کور / تازه خبرونه / ننګرهار : په يوه ترافيکي پېښه کي ١٥ تنو ته مرګ ژوبله واوښته

ننګرهار : په يوه ترافيکي پېښه کي ١٥ تنو ته مرګ ژوبله واوښته

په ننګرهار کي په يوه ترافيکي پېښه کي پنځلسو تنو ته مرګ ژوبله واوښته ، نوموړې پېښه هغه وخت رامنځ ته سوه چي کله د تورخم څخه کابل ته تلونکى ډاکسن او د کابل څخه تورخم ته تلونکى يو کاسټر موټر سره وجنګېدل . د ننګرهار ولايت د ترافيکو مدير ښاغلى غلام دستګير رحيمي ياده پېښه تائيدوي او وايي چي په ياده ترافيکي پېښه کي دوه تنه وژل سوي او ديارلس تنه نور ژوبل سوي دي چي د ژوبل سوو کسانو حالت د ډاډ وړ دئ .