کندهار ادبي دربار تېره پنجشنبه د تل په څېر بيا هم د يوې شاندارې او پرتمينې غونډي کوربه و.
ياده غونډه چي د روان ١٣٨٩ يم لمريز کال د غبرگولي يا جوزا د مياشتي پر ٢٧ مه ماځيگر پر څلور بجې او پنځلس دقيقې پيل سوه چې مشر يې د زابل څخه راغلى مېلمه ښاغلى هدايت الله فيضي او مېلمه يې د کندهار پوهنتون زدکوونکى ښاغلى سيف الدين عقاب ؤ او د پيل خبري يې د ښاغلي حاجي غلام نبي سعيد پر غاړه وې چې ويل يې غير مسلمو ټولنو چې خپلو ټولنو ته کوم خدمت کړى دئ، مسلمو او مسلمانو ټولنو نه دئ کړى، او همدا رنگه هغه زياته کړه چې موږ بايد خپل مذهب، عقيدې او کلتور ته په پوره مانا مټي راونغاړو او شپه او ورځ لاس په کار سو.
ورپسې د معمول سره سم د ښاغلي حاجي غلام نبي سعيد پر غزل کره کتنه وسوه چې د ملگرو د نظرونو د تبادلې او تاوده بحث وروسته ، د شعر خاوند ښاغلي سعيد ته بلنه ورکړل سوه، هغه د ملگرو د ښه او پر ځاى نظرونو او مشورو ورکولو څخه زياته خوښي وښوده او کره کتنه يې د اصلاح او زغم ښه لار وبلل.
په ياده غونډه کي د شپېتو تنو گډونوالو څخه اته ويشتو تنو په خپل وار سره په زړه پوري شعرونه، نثري ټوټې او هنري ليکنې د اورېدونکو د زياتي بدرگې سره وړاندي کړل، وياندويي يې د عزت الله اميد او عطاالله محمدي په غاړه وه .
غونډه د ماښام پر اته بجي او شل دقيقې د افغاني کلتور د ودې او د ملگرو د تفاهم او ښه ژوند په دعا سره پاى ته ورسېده .