کور / تازه خبرونه / ايساف : د ننګر هار او کندوز د حملو طرح کوونکي مو وژلي

ايساف : د ننګر هار او کندوز د حملو طرح کوونکي مو وژلي

د ايساف ځواکونه وايي چي په تېره يوه اوونۍ کي چي د هيواد په بېلا بيلو سيمو کي کوم عمليات ترسره سوي دي پکښي په ډېره کچه طالبان او د ننګرهار او کندوز پر هوايي ډګرونو باندي د حملو طرحه کوونکي يې وژلي دي . د نوموړو کسانو د مرګ ژوبلي راپور په داسي وخت کي ورکول کېږي چي څه موده وړاندي د کندزو او ننګرهار پر هوايي ډګرونو باندي د څو ځانوژونکو له لوري حملې وسوې چي مرګ ژوبله يې هم د ځانه سره لرله . نوموړي ځواکونه وايي چي په يادو عملياتو کي يې يوه کچه وسلې او نشيي توکي هم نيولي دي .
د يادوني وړ ده چي په دې اړه تر اوسه کومي ډلي څه نه دي ويلي .