کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / د ملي سمبول پر لور ملي پاڅون

د ملي سمبول پر لور ملي پاڅون

ډیرو خوږو او قدرمنو ملګرو ، دا یوه مقاله ده .ما لیکلې ده. د امریکا په یوه معتبره مجله کې خپره شوې ده . دغه مجله یوازې د هغو پخو خلکو مقالې خپروي چې  د امریکا په رسنیو کې یې لوی عمر کار کړی وي. له نیکه مرغه دې مجلې زه هم د رسمي لیکوال په توګه ومنلم .
که څه هم ددې مقالې پښتو بڼه په  ویبپاڼو کې وار له مخه خپره شوې وه خو  د نړیوالو د پوهاوي لپاره مې په انګریزي هم ولیکله.خبره داسې ده چې په افغانستان کې نن ورځ احمد شاه بابا ته هیڅ درناوی نشته. حکومت په رسمي ډول جنایتکارانو لکه مزاري ، مسعود او یو شمیر نورو ته بودیجه ورکوي چې هر کال یې مړینه او زیږون ولمانځي خو میړنی مشر چې ټول افغانان یې پرته له ځنډه خپل بابا مني په رسمي ډول هیر شوی دی. په افغانستان کې د ملت جوړنې مساله یوه جدي خبره ده او دا هغه مهال امکان پیدا کوي چې اقلیتونه د احمد شاه بابا ارمانونو او د هغه میراث ته درناوی وکړي. نو له تاسو ټولو ګرانو دوستانو څخه هیله کوم چې د احمد شاه بابا په اړه د مقالې په پای کې  خپل نظرونه ورکړی . دمقالې په پای کې د کومنټس غوښتنه کیږي . دا لاندینی لینک دی. پرې کلیک وکړی .
http://www.veteranstoday.com/2010/07/09/the-revival-of-the-legacy-of-ahmad-shah-abdali-afghanistans-father-of-the-nation/
کیدای شي یو شمیر نور چې د احمد شاه بابا له درنښت څخه ویره لري ناسم کومنټس ورکړي ، د هغې لپاره زه له تاسو ټولو څخه هیله کوم چې وار له مخه د احمد شاه بابا د درنښت لپاره د هغه د  ارزښت یادونه ددې مقالې په پای کې وکړی. ستاسې د بریالتوب او د افغانستان د سوکالۍ  په هیله
په درنښت
حنان حبیبزی
 


ځان به ويښ کړو هرې خوا ته     هرې خواته رقيبان دي
يو پر بل مو سره وژني    وايي خپل يو، غليمان دي
احمدشاه بابا


“په دولتي ودانیو کې ، د ولسمشر په دفتر کې او د لویو چارواکو په دفترونو  کې باید د احمد شاه بابا انځورونه لګیدلې وي او د هغه مجسمې باید دهیواد په بیلابیلو برخو کې جوړې شي چې  په دې توګه د افغانانو ترمنځ تربګني او سیالي له منځه لاړه شي.”
دا پراګراف د افغان ويښ ژورنالست، ښاغلي حنان حبيبزى، پر قلم د ابدالي احمدشاه بابا په هکله له يوې مقالې څخه اقتباس شوى دى چې په انګرېزي او پښتو ژبو يې ليکلې ده. حنان حبيبزى په واقعي توګه د ننګيالي افغان ملت د ستونزو ريښو ته متوجه شوى دى. حنان حبيبزى لکه د درست افغان ملت پر څېر پردې اند دى چې زموږ پر لوڼو او زامنو د له تېرو دوه پېړيو راهيسې تپل شوي روان ناورين ته د پاى ټکي ايښودل د درستو افغانانو د منلي قايد د ژوند او لارښوونو د بيا خپلولو او په رڼا کې يې پر افغانانو د تپل شوي اجنبي کلتور د ريښو د وچولو او له بېخه يستلو له لارې شوني کېداى شي. 


