سيد عبدالخالق صادق
د هر چا چې مخامخ و مخ ته ناست هغه دلبر وي هره شپه بې د شب قدر، هره ورځ بې د اختر وي د هر چا چې و بغل ته ناست وي يار او ريبار دواړه پريوه خوا بې سپوږمۍ وي، پر دا بله خوا بې لمر وي
غزل
حیات الله ستومان
دګل له پاڼو دګلاب په لمن ږدمه خالونه دشباب په لمن چې لونګینې نغمې وزېږوي زلفې ګنډمه د رباب په لمن دا لېوني دې راته مه رالېږه وژنی امام مې دمحراب په لمن چې لږدمه شم پکې تا ووینم درځمه نور دانقلاب په لمن ستومانه ته چې بې وفا غوندې شوې ژوندون مې تیر شو دعذاب په لمن
غزل
محمدیوسف ندمتګار مزدورزوی لکه پاڼه یم لویدلئ له چناره ما ته مه ګوره چنار ګوره اغیاره
دغرور له هسکو څوکو نه راکوزشه ګوره لږخپلو پښوته په کراره
دلته ژوند په دود ولاړدچا په مینه دلته ډیربیلاری شوي دي په لاره
دلته ښکلي په ادب یو بل ته ګوري پیښور کوېټې کابل تر کندهاره
دلته زور دزورورو اوبه شوئ بیرته روغ څوک تللي نه دي ترخپل ښاره
دلته عشق او مینه پت ددغه خاورې دلته ژوند یاغي باغي دئ نا کراره
دلته یو څه چی نیمګړي دي په مونږ کی هغه ځان پیژندګلوي ده خدمتګاره
سيدشاه خروټي، لندن
ارمان
دي تا دسترګو په هينداره کي چي ځان ووينم لکه الوتی په هوا شم اوم اسمان ووينم
جينیۍکږه وږه روانه،شاته ډير راګوري زه يې په سترګو کي يو شوخ غوندي ارمان ووينم
بس ده ساقي زه دي اشنا سترګو خمار خمار کړم جامونه څه کړم چي د ميو ډک خمان ووينم
چي په کتو شم اننګو ته دي اوبه اوبه شم زلفو مارانو کي مي ځان ډير پريشان ووينم
چي مي سينې تا رانږدې شي، سره خؤله په خؤله شو په دې نيمګړي کي پوره زه خپل ارمان ووينم
سيدشاه خروټي، دغه ښکلي دي چا نه خوښيږي؟ شم ډير خوشحاله ،چي نورهم د ځان په شان ووينم
دوه کړمه خپلي دوه پردۍ کړمه په منډه شمه توپک په لاس کي يی چي پلار کله په بام ووينم
څلوريځه
مينه وفا
ورځ خو دې تيره كړه د شپې خبر دي هيره سوله زما جانانه دهغې خبر دي هيره سوله
دادي څه وكړل داسي هيله خو مانه لرله د كور او كلي د كوڅې خبر دي هيره سوله
خولې
احسّاس خټک
څـوک خـبـرې کـه د چـا پـه خـوله کـیسې دي څـوک کــنـځـل کــوي د چـا سـره ګــیـلـې دي
څـوک په ډکه خوله به زړه کې زخم جوړ کي د چــا تـشـه خــولـه خـیـرات دې صـدّقــې دي
څـوک اورونه وړي په خوله کې له ډیر کـبره د چـا خــولـې لـه عـاجـزۍ ســړې ســړې دي
څـوک غــپـار کـه لکه سـپـۍ د خـیټـې غم کې څـوک خـامـوشـه غـلي ناست پـه شکرانې دي
څـوک ذ مـــیـنــې مــحـــبـت ســنـدرې وائــي ځــنــې خـــولــې د نـــفـرتــونــو تــرانــې دي
د چـا خــولــې کـږې وږې خـو سـمــې لــګـي د چـا خــولـې ســمـې او نیـغـې خـو کـږې دي
غزل
طایرځلاند
ته ازغي څه کوې خوشبو دې ورکوه ګلابه داخو ژوندون دی په خندا یې تیروه ګلابه
چې په کتاب کې ستا دلاس وچ شوی ګل وګورم نو ګل مې هیرشي ته مې زړه کې شې تازه ګلابه
هغه موسم سره بدلیږي نه هم هغسې ده تشبیه اوس څنګه کړمه تاسره هغه ګلابه
دیاد رڼادې له لمرونو نه بیزاره کړمه را دې کړه لاس کې راته دارنګه ډیوه ګلابه
تاخو په څوکو دازغیو تیرې کړي شېبې ولې شې مړاوی، راته وایه، په غرمه ګلابه
محمود نظری
د سازو دوکان
دا وطن دوکان دی دسازو قسم قسم تک تک ږغیږي یویوله غمه په اېسم درباب ترنګی دی نغمه د ویر وهي د آدم د شپيلۍ ساندې راځي له یوه اړخه کم کم له سوزه وايي: آهو هو اخ له ډیره غم دغیژک غوڼ غوڼ ژړاده دشوله غم نغارې ډنګیږی ویر ژړلی په خپل زخم دځړیدلی ډول له سوزه دی ډم ډم ډم دتنبور کوکارې او چیغې دي د الم په دوکان کې ټنګ ټکورنه جوړ یږي سم د مطرب مړۍ ده پړسیدلي له ډیره زغم د سازو د ساندو او سلګېوجوړ دی رزم ورته اریان ولاړ دی غمجن زوړ مترنم ولي د سازو زګیروي پورته شوی یو دم؟ غوږونه یې کړه په هوا دی نیمه خوا صنم ول يي د وړو وړو سلګیو څوک دی متهم ؟ ولي هره اله په سوې کریغه وايي فقط زه یم ځکه کمپوزر نشته چې منظم کړی سرګم سازونه له هاله وتلي د ځانمنۍ په سم سم نه پوهیږي څه وکړي مطرب، دی الم غلم ګاونډیان یې ټوله د بیلتون ورته کري تخم تر پښو لاندې یې هر مل کیندی نغم پر نغم ټوله سازونه ږغیږي په زیر نه لري یو هم بم ځکه له آسمانه اوریږی یو دبل پسې بم پر بم
ټول سازونه یویو ژړیږي د چم په طلیسم د دوستانو دغلط سیاست په خموچم امیدونه د ډنګ او دونګ اتڼ دي ختم زړونه ټول دي له غمه زخمي غواړي مرهم
مطرب(غزل بول)؛ټنګ ټکور( مجلس)؛ اېسم ( جادو)؛ سم (زهر)؛ شوله غم( زیات غم)؛ الم غلم( دوه زړه)؛مترنم( سندری ویونکی ). سرګم ( د ساز یو سر)؛ خموچم( چلبازی)؛
ورکه ليلا
غ – فا روق
د کوره وخت را وو تل را ووتل راوو تله ليلا ما په د ووسترګو و ليد ل و ليد ل وليد له ليلا
زما په ليد و سرې ژر وا ړوی مخ بلي خوا ته چيري به تلل چيري به تلل چيري به تلله ليلا
په رڼا ورځ مي تر را تلو د شپې فکرونه کول چي ولې هيڅ نه وويل نه وويل نه وو يله ليلا
څوک چي دهغي خواراتله ما ترې پوښتنه کول هغه په مخه نه راغلل نه راغلل نه را غلله ليلا
ولي به نه يمه مجنون چي مي ليلا ورکه د ه چي مي تر ا وسه يا د ول يا د ول يا د و له ليلا
و ه پټه خوله له ډ ېره غمه څخه نا جوړه سوله پرسره ا نګا ر چي کړيد ل کړېدل کړېد له ليلا
څېره ېی د ه بد له شوې څوک ېی نه پيژني خود به د ا ډېره ځوريدل ځوريدل ځورېدله ليلا
د پټي خولې څخه ېی څر ګند وه د زړګي اهونه چي دښمنان په سوځېدل سوځيدل سوځيد له ليلا
چي ستاعزت ئې نه کاوه هغه په خپله سپکشو ه په سپکېې تا لر ه کتل لر ه کتل لر ه کتله ليلا
چي ېی پر ځای د ګلو و کرل ا غزي شا و خوا ا غزي ېی بير ته وريبل و رېبل وريبله ليلا
چي ېی د خا ورو سره سمه کړه په زور اوظلم له ظلمه خپله ورکېد ل ورکېد ل ورکېد له ليلا
چي ېی لاس برشو ټولې يووړله له ځا نه سره ستا شتمني ئې وپلورل وپلورل وپلورله ليلا
په بروبحراوهوا کي چې وتا ته خيا نت کړی ؤ په خپله هم وشرمېدل وشرمېدل وشرمېدله ليلا
هغو ځلميا نوچي قربا ن کړه خپل ځا نونه تر تا يو ځلي بيا و ځلېد ل و ځلېد ل و ځلېد له ليلا
چي دپردومينه ئې ډېره و ه په زړه کښي ترتا پرد و يوا زي پرېښول پرېښول پرېښوله ليلا
داسي ورځ نه وه چي ترزرنفره کم وي شهيدان نوي قبرو نه جوړېد ل جوړېد ل جوړېد له ليلا
انسا نان مړه ښارونه وران کروندې شاړيسولې و چکا لۍ هم د وی و ځپل و ځپل و ځپله ليلا
داجنګ روان افغانان مري وطن بربا د شوټوله چادحل لارونه موندل ونه موندل ونه موندله ليلا
فا روق په ډ ا ګه د ر ته وا ېې د ښمن و پېژنې چي ستا زامن ېئ و وژل ووژل ووژله ليلا
بې اتفاقه نظري
نسيم ستوری
قلمه تا کې د دردنو افساني ښکاري بیا چا د ښايست جنازي وکړي هدیري ښکاري بیا
د ژوند ګریوان لا تار په تار دی غونډيدي کله شي د وطن غېږکې د لیلا سترګي چې سري ښکاري بیا
د وخت کنډر لېونی شوی عقل ړوند په سترګو سپینه رڼا کې د تورتم توري تیاري ښکاري بیا
چا په لیلا ننګه ونکړه اوس خفه ده لیلا د غېرت وخت کې د غېرت لمبي هم مړي ښکاري بیا
د مينې کور مې تالا کېږي ژبه ګونګه ده څنګ د زړه په کور مې د سیلاب خړي څپي ښکاري بیا
دا چې خوړلی دی قسم مونږ ته نژدي نه راځي نسیمه ستوریه بې اتفاقه نظري ښکاري بیا
عندليب تالاش دير
نن مې بيا…
نن مې بيا جذبه نشه شوه ، نن مې بيا سوئ ارمان دئ نن مې بيا فکر بوږنيګی ، نن مې بيا په سر تالان دئ
نن مې بيا ژبه پولۍ شوه ، نن مې بيا تلی تڼاکې نن مې بيا احساس خفه دئ ، نن مې بيا په هوش لړزان دئ
نن مې بيا زهر ګوټلی ، نن مې بيا مرګی ته زړه دئ نن مې بيا ضمير راګير کړم ، نن مې بيا عقل حيران دئ
نن مې بيا سلګۍ په خله کې ،نن مې بيا په شونډو پاړ دئ نن مې بيا نظر لمبه شو ،نن مې بيا ستړئ وجدان دئ
نن مې بيا وينه ارزانه ، نن مې بيا چغه بې قدره نن مې بيا زخمونه خاندی ، نن مې بيا په غم ګزران دئ
نن مې بيا خواهش وژلئ ، نن مې بيا جنت ګټلئ نن مې بيا په کور کې لوږه ،نن مې بيا کلئ زندان دئ
نن مې بيا جبر ليدلئ ، نن مې بيا بې خودی اوکړه نن مې بيا په نمر سفر دئ ، نن مې بيا سيورئ د ځان دئ
نن مې بيا زړه کې ماتم دئ ، نن مې بيا سترګې وريږی نن مې بيا سينه غلبيله ، نن مې بيا څيرې ګريوان دئ
نن مې بيا په غږ بنديز دئ ، نن مې بيا خاموشی اوکړه نن مې بيا په خوب کې تير شو ، نن مې بيا بايللئ شان دئ
نن مې بيا محرومۍ تنګ کړم ، نن مې بيا مايوسی وژنی نن مې بيا بغاوت اوکړو ، نن مې بيا هغه اعلان دئ
نن مې بيا قلم ګوزار کړ ، نن مې بيا ټوپک ته لاس کړ نن مې بيا په خاوره جنګ دئ ، نن مې بيا عزم سندان دئ
نن مې بيا مينه پړده کې ، نن مې بيا کينه څرګنده نن مې بيا وصال غوښتلئ ، نن مې بيا برخه هجران دئ
نن مې بيا دړدونه پنډ کړل ، نن مې بيا سفر ته فام شو نن مې بيا صبر تمام شو ، نن مې بيا منزل اسمان دئ
نن مې بيا اننګی زيړ دی ، نن مې بيا تندئ تريو کړئ نن مې بيا عندليب ژاړی ، نن مې بيا په باغ خزان دئ |