د روان کال د جولای په اولسمه نیټه د لندن په هارو سیمه کې د افغان ځوانانو د ټولنې څلورمه پرلپسې ناسته د ټولنې د مشرتابه ډلې د غړو په ګډون کیناسته.
غونډه د قران شریف د څو بختورو ایتونو په لوست پیل شوه چې ورپسې ډاکټر خسرو سنګروال، سلیمان زهیر، ځغرد تکل، او حکمت خان هر یو په خپل وار د ورسپارل شوو دندو رپوټ غوندې ته وړاندې کړ. غونډې د بیلابیلو سکالو د بحث او شنلو نه وروسته د ټولنې د افغانستان ټیم د ارزښتمنو مرستندویو پروژو یادونه وکړه او ورور حنیف الکوزی یې د دې پروژو په ښه مدیریت وستایه. ټولنې چې د ځوانانو لپاره کومې پروژې دا اوس پیل کړي دي او روانې دي په لاندې توګه دي:
۱ـ د انګلیسي او ساینسی مضامینو کورسونه
۲ـ د کانکور د چمتووالي کورسونه
۳ـ د کانکور ازمایښتي ازموینې
غونډې همداراز پریکړه وکړه چې په نږدې راتلونکې کې به د ټولنې پروژو نه د افغانانو د خبرولو په موخه په لندن کې یوه لویه تفریحی غونډه کوي او دلته میشت افغانانو ته به بلنه ورکوي. د غونډې برخوالو ته د دې پروګرام د تیاري لپاره ټاکلې دندې ورپه غاړه شوې . په نږدې راتلونکې کې به مینه وال د دې پروګرام د نیټې او ځای ځایګي په اړه د رسنیو له لارې خبر شې. غونډې د دې پروګرام د جوړښت په اړه او د نورو مدیریتې چارو په اړوند پریکړې وکړې او د ماښام د اوو بجو شاوخوا پای ته ورسیده.