نور هم ووایی خو د تیمورلنګ وینا هغه په شک اوتردد کې واچاوه ، هغه د ډیر یو تذبذب په حال کې د تیمور لنګ د خوا څخه لري شو او ولاړ .
د تیمورلنګ او د هغه د ساتونکې تر منځ خبرو سلطان بایزید او دهغه زوې موسې هم متوجه کړی و . هغوې هم په ډیره توجه او غور سره د هغوې خبرې اوریدې . اوس نو سلطان بایزید اودهغه زوي موسې د تیمورلنګ د سترګو لاندې هغه لورې ته کتل چې ساتونکې ترې راغلې و.
لږه شیبه وروسته یو وسله وال کس تیمور لنګ ته راغې ، زمکې ته یې کتل او تیمورلنګ ته یې احترام وړاندې کړ. او ورته يي وویل:
اقا! ستا ساتونکي زه تاته را لیږلې یم . زه د انقرې څخه راغلي یم اوله ماسره تاته یو پیغام دې .
تیمورلنګ په ډیر غور سره وسلوال ځوان ته وکتل ، او ورته یې وویل : چې که له تاسره کوم پیغام وی نو ولي ځند کوې سمدستي یې ووایه .
په دې وخت کې هغه ځوان خپلو کالیوته لاس کړ او د یو قط شوې کاغذ یې د تیمور لنګ په لاس کې ورکړ ، اوبیا په ډیر افسوس سره وویل : اقا ! هغه څه چې زه ویل غواړم ، زما په ژبه باندې ښه نه شکار ی چې وي وایم ، ته پخپله خط ولوله ، دا لیک د بایزید یلدرم دسپه سالار علي پاشا له لورې دې .
د علي پاشا د نوم به اوریدو سره د سلطا بایزید او دهغه د زوې موسې په سترګو کې یو قسم نور او رڼا را پیدا شوه ، او په ډیره بې قرارۍ سره يي کله تیمورلنګ ته اوکله هغه وسلوال ځواته کتل چې د خپل لښکر څخه دلته راغلې و.
دسلطان بایزید د سترګو تر مخ تیمورلنګ هغه کاغذ پرانست ، دا همغه کاغذ و چې علی پاشا د تیمورلنګ د لمسی په وینه لیکلې و . کله چې تیمور لنګ هغه کاغذ لوست نو سلطان بایزید اودهغه زوې موسې هم په هغه لیک باندې سترګې نښلولې وې. او په ډیره چټکۍ سره یې په وینو لیکلی دا کاغذ ولوست . په دې کاغذ کې لیکل شوي و:
تیمورلنګه ! ته دخپلو وینه تویونکو ارزوګانو له پاره یو حیله ناک ، ظالم او د انساني اخلاقو نه عاري انسان یې . ته د خیر وشر تر منځه د توپیر نه خبر نه یې . ته کولې شي په لارو کې صلیبونه و دروې اوپه لاسونوکې خلکو ته دمیخونو دټک وهلو پوهه و لرې ، اې د سمرقند لیوه ! واوره ! هغه خبر چې زه ددې لیک په واسطه تا ته درکول غواړم ، دهغه په اوریدو به ستا حهره په خولو کې ډوبه شي او ستاپه سترګو کې به د فنا فکر را خپور شی . اوستا حال به په تیږو کې د بیدونکي ویني په څیر وګرځي .
تیمور لنګه !ستا ژوند په وینه تویونکو تعبیرونو باندې ولاړ دې ،ته د نورو د وینو په واسطه د خپلوغوښتنواو هیلو رنګینونکې یې ، خو نن ما ستا د ځان آینه کې زنګ او ستا د روح په ساغر کې زهر وا چول .
دا لیک زه علي پاشا تاته لیکم . تا به اوریدلې وي چې علي پاشا د سلطان بایزید یلدرم یو سالار دې. تیمورلنګه ،علی پاشا به ستا له پاره دزهرو یوه بګوله ،اودسلطان بایزید له پاره د هغه یو خدمت ګار او دهغه په غم کې دهغه ملګری او دهغه ممنون او مشکودر زوې اوسي .
تیمورلنګه ! دالیک چې دا اوس یې ته لولې ، ما ستا دلمسي ، ستا د ولیعهد محمد په وینه لیکلي دې ، د انقري به جنګ کې ما هغه ته ماتې ورکړه اوهغه مې له منځه یوړ . تیمورلنګه ! اوس نو خپله اوزمونږ سوبه سره موازنه کړه ، هغه جنګ چې تا زمونږ سره پخوا وکړ نو په هغه کې تا زمونږ نژدې څلویښت زره سپاهیان له منځه یوړل ،او زمونږ محترم سلطان بایزید دې له ځانه سره قیدی کړ .
هغه جنګ چې مونږ د انقري په چاپیریا ل کې ستا د لمسي اوولیعهد محمد سره وکړ نو به هغه کې مو ستا نزدې دوه لکه فوځونه له منځه یوړل اوستا لمسي محمد مو قتل کړ . اوس ته په خپله فکر وکړه چې په دې جنګ کې څوک فاتح دی ، ته ، او که مونږه . زه پوهیږم چې ددې لیک په لوستلو سره به هغه جشن چې ته یي همدا اوس لمانځې ودروي ، اوستا جشن درول به ددې خبرې ګواه وي چې تاته فتح نه بلکه ماته درکړل شوي ده .
تیمورلنګه ! ته څه فکر کوې چې ته به زمونږدترکانو جرأت هسې په ټوکو مسخرو باندې واخلې ؟ او زمونږد تاریځ طلایی باب به له یوه سره له منځه یوسې ، هیڅکله هم نه ، مونږدخپلې زمکې امینان یو ، تیمورلنګه! اوس خو اصل جنګ پیل شو، یواځې دوه درې کاله نه ، بلکه مونږ تر پیړیو پیړیو پورې ستا سره دمقابلې توان لرو. زمونږد سلطان په پنجره کې د بندولو څخه تا څه فکر کړې چې ته به فاتح وګرځې ؟ مونږ به دلوح و قلم رڼا شو او تا به تعقیب کړو . تیمورلنګه ! مونږ په خپلو کوڅو کې د وینو خوب ، په سترګو کې لوږه او ناروغتیا نڅونکې نه شو کتلې .
تیمور لنګه ! ما علي پاشا اود سلطان بایزید زوې ولیعهد محمد د خپلو لښکرو سره ستا لمسې اوستا لښکر له منځه یوړ .او اوس بیرته د هیلس ددریاب څخه تیرشوي یو او په غرنیو لمنو کې ځاې په ځاې شوي یو . که چیرې ته دخپل لمسي د انتقام اخستلو جرأت لرې نوبیا را مخته شه ، ملا وتړه او دغه غرنیو لمنو ته را ننوځه چې مونږ په کې همدا اوس موجود یو . زه تاته د مقابلې بلنه درکوم . که چیرې تا له مونږ ه سره په دې غرنیو سیموکې جنګ وکړ نو په خداې سوګند چې مونږ به ستا د ګوتو سرونو د وینو په چینو باندې بدل کړو .
زه پوهیږم چې زماد لیک په لوستلو سره به ستا د دعا په لاس کې غم ، اندیښنې او مصیبت نه اخوا نور څه پاته نه شي . اې په مسلمان قوم باندې جبرکونکيه سوداګره ! واوره ! ، دا د ستر خداې له اړخه عذاب وګڼه . تیمور لنګه ! ته د اسلامي امت ډیر ستر دښمن یې ، ته تل د خپلو له پاره دشپې صلیب دروی ، ته د غمونو په دې وخت کې دمسلمانانو له پاره تل دترخې وژونکې دوا ګولې تیاروي ، اوس نو دمرګ دغه نشتر ، اودا وینه تویونه لږ څه د ځان له پاره هم قبوله کړه ، تیمورلنګه ! ته فاتح نه یې بلکه مفتوح یې ، مونږ تاته ډیر بده ماتې درکړې ،تا زمونږ څلویښت زره عسکر له منځه وړ ي خو مونږ ستا دوه لکه له منځه یوړل ، خوتیمورلنګه ! مونږ تښتیدلې نه یو . همدلته یو ، که چیرې همت لرې نو دغه غرنیو لمنو ته راشه او بیا مقابله و ګوره .
د علي پاشا دغه خط چې د تیمورلنګ د لمسي په وینه یې لیکلي و همدلته ختم شو . ددې لیک د لوستلو نه وروسته د تیمورلنګ حالات داسې بدل شول لکه داسمان څخه چې پرې تندر ر ا نازل شوي وی ،دا سې احساس کیده چې د هغه د ذات دداخلي دنیا ټولې سطحې دې خبر لړزولې او ټوټه ټوټه کړی وي .
دخط د لوستلو وروسته تیمورلنګ دلاش په قسم زیړ و ګرزید ، او چپ شو .د هغه سر لاندې پریوتې و. په دې وخت کې په ډیر ه ارامه توګه سلطان بایزید هغه ته وویل :
تیمورلنګه ! تر اوسه پورې په ترکانو کې داسې ځوانان شته چې د خپلې خاورې څخه دګلبڼ د جوړولو په فن ښه پوهیږي .
تیمورلنګ د سلطا ن بایزید ددې خبرو ځوا ب ورنه کړ ، چپ چاپ او په غم کې ډوب پر خپل ځاې ناست و . نو سلطان بایزید یو ځل بیا تیمورلنګ ته مخ کړ او ورته یې وویل:
تیمورلنګه ! وخت ټول عمر یو شانته نه وي . زه تا دخپله ځانه سره بندی کړې یم . بې شکه چې دا به ستا کامیابي اوبرې وې ، خو هغه ضربه چې زما زوې علي پاشا تاسې ته درکړې ده هغه هم کمه نه ده . دې ته د قدرت احتساب وایې او دا د خداې له اړخه مکافات وګڼه . تیمورلنګه ! زه پوهیږم چې ددې خبر نه وروسته به ته جشن و دروي ، په دې خاطر ما ته اجازه راکړه چې خپلې پنجری ته ولاړ شم ، له ماسره دې خپل ساتونکې ولیږه .
تیمورلنګ په خوله څه و نه ویل ، خپلو څو کسو ساتونکو ته یې اشاره وکړه ، اوهغوې سلطان او دهغه زوې موسې د پنجری په لور یوړل اوهلته یې بند کړل. موسې دخپل پلار د پنجري مخته کیناست .
سلطان په پنجری کې ناست په څه فکرونوکې ډوب و ،ناڅاپه په سجده شو او په ډیره عاجزۍ سره یې خداې ته سوال وکړ .
اې قدوس خدایه ! اې مهربانه خالقه ! یا حي یا قیوم ! تا په څومره ښه توګه ظالمانو ته د هغوې د کړو سزا په همدې زمکه باندې ورکړه ، اې زما ربه ! تا چې زمونږ نصرت او کومک کړې زه ستا د ډیر عاجز بنده په حیث دهغې ډیر زیات شکر کونکې او ممنون یم .
ددې سره سم سلطان د سجدې څخه را پورته شو اوبیا پر خپل ځاې تر ډیره پورې په فکر کې ډوب ناست و چې یو ناڅاپه ورته فکر راغې ، اوداوسپنې د پنجرې څخه یې بیرون کتل او ویل یي :
علي پاشا زویه ! تا د وطن ګټو ته تازه روح او نوې جرأت ورکړ . تا څومره په حکمت سره دښمن په خپلو وینوکې لت پت کړ .اې زما دقوم اوناموس ساتونکیه ! زه ستا جرأت ، میړانې ، شجاعت او بهادرۍ ته سلام کوم . زویه ! تا په څومره ښه کمال سره د تیمورلنګ فکر ونه خپاره کړل ، او دهغه اطمینان او ډاډ دي په وینوکې و لمباوه ، دهغه د فوځ غرور دې ور مات کړ ، اود هغه امیدونه اوهیلې دې په ویره او بې غیرتۍ بدلې کړې ، زما زویه ! ته رښتیا هم دخپلو زمکو د ازادۍ یو ستر عزت ،د خپل وطن د قوت او عظمت ستر ه نښه یی .زه یو ځل بیا ستا ځان ځارني ، ستا سر تیرۍ ، ستا عظمت او ستا جرأت ته سلام وړاندې کوم .
سلطان تردې ځایه خپل فکر کې روان و خو ودرید، ځکه چې هغه ته د تیمورلنګ د لښکر څخه د کومې ښځې د تکلیف چیغې ، ژړا او په زوره زوره واویلا تر غوږو شوه ، په دې وخت کې سلطان د خپل ځان سره نزدې ناست خپل زوې موسې ته غوښتل څه ووایي چې ټکان یې و خوړ . ځکه چې د سلطان ښځه ډسپنا دهغه دپنجري په لور را روانه وه.
څنګه چې دسلطان زوې خپل ناسکه مور ډسپنا د پنجری په لور را روانه وکتله ، نو دهغې د عزت او دهغې عظمت په خاطر د خپله ځایه پورته شو. ډسپنا را نزدې شوه او په خندا یې موسې ته د بیرته کیناستو اشاره وکړه ،او په ډیره خوشحاله خوله یې موسې ته وویل :
زما زویه ! په خپل ځاې کینه !
تر څنګ یې ډسپنا په خپله هم په لوڅه زمکه کیناسته ،او د سلطان بایزید اوسپنیزې پنجری ته یې تکیه وکړه ، خو پخوا له دې چې سلطان ورته څه ووایي ډسپنا ورته مخ کړ او ویی ویل :
ما ته تیمورلنګ د بندې خانې او غلامۍ څخه ازادی راکړه او ستا تر څنګ یې داوسیدو حکم راته وکړ . اوس به زه دخپل زوې موسې په څیر ستا د پنجري تر څنګ ناسته یم او ستا خدمت به کوم .
د ډسپنا په دې خبرو باندې د سلطان په مخ د اطمنیان اوډاډ نښې را ښکار ه شوي .
ډسپنا ! ته یې اورې کومه ښځه ژاړي ، چیغې وهی، ..ایا تو پوهیږي چې دا به څوک وي ؟
دسلطان بایزید په دې خبره ډسپنا په ډیره ارامه توګه او په محبت سره سلطان ته وویل چې :
هغه ښځې چې ژړا او واویلا کوي هغه یوه د تیمورلنګ نګور ، دهغه د لمسی محمد ښځه اوبله د مړشوي ولیعهد مور ده . هغوې ته دعلي پاشا په لاسو دتیمورلنګ د لمسي د وژلو خبر ورکړل شوي دې .
سلطان بایزید یلدرم تر یوه وخت پورې چپ ناست و . خو وروسته یې بیا ډسپنا ته وویلې :
ډسپنا ! زما زوې علي پاشا تیمورلنګ ته یولیک را استولې دې . کیدې شې د خط د مضمون په اړه به تاته چا څه ویلي وي ، کله یې چې دا خط تیمورلنګ ته راوست ، نو په هغه وخت کې هغه جشن لمانځه ، زه هم هلته د تیمورلنګ تر څنګ ناست وم ، ما هم هغه خط ولوست ، هغه لیک علي پاشا د تیمورلنګ د لمسی په وینه باندې لیکلي و او رالیږلي یی و. په هغه کې یی ورته لیکلي و چې که تا زمونږ څلویښت زره عسکر وژلې نو ما ستا دوه لکه له منځه وړې دي ، هغه په دغه لیک کې تیمورلنګ ته چلنج هم ورکړي و چې که رښتیا هم جنګجو وی نو د هیلس ددریاب څخه دې را تیر شي او دغرونو دغه لمنو ته دې دجنګ اوانتقام له پاره راشي . زه او ولیعهد محمد به ورته منتظر اوسو . ډسپنا ! ګوره چې تیمورلنګ به دعلي پاشا ددې لیک ځواب څه ډول ورکوي ، ایا دهغه پرخلاف به کوم عمل کوي او یا دهغه پرخلاف به دغه غرنۍ سیمې چې علي پاشا او زما زوي محمد په کې دي ، محاصره کوي .
په دې وخت کې د ډسپنا په مخ باندې خندا را خپره شوه . بیا یې سلطان ته وویلي :
درونده سلطانه ! دا تیمورلنګ هیڅ هم نه شي کولې ، هغه د علي پاشا چلنج نه دې منلې ، بلکه زه به تا ته دا ډاګیزه کړم چې تیمورلنګ خپل لښکرته د سمرقند په لور د کوچ کولو حکم کړې دې . کیداې شي هغوې د هیلس ددریاب په غاړه په غرنیو لمنو کې د علي پاشا او ولیعهد سره مخامخ کیدل نه غواړي ، زه فکر کوم چې په همدې خاطر هغه ددې ځایه دکوچ کول تابیا کړی ده ، هغه ددې نه ویریږي چې هسې نه چې علي پاشا اوولیعهد محمد پرهغوې دلته هم یرغل را نه وړي .او ددې لښکر ته نه تلافی کونکي زیان ور ورسوی.
د ډسپنا داخبره سهي ثابته شوه ، ځکه چې لږه شیبه وروسته تیمورلنګ خپل پړاو ختم کړ او هر څه یې په اوښانو او نور و باریدونکو حیواناتو باندې بار کړل او هغه اته لکه لښکر يي چې د سمرقند څخه له ځانه سره راوستی و او په هغه لښکر کې دخوشحالۍ نغاری وهل کیدی او د سوبي او فتحې جشنونو له پاره په کې تیارې نیول کیده ،اوس د هغې څخه د تیمورلنګ دلمسي په ګډون دوه لکه له منځه تللي و. کله چې تیمورلنګ د شپږو لکو لښکرو سره بیرته د سمر قند په لور ته ، نو بیا په هغه لښکر کې یې د خپل لمسي په غم کې تورې جنډي پورته کړې وې . او هرې لورې ته چپه چپتیا وه.
پرلپسې لري …..