کور / تازه خبرونه / ځانمرګي بريد درې اېټالوي عسکر ټپيان کړل

ځانمرګي بريد درې اېټالوي عسکر ټپيان کړل

د ناټو ځواکونو منلې چي د نن جمعې په ورځ يې په هرات کي درې پوځيان په يوه ځانمرګې حمله کي ټپيان سوي دي.
پېښه نن سهار هغه مهال رامنځته سوې چي د اېټالوي ځواکونو د يوه مرکز په دروازه کي ځان چاودلى دئ، چي درې اېټالويان يې ټپيان کړي دي.
راپورونه وايي تر ډېره وخته سيمه د ځواکونو له خوا محاصره وه او د پېښي قربانيان يې د کمپ روغتون ته لېږدول.
د اسوشيېټيډ پريس آژانس وايي د سږکال د جنوري له لومړۍ نېټې راهيسي په افغانستان کي ٣٢٠ تنه بهرني پوځيان د طالبانو په حملو کي وژل سوي دي، چي اکثريت يې امريکايان دي.