لر او بر ته د طالبانو لخوا د کابل د کنفرانس به باره کی اعلامیه رارسېدلې چی متن یې په دې ډول دی :
دکابل دکانفرانس په اړه داسلامي امارت اعلامیه
دامریکایانو اودهغوئ دایتلافیانوله لوري دتیرو ناکاموکانفرانسونوپه تعقیب داځلې په کابل کې دکابل کانفرانس ترنامه لاندې په یرغلګر ایتلاف کې دشاملواو یو شمیرنورو هیوادونو غړي،ظاهراددې لپاره راغونډشول چې د کابل مزدورې ادارې ته دافغانستان دراتلونکو اداري اوپوځي صلاحیتونو دورسپارلو ،له هغوئ سره دمرسته کولو اودهغوئ له لوري دپخوانیو مرستو دلګښتونودوجوهاتوپه سربحث وکړي.
سره له دې چې د دغه کانفرانس دیوې ورځې امنیت لپاره دامريكايانوله لوري ۱۲۰۰۰بهرني اوداخلي پوځیان ګمارل شوي وو، دکابل ځمکه اوفضا دپوځي الوتکو اوامنیتي وسایلو ترڅارنې لاندې اوله تیرو دوو ورځوراهیسي په کابل کې دخلګوپه تګ راتګ مطلق بندیزلګیدلی وو ،خوبيا هم مجاهدین وتوانیدل چې دکابل په نړیوال هوايي ډګرباندې دتوغندویوپه وارولوسره دکانفرانس ګډون کونکوته خپل پوځي لاس بري ښکاره کړي اودکانفرانس په تالارکې دګډونوالو د آرامي شیبې په ویرې او وارخطايي وربدلې کړي.
داکانفرانس دنړیوالې ټولنې لخوا دکابل مزدورې ادارې ته دپوځي ،اداري اواقتصادې صلاحیتونو دورسپارلو په پلمه څو ورځې ترهغه وروسته دایریږي چې خپله دهمدې ادارې مالي چارواکو اعلان وکړ چې یواځې په تیرودریوکلونو کې دکابل هوايي ډګرله لارې دبهرنیو مرستو له جملې نه څلورملیارده اودوه سوه ملیون ډالره بهرته قاچاق شوي ،اوهمداراز یوه اونۍ مخکې له فسادسره دمبارزې په نوم موسسې دخپلې ترسره کړې سروې دارقاموله مخې رپورټ ورکړ چې په تیریوه کال کې دکرزي اداري چارواکو له افغانانو څخه یوملیارد ډالره رشوت ترلاسه کړی.
دمالي بې بندوباره فساد ترڅنګ د دې ادارې امنیتي اوپوځې حالت دې کچې ته رسیدلی چې د۱۵۰۰۰۰بهرنیو ځواکونوله موجودیت سره سره د دغې ادارې مشر دکابل په زړه کې دځمکې له لارې دتګ کولو جرآت نشي کولای اوله ارګ نه ترانټرکانټننټال هوټل پوري یې پوځي الوتکې ته ضرورت پیښیږي داخوپریږده چې له کابل نه بهر دهغې دحاکمیت څرک ترسترګوشي. خوله دغوټولو نیمګړتیاووسره سره بیاهم دامریکایانو په دستوردکابل غلامه اورسوا اداره په افغانانو تپل کیږي او نړیوالې ټولنې داومنله چې په دغه کانفرانس کې دافغانستان راتلونکي اداري،پوځي اومالي صلاحیتونه دغې شړیدلې ناکامې اومفسدې آزمایل شوې ادارې ته وسپاري. دکابل تش په نامه اوبې نتیجې کانفرانس داوښودله چې امریکایانو نور دافغانستان دقضیې په اړه دحل ابتکار له لاسه ورکړی اوهرهغه څه چې ددوئ له لوري د دغې لانجې دحل په نامه ترسره کیږي هغه مخکې ترمخکې په ناکامي محکوم دي ، اودوئ هم چې هرڅه په دغه پلمه ترسره کوي هغه په حقیقت کې دلانجې داوږدولواو په افغانستان کې دبهرنیانودلا ښکېلولو لامل ګرځي او داهغه څه دي چې افغانان یې نه غواړي اومقاومت به لانور هم ورسره زیات شي .
دکانفرانس له شیندلې اونامالومې محتوا نه هم داسې مالومیږي چې امریکایان اونړیواله ټولنه غواړي په یو ډول نه په یو ډول نورهسې له افغانستانه پښې سپکې اودلته دراتلونکې تباهي ،ناکامي اورسوايي بار دکابل دبيواکه ادارې په غاړه ور واچوي. ځکه دافغانستان هغه اداري ،امنیتي ،مالي اواقتصادي ستونزې چې امریکایان یې په تیرولسوکلونوکې په حل کولو ونه توانیدل څرنګه به ممکن وي چې په دغه پنځه ساعته اوله اضطراب نه ډک کانفرانس کې دې دقیقې اوهراړخیزي وڅیړل شی ،دحل لاره دې ورته پیدا اوموضوع دی فیصله شي هغه هم په داسي حال کې چي دکانفرانس ځیني میلمانه دخطراوتهدیدله وجې څوک له کابل نه سوونه کلیومتره لیرې په قزاقستان کې کښته شول اوچایې په سیمه کې دامریکا تر ټولو لوی نظامي مر کز باګرام ته پناه ور وړه اوله هغه ځایه داشغالګرو امریکایانو په جنګي چورلکو کې کانفرانس ته یووړل شول ؟ .
امریکایان غواړي په افغانستان کې له خپلې ماتې اورسوايي څخه دنړیوالو دپام اړولو په منظور دکابل کانفرانس په څیردغسې بي ځایه اوبي ګټې هلې ځلې په کارواچوي ،نه د دې لپاره چې دهغه په وسیله دافغانانو بدې ورځې ته دپای ټکی کیښودل شي. دافغانستان اسلامي امارت د پخوا په څیر اوس هم دامریکایانواودهغوی دمتحدینو اشغال اوپه افغانستان کې دهغوئ دیرغلګروځواکونوموجودیت دافغانانو اوپه مجموع کې دټولې سیمې لپاره دتباهي ،نا ارامي اوبدمرغي یواځینی عامل بولي او ددغه بدمرغه عامل دله منځه وړلو یواځینۍ لاره له افغانستان څخه دهغوئ دعاجل اوبي قید اوشرطه وتل ګڼي.
لهذا دافغانستان اسلامي امارت دکابل کانفرانس اوپه هغه پورې ټولو تړلو پریکړوته دافغاني لانجې داوږدولو لپاره دامریکایي فتنه جوړونکو پلانونو په سترګه ګوري اوپه ټولونړیوالوغږکوي چې نوردي دامریکا په بې نتیجې او ړندو پلانونوپه پټو سترګو دملاتړ مهرونه نه لګوي ،او دافغانستان دقضیې په اساسي او واقعي حل کې دي په داسې ډول مرسته وکړي چې هم افغانان او هم بهرنیان له مشکلاتو ووزي . اسلامي امارت به دلوی خدای جل جلاله په نصرت اودخپل مسلمان ملت په ملاتړ خپلې برحقې مبارزې ته ترهغوپوري دوام ورکوي تر څو چي ددي موضوع اساسي او واقعي حل نه وي رامینځ ته شوی اوپه دغه خپلواک هیواد کې دافغانانودخوښې اسلامي حاکمیت پلی شوی نه وي که په دې برخه کې نړیوال بې غرضه او مخلصانه هلی ځلی وکړې اسلامي امارت به یې هرکلی وکړي .
دافغانستان اسلامي امارت
۲۰/۷/۲۰۱۰