بسم الله الرحمن الرحیم
په نړي کی چي هر هیواد د بدبختيو سره مخامخ کیږی نو د هیواد چارواکي او مشران لمړي د بد بختیو د سبب څیړني او پلټني کوي، ترڅو د بدبختیو اصلی عوامل را پیدا کړي. او بیا د هغه د مخنوي او یا علاج لپاره داسي افتکار په کار اچوي، چي خپل وقار اي هم ساتلي وي او خپلو هیوادوالو ته اي د خدمت نښانه همدارنګه په عمل کي ثابته کړي وي. راځو اصلی مطلب ته د افغانستان اوسني اداره څو عمده راتلونکي عوامل لری چي منطقه کی د نړیوالو په اذهانو کي یوه ناکامه اداره شمیرل کیږي:
لمړی: په ملګرومیلتو کي د هیواد د استازیتوب نیمګړتیاوی
له بده مرغه د لسو کلونو په اوږدو کي زمونږ هیواد داسي یو استازی ندرلود چي د افغانستان د عامو وګړو د ستونزو او دهیواد بهرني پالیسي اي نړوالوته په واقعي شکل بيان کړي وي، او له هغو څخه اي په میړانه او ایمانداری سره دفاع کړی وي. چي دا په خپل ذات کښی د لویی کمزوري نیښانه ده، په ملګرو میلتونو کی هر استازي په خپل وخت سره د اولس مشر لخوا د شخصي معرفت او یا د د سیاسي ګوند د رضایت لپاره په کار ګمارلي دي، په نتیجه کي په رواني لحاظ پخپله یقین لري چي هغه د دغه پوست لیاقت او توان نلری نو فکر کوی راځه په خپل وخت سره خپل معاش په جوب کي اچوه، او کله نا کله په رسنیو کي خپل ځان مطرح کوه فقط د نامه لپاره او بس. دایو داسي واقعیت دي چي هیځوک لدي ځخه انکار نشي کولاي نړیوالوته هم دا مالومات شته، ځکه کله چي یو کانفرانس پایته ورسیږي نو خلک خبري کوي او خپل نظریات بیانوي، زه باید په ایمانداری سره ګرانو هیوادوالو ته دا ووایم چي ما صرف او صرف د الله تعالي د رضا په خاطر او د زړه له کومي د خدمت په خاطر یو داسي کاري ټیم جوړ کړي وو، چي په علمي ډول د نړي د سمبولیک سستم سره سم او په اینمانداري سره سمبال ټیم وو ترځو خپل هیواد ته خدمت وکړي. او په ضمانت سره د یو کال په اوږدو کي د هیواد والو لپاره داسي خدمت وکړو چي خپله هیوادوال او د هیواد اولسمشرزمونږ په کاري ټیم افتخار وکړي. او ما اقدام وکړ ځانته مي پخپله د جازتیکټ پخپله تیار کړ او پلازمني کابل ته ولاړم او د اولسمشر د نیژدی سلاکار سره مي خبري وکړي. اول هغه موافقه وکړه او ډیر خوشحاله شو، خو څو روځي وروسته اي ماته وویل چي دا کارونه په دی شکل يه مخه نوړل کیزي که ته یو لک ډالره په دی کار کي مصرف کړی نو زه کولای شم چي ځنو مشرانوته سوغاتونه واخلم او بیا دا کار کیدلاي شي چي د اولسمشر لخوا ستا د ټیم د تقرر احکام صادر شي او ته خپل کارته ادامه ورکړي، او که نه مه خپل وخت ضایع کوه او مه د ما وخت ضایع کوه، او بیرته له پاک احساس سره غمجن کاناډا ته ستون شوم . نو اوس د هیواد وال پخپله قضاوت وکړي چي مونږ له داسي اداری څخه د وطن لپاره د خدمت نيښانه لیدلي شو؟ او زما د افغانستان له اوسنیو چارواکو څخه دا پوښتنه ده نړیوال خو پرځای پریږو، آیا په سیاسي ډګر کښی تاسي د خپلو ګاونډیو هیوادونو سره لکه ایران او پاکستان سیالي کولاي شي؟ په ځواب اي ټول پوهیږو نه. د هغه وجه داده چي په پاکستان او ایران کښی د افتکار وړخاوندانوته رشد ورکول کیږي، او د هغوی علم ملي افتخار بلل کیږي خو په افغانستان کي دا واقعیت برعکس دي. زمونږ ناکامی داده چي د خپل د هیواد د وګړي لیاقت او استعداد نشو زغملي او نه کار تري آخستي شو او د هغوي علمیت ځان ته سردردي احساس وو نو ځکه ورک، بي اتفاقه او محتاج یو.
دوهم: د رعیت تګلاره
په اوسني اداره کی درفقات او ملګرتيا چاری په ډیره نا میړانه منافقت او چل بازي سره مخته وړل کیږي، دا باید واضح کړم د هرځه بنیاد چي په غیرصادقانه او مکارنه شکل ایښودل شوي وي هغه نه یواځی چي د رسواییی سره مخامخ کیږي، بلکی د ټولی ټولنی د شرم او سپکاویتوب سبب ګرځي. که د هر کار بنیاد په صداقت او ایمانداری سره کیښودل شي نوهمدارنګه د کار ښکلا مالومیږی، او ټولنی ته ملي غرور او افتخارات ورپه برخه کوي. د میثال په توګه د نړی تجارتي او بانکي سستم په (کریدیت) یعني اعتبار سره پر مخ ځي خو هر کله چي یو کس بي اعتباره شي نو هيڅ جهاني بانک ورسره معامله نکوی، بلکی بی اعتباره انسان ته چی هر ځوک وی د غله په سترګو ګوری . او یو بل ښکاره میثال اي دا دی په غربي ټولنه کي کله چي یو سیاستوال د خپل تنظیم د سیاسي تګ لاري مخالفت کوي نو په ښکاره ډول د انسانی مسؤلیت لوجی خپلو هیوادوالوته د خپل تنظیم د مخالفت اعلان کوي، او خپل دریځ په ښکاره ډول په صداقت سره خپلو پلويانوته بیانوي .
خو زه افسوس په حال د هغه خلکو کوم چي په یوه دسترخان ډوډی خوري اود ارګ په جومات کي په جماعت سره لمونځ کوي او د اولسمشرکرزي سره یوځای سفر کوي. خو په حقیقت کي خپل امر ته غل وي او ناوړه ګټه ترینه آخلي، حتی ډیري سپکی خبری پسی کوي. زه نه پوهیزم چی دا ځه ډول بیعت دي او دا ځه ډول وجدان دي او دا ځه ډول مکارت دي، که مونږ اولسمشر کرزی ته په قهر یو نو زمونږ په ښکاره ډول ورته په غوسه یو ځکه مونږته ای د هیوادوالو د خدمت لپاره موقه نده راکړي، او په ډیره میړانه سره د کرزی صاحب نیمګرتیاوو ته ګوته نیسو. خو ځنی داسي اشخاص هم د کرزي صاحب په کابینه کي لیدل کیږی چي نه دکار او خدمت توان لري. او هم په خپل اولسمشر پسی بد او رد وايی دا هغه واقیعیتونه دي چي ټول هیواد وال اي په خپلو سترګو ویني.
د اولسمشر کرزی صاحب تګلاره:
اولسمشر کرزي پخپله جلسه کي ځنو وزیرانوته ښکنځا کوي او يا په رسنیوکي د ملت د ستونزو په هکله ژاړي، دهغه وجه داده چي په اولسمشر کرزی صاحب باندی ډیر فشاردي ځکه ښه کاري ټیم نلري. که چیرته هغه ښه کاري ټیم درلودي نه به په ده دمره فشار وی او ملت به د کار او خدمت په لاره کښی ترینه راضی وي ، او نړیوالو په افغانستان د ناکامو هیوادونو په قطارکی نه شمیرلی. اولسمشر کرزی خلکو ته ډیری وعدی ورکوی او بیا په هغه وفا نکوی ډیر ښه او صادق شخصیتونه ای له ځان ځخه پخلپه لری کړی دي چي په واقیعیت هغوی غواړي د کرزي صاحب سره مرسته وکړی. ولیکن د کرزی صاحب ځنی نا اهله مشاورين کرزي صاحب ته غلطي مشوری ورکوی، او د ډار احساس کوي که صاقه او ایمانداره کارپوه چارواکی راشي زمونږ اوسني شخصی ګټی به په خطر کي شي .
اوس راځو دا ټول واقیعیتونو را آخلو د نندارتون په هکله ورته په هیواد کی د ننه ګورو، او د هیواد ځخه بهر دغه ننداتون ته بهرننیان ګوری. نو اوس د چا کمښت دی؟ او د چا په نامه دا کمښت تمامیږی؟
د اولسمشرکرزی لپاره په کار دي چي د هیواد د پیاوړيتوب او سوکالي لپاره هلی ځلی وکړي تر ځو اوښیاره او صادق چارواکی په کار وګماری، ځکه اوسني اداری خپل وزن او وقار له لاسه ځخه ورکړي. د فعال او برحاله چارواکو په ګمارلو سره په ادراه کی وزن ښودل کیږي، چي پخپل ذات کی په لوی طاقت بدلیږی. کله چي په اداره کښی طاقت راشي نو بيا ګاوندي او بهرني هیوادونه د مجبورتیا احساس کوی، چی په خپلو پالیسیو کي د افغانستان په هکله تآغیر او تبدیل راولي، او د یوه محکم او با ثباته هیواد پر سترګه ورته وګوری.
دا یو روښانه واقعیت دی چي ګاونډی هیوادونه او نړیواله ټولنه د افغانستان دولت ته د شکیدلی کټ په شکل ګوری، نو کرزی صاحب باید د صادقو چارواکو ځخه کار واخلي له هیواد ځخه بهر د وطن لپاره صادق او کار پوه سفیران واستوی ، او د هیواد د ننه صادق او امین چارواکی په کار وګماري ترځو دا شکیدلی کټ بیرته د یوه منلی هیواد په اداره بدل کړي.
ومن الله التوفیق
د جهانی سولی د مرکز د ځیړنو مسؤل