د افغان ملت ملي سمبول، احمدشاه ابدالي بابا
د انګريزانو په تاريخ كې ١٧٦١ ميلادي كال “خورا غوره كال” بلل شوى دى.  په همدې كال وو چې د تاريخي معاصر افغانستان بانى، احمدشاه ابدالي، د ډيلي شمال ته د پانيپت په ډګر كې د هندوانو، راجپوتو او مرهټه “عظيم ځواك” مات كړ.  د مرهټه فدراسيون چې د هند په نيمه وچه كې خورا لوى ځواك و، وځپل شو.  پدې موكه په هندكې د مغُلو د يوسل اتيا كلنې امپراتوري موثر ځواك هم كاواكه و. د اتلسمې پيړۍ له پيل سره د مغُلو امپراتوري، چې په ١٥٢٦ كې د بابر قدرت ته په رسيدلو پيل او په ١٧٠٧ كې د اورنګزيب له مړينې سره له پښو ولويده، په دوه برخو ويشل شوې وه. د هغې پياوړې برخه، “نظام حيدراّباد”، پر مركزي هندوستان نيمه-حكومت كاوه. په ١٧٣٨كال د پارس لښكرو په شمالي هند باندې د يرغل په پايله كې د ډهلي ښار ويجاړ او د مغلو “تخت طاوس” يې له ځان سره تهران ته يووړ. په سيمه كې بيله افغانستان څخه د هند د كابو كولو د پاره بل قدرت پاتې نه و.  هندي مسلمانو شهزادګانو او هندي راجګانو د هندوانو له استبداد څخه د ځان ژغورلو لپاره احمدشاه ابدالي ته د مرستې د اميد سترګې ور اړولې.
د برتانيا ختيځ هند شركت  (East India Company)  چې په 1615 كال په هند كې د مغُلي پاچا جهانګيرله خوا د تجارت جواز وركړ شوى و، له خپل بل اروپايي تجارتي رقيب، فرانسې، سره په مقابله بوخت و. دهغوى ترمنځ د يو لړ نښتو په نتيجه كې، انګريزان په فرانسوي شركت برلاسي شول او تر ١٧٦٣ كال پورې يې په ختيځ بنګال او د هند سهيل ته د مدراس په اركوټ سيمه كې د پښې ايښودلو ځاى وموند. تردې نيټې پورې انګريزي او فرانسوي سوداګرو د خپل تجارت په اړه له هندي چارواكو څخه اجازه ترلاسه كوله، خو د فرانسويانو له ماتې وروسته دا وضع په بدليدو وه. انګريزي تاريخونه ليكي چې “.. په مدراس كې د انګريز او فرانسې نښتو په ډاګه كړه چې ددې دوه اروپايي شركتونو ترمنځ په نښتو لاس پورې كولو ته كوم ضرورت نه و ځكه چې پخپله د هند مشران – د خپلمنځې شخړو له کبله چې د بهرنيانو له خوا هڅول کېدې –  په خپله پدې هڅه كې وو چې كوم بهرنى ځواك يې اشغال كاندي او ساتنه يې وكړي..”
په ١٧٦٥ عيسوي كال كې مغُلي امپراتور د بنګال پرنګي ګورنرجنرال، رابرت كلايو، ته په بنګال كې د ماليې د ټولولو واك وركړ او پدې توګه د “ختيځ هندشركت”، چې لا تر همدې نيټې پورې يواځې يو “پساري” کمپنۍ وه، د “هندوستان د سياست برخه وګرځيد”، او پر ګرد هند د ولكې موندلو په لټه كې شو. نو لدې كبله و چې د شرق الهند شركت احمدشاه درانى، چې يواځنى سيمييز ځواک و چې د هند مسلمانان پرې ډاډه او د مرستې غوښتلو لاسونه يې ورغزول، د خپلو نيتونو او پروګرام په مقابل كې خنډ باله. پرنګيانو په سيمه كې ديوه پياوړي افغانستان شتو ته په تشويش سره كتل.  برتانيا پدې پوهيدله چې كه ډيلى د افغانانو په ولكه كې پاتې شو، نو پر ټول هند د برتانيا د حاكميت شونتيا به خورا كوچنۍ وه.  اندري سنګر د خپل كتاب، “د خيبرڅښتنان”، په ٣٩ مخ كي ليكي چې ابدالى احمدشاه: “… پارسيانو، هنديانو او برتانوي کالوني جوړوونكو ته ښودلې وه چې پښتانه داسې يو ملت دى چې په هغه كې دوى ته د ګواښ پوتانشيل شته، بايد ورڅخه وويريږي او مخنيوى يې وكړي…” 
د شپږويشت كلني سلطنت په بهيركې، احمدشاه ابدالي، له هغه نه وروسته چې د اموسين، سيستان او اباسين ترمنځ يې د افغانستان طبعي ملي سرحدونه ټينګ كړل، په هند او پارس باندې يې نهه ځله يرغلونه وكړه.  د هر يوه بري په نتيجه كې يې فتح كړې سيمې بيرته اكثراً ماتو شويو شهزادګانو او حكمرانانو ته پريښودلې او پخپله وطن ته راوګرځيد. د علامه اقبال په وينا:
از دل و دست ګهر ريزى كه داشت
سلطنت ها برد و بى پروا ګذاشت
د افغانستان د معاصر تاريخ ځنې څيړونكي دا خبره، چې احمدشاه دراني په ګټلي هند كې د افغان واکمنۍ ستنې نه وې ټينګې كړې، د نوموړي “ستره سياسي غلطي” بولي. او پداسې حال كې چې په هند كې د مغلو امپراتورى مخ په زوال وه، د هندوانو د ستر ځواك، مرهټه و، د ماتې په نتيجه كې او خپل هيواد ته د احمدشاه دراني له ستنيدو څخه وروسته هغه سيمه بې سرپرسته او بې سرنوشته پاتې شوه. د افغان دراني ځواك له خوا په پاني پت كې د مرهټه و د پياوړو لښكرو د ماتې په اړه يو انګريز تاريخپوه، براين لاپينګ په خپل كتاب، “دامپراتوري پاى”، كې ليكي چې: “.. افغانانو په ١٧٦٠  كال د پاني پت په جګړه كې د هند ټول پوځي ځواك، چې راټولولى يې شو،  مات كړ. افغانان هم له هند څخه ووتل او په دې توګه په شمالي هند كې د قدرت خلا منځ ته راغله چې د راتلونكو څلويښتو كلونو د پاره هيڅوك د  هغې په ډكولو ونه توانيدل..”
 نو ايا ولې احمدشاه درانى چې د ده د فهم او كفايت په نتيجه كې د افغانستان قبايلي سيستم د لومړي ځل د پاره په يوه پياوړي ملي بنسټ بدل شوى و، داسې سياسي غلطي كړې وه؟  ددې پوښتنې په ځواب كې دا خبره د يادولو وړ ده چي، كه څه هم له ښکيلاکي منطق سره پورتنى اعتراض پرځاى څرګنديږي، مګر احمدشاه ابدالى د امپراتوري د جوړولو خوبونه په سر كې نه روزل.  په واقعي توګه د اسلام، مسلمانانو او بشريت په خدمت كې ولاړ او هر ځل په هند کې د مسلمانانو له خوا بلنه ورکول کېده چې پرې د پياوړي غليم د استبداد پر وړاندې د هغوى مرستې ته ورشي. احمدشاه ابدالي خورا مومن او متواضع انسان و، د ښکلې پښتونخوا د غرونو په مينه يې د ډيلي تخت هېراوه، او ورته “.. پښتون پاتې كيدل تر دې چې د يوه فاسد پادشاه په توګه فاسد جلال ته مخه كړي، زيات د اهميت وړ وو.  د ده د ملت، افغانانو، په نظر داسې فاسد جاه او جلال له پارسيانو او مغلو سره ښه زيبيده… “
احمدشاه ابدالى د امپراتوري د جلال خوبونه نه ليدل.  د نوموړي يوه خورا نامتو مقوله چې “په نړۍ كې هيڅ سيمه هم د هغې ځمكې ځاى نشي نيولى چې انسان هلته پكې خاپوړې كړې وي” د ده په هكله دا اثباتوي چې لومړى افغان و، او بيا وروسته امپراتوري جوړوونكى…”   په پښتو ژبه يې شعر ليكه، او اشعار يې ټول حماسي، د وطن په مينه او افغان ملت ته د ويښتيا او يو كيدو په پيغامونو رنګين وو:
ځان به ويښ كړو هرې خوا ته     هرې خواته رقيبان دي
يو پر بل مو سره وژني      وايي خپل يو، غليمان دي
په هند كې د ده چالچلن په دې نيمه وچه كې مسلمانانو ته د ښيګړو رسولو په غرض ولاړ و، او بيله استثنا په ټولو مواقعو كې په هند باندې د ده يرغلونه د هغو تيريو په ځواب كې وو چې كفارو په مسلمانانو كول.  هرځل به چې ظاهراً داسې تيري سر ته ورسيدل، نو احمدشاه دراني به هم خپله دنده سرته رسيدلې وبلله او لدې كبله يې د افغانستان د امپراتورى د جوړولو هڅه نه كوله.
احمدشاه ابدالى بابا خپل ټول ژوند د خپل ولس خدمت ته وقف كړى و او پدې ليار كې بريالى و.  غلام محمد غبار د “افغانستان در مسير تاريخ” په ٣٥٧ مخ كې ليكي چې د افغانستان اولس احمدشاه ته د ده د خدمتونو او شخصي تقوى له كبله بابا او غازي وايه.  ځكه چې احمدشاه يواځنى پاچا و چې تاج يې په سر نه ايښود، پګړۍ يې تړله، چپن او موزې يې پښو كولې او د تخت پرځاى پر ځمكه كيناست … د خلكو د قضاياو په حل او فصل كې يې له انصاف څخه كار اخست او له هغو قوانينو څخه  چې پخپله يې وضع كول جداً پيروي كوله.  حريص نه و او د خپل سلطنت په اوږدو كې يې له تجمل او عياشي څخه كار وانخست.  په هيڅ جګړه كې يې له دښمن څخه تيښته نه وه كړې، او د خپل ملت سره يې په تواضع او نرمي چالچلن كاوه.  په مجازاتو كې يې د انسان د غړو پريكول او په تشريفاتو كې يې خشوع او ټيټيدل تحريم كړي وو. د سلطنت په چارو كې يې د خپلې كورنۍ غړي له لاسوهنې او ونډې اخستلو څخه منع كړي وو او يواځې يو زوى، تيمورشاه، يې د جهان خان پوپلزي تر لارښوونې لا ندې د حكومت او نظامي چارو د زده كولو د پاره روزه. د كندهار ښار يې اباد او د هيواد پايتخت و.
ډاکتر ګنداسنګه، چې د احمدشاه درانى د ژوند په اړه يې کتاب ليکلى او سرمحقق مرستيال نصرالله منګل سوبمن هغه ژباړلى، د دې کتاب په سريزه، ٣٠ مخ کې، ليکي چې “.. يوه سيک ته به ښايي دا عجيبه وبرېښي چې د يوه افغان اتل په  باب په دومره خوشېني څه وليکي.  د تاريخ يو متوسط شاګرد، سيکان او افغانان يوازې د دښمنانو په حيث پېژني … څنګه چې د احمدشاه دراني د ژوند بيان پرته له دې چې د افغان سيمو د وحدت او استحکام لپاره د ده هڅې شرح کوي، په پنجاب کې د تفوق په غرض د افغانانو او سيکهانو مبارزې ښيي. نو د هغې له مخې يو سيک کولاى شي په اتلسمه پېړۍ کې د افغان “امپراتورۍ جوړوونکي” هيلې او صفات په خاصه او ځانګړې توګه درک او تقدير کړي…
پينځه ويشت کاله پخوا چې د شمالي هند د اتلسمې پېړۍ د تاريخ په پلټنه او څېړنه لګيا وم، احمدشاه د لومړي ځل لپاره د منځنۍ اسيا د يوې سترې تاريخي څېرې په توګه په ما اغيزه وکړه. زه د ده پرخلاف د تعصب له مخې رالوى شوى وم او ماته يواځې دا رازده شوي وو چې دى يو داړه مار او لوټمار مشر دى چې د ولجې لپاره په هند راښکته شو او په ټنونو هندي سره زر او په زرهاو هندي مريان يې افغانستان ته له ځان سره يوړل. خو هر څومره چې مې د ده په باب زياته مطالعه وکړه هغومره د هغه د سترتوب خصوصياتو[ځانګړنو] په ما ژوره اغېزه وکړه او زما ذهن ته يې پخپله نفوذ وموند..”
حتى د افغاني ناسيونالزم  او افغانانو خورا بيباكه غليم، اولف كيرو (Sir Olaf Caroe) هم هغه هيلې او احساس نشي پټولى چې احمدشاه ابدالى د افغانانو په زړونو او رګونو كې راپارول.  د “پټهان” په نوم په خپل كتاب كې، كيرو ليكي چې د نوموړي “… د كورنۍ نوم لا اوس هم … د افغانانو د وفاداري احساسات راپاروي.  د نوموړي د برياو يادونه زموږ د زمانې د لويديځ پاكستان د هيوادپالو په ذهنونو كې هم احساسات ژوندي ساتلي دي.  احمدشاه د طبعي نبوغ  څښتن و … که څه هم هغه يو نظامي سړى و، مګر نرم زړه سواند خوى يې درلود او تر كومه پورې چې شونې وه، پر جنګ يې روغې جوړې ته يې ترجيح وركوله  …”


“ملي تاريخ، ملي دودونه، ملي نواميس، عقايد او سمبولونه د ملتونو د جوړښت، ثبات، پرمختګ او پايښت بنسټونه جوړوي. همدا ځانګړنې د ملتونو د ژوند او مرګ ترمنځ بېلوونکې کرښې دي.  يو ولس هغه وخت له تباهۍ سره مخامخ کېږي چې د ژوند دا هډانې يې ترې وتروړل شي.”
يا ربه توفيق
غلام محمد زرملوال



دا تاسو او د حنان حبيبزي مقاله:
په لندن کې د احمدشاه ابدالي د ۲۷۸ زوکړې د لمانځنې په پلمه:
دا زما په ژوند کې لومړی ځل وو چې  د احمد شاه بابا د زوکړې په ویاړ جوړه شوې غونډه کې ما ګډون وکړ. ما د لومړي ځل لپاره احساس کړه چې افغانانو خپل یو ستر لارښود هیر کړی وو او همدا لامل دی چې په افغانستان کې ملت جوړونه اوس یوه لویه ننګونه ده. هغه یو موټی ملت چې احمد شاه بابا ترشا پریښی وو ،اوس د تاریخ تر ګردو بدې څپې زغمي.
 
په لندن کې  دشاه محمود دستو خیل په نامه د یو افغان زده کونکي په مشرۍ دبرتانیا میشتو افغان زده کونکو یوې ټولنې دا نوښت وکړ او دغه ملي  لارښود یې بیرته خپل قوم ته ور په زړه کړ . دوی  د احمد شاه بابا د زوکړې  ۲۷۸ کلیزه د ډیرې ژورې افغاني جذبې په ترڅ کې  ولمانځله.
د سولې یو مبارز  ذهیب خان حبیب  هم په دغه غونډه کې ونډه لرله. دوی  په دې غونډه کې داحمد شاه بابا د کارنامو ترڅنګ د هغه شعرونه هم واورول.
 سلګونو افغانانو او  په برتانیا کې نورو ځايي او بهرنیو ټولنو استازو ، لوبغاړو، زده کونکو او هنروالو په دې  غونډه کې  ګډون وکړ.
 ډیرو ګډونوالو ته موقع ورکړل شوه چې خپل استعدادونه وښيي. ان  څو اروپايي نجونو هم افغاني جامې اغوستې وې او د احمد شاه بابا انځورونه یې په لاس کې نیولي وو. یوې روسیۍ پیغلې د هغه یو شعر په پښتو کې زمزمه کړ چې ټولو ګډونوالو وستایله.
سندر غاړو سندرې وویلې. ځوانانو اتڼونه وکړل ،د لاسونو په پړاکا سره دا هرڅه وستایل شول. خو دننه په افغانستان کې دغه ورځ یوه رسمي ورځ وه او دافغانستان بنسټ ایښودونکی د دولتي چارواکو هیر وو.
دلته په لندن کې دