د کتابونو د چاپېدو د زیریو په لړۍ کې نن یوه علمي او څانګیز کتاب ته وار رسېږي چې د یوه تکړه ځوان لیکوال په مټ او زیار د چاپ په ګاڼه سمبال شوی. هو دغه څانګیز قاموس «انجنیر جاوید کوټوال» ژباړلی او په ډېرو برخو کې یې اړینې زیاتونې کړي دي. یاد شوی قاموس د مستقبل خپرندویې ټولنې له خوا چاپ شوی. دغه کتاب د ۴۵۰ پاڼو په شاوخوا کې چاپ شوی او ښکلې رنګه پوښتۍ لري.
په لومړۍ پوښتۍ یې «د انجنیري فورمولونو قاموس» لیکل شوی او د هغې لاندې یې ژباړه په انګریزي ژبه لیکل شوې ده. همدا پوښتۍ د انجنیري وسایلو په انځورونو ښکلې شوې ده. د کتاب په وروستۍ پوښتۍ کې درمل صاحب د کوټوال په اړه څو کرښې لیکلي چې د پاسه پرې د کوټوال صاحب انځور اېښودل شوی.
د انجنیري څانګې پوهان دغه قاموس د برقي انجنیرۍ، سیول انجنیرۍ، میخانیک انجینرۍ، کیمیا او هوا ایستنې په برخه کې ګټور لاسوند ګڼي او زیاتوي چې د انجنیرۍ پوهنځي برسېره د اقتصاد او ساینس پوهنځي محصلین هم ترې ګټه اخیستلی شي.
دا چې زه د دې برخې څانګپوه نه یم نو ځکه خپل نظر یې په منځپانګه نه شم ورکولی خو د علمي او څانګیز کتابونه چاپېدل د پښتو ژبې د بډاینې لپاره اړين بولم او د قلم له ټولو څښتنانو څخه غواړم تر څو خپل قلم د پښتو علمي-څانګیز کتابونو ته وقف کړي تر څو د پښتو ژبې د علمي پانګې لمن پرې ډکه شي.
تاسو کولای شﺉ دغه قاموس د مستقبل خپرندویې ټولنې له کتابتونونو څخه ترلاسه کړﺉ، او که غواړﺉ د قاموس په اړه خپلې اړینې لارښوونې، نیوکې او وړاندیزونه له کوټوال سره شریکې کړﺉ، په لاندې برېښنالیک ورسره اړيکه ټینګه کړﺉ.
زه د یاد شوي قاموس د چاپېدو له امله خپل ګران ملګري جاوید کوټوال او ټول افغان ولس ته د زړه له تله مبارکي وړاندې کوم او لوی څښتن څخه غواړم چې د دغه ځوان لیکوال استعداد نور هم پیاوړی شي او خپل قلم د تل لپاره د علمي څانګیزو کتابونو لپاره وقف کړي.
لراوبر ویب پاڼه لراوبر يو افغان – تازه خبرونه