څو ورځي وړاندي د HDS موسسې صحي كاركوونكي چي دميوند ولسوالۍ د لوى كاريز په مربوطاتو كي د كندهار ښار ته په لاره کي د نامعلوموسله والو كسانو له لوري تښتول سوي وه، خوشي سول.
نوموړي كسان د ميوند ولسوالۍ د ولسوال، قومي مشرانو او شوراء د غړو په هلوځلو د ميوند ولسوالۍ ته صحي سلامت تسليم سول.
دكندهار ولايت دعامي روغتيا رئېس ډاكټر عبدالقيوم پخلا د برمته سوو صحى كار كوونكو په خوشي كيدو خوښي وښوده او وويل(( ډاكټران په هيڅ سياسي ډلي پوري تړلي اشخاص نه دي د دوى يوازنى هدف خلګو ته صحي اسانتياوي برابرول دي هغه اشخاص كه په هر نژاد او هر مذهب پوري تړلى وي.))