کور / تازه خبرونه / کابل برتانوى رشوتخور خوشي کړ

کابل برتانوى رشوتخور خوشي کړ

د برتانيې حکومت وايي د دوى يو تبعه چي دوه کاله دمخه په افغانستان کي د رشوت په تور نيول سوئ وو، خوشي سوئ او کابل يې د خپل هيواد په موخه پرې ايښى دئ.
د بيل شاو په نوم دغه ٥٢ کلن برتانوى د ١٦٠٠٠ سټرلينګ پونډو په ارزښت د رشوت په جرم په محبوس سوئ وو، چي وايي د ځان تر سپيناوي وروسته خوشي سوئ دئ.
د افغانستان حکومت له تيرو څو کلونو راهيسي په نړۍ کي په مالي او اداري فساد لړلي حکومت پېژندل کېږي، خو افغان حکومتي مقامات واي تر دوى ډېر رشوت، اختلاص او مالي فساد په خارجي موسساتو او دفترونو کي دئ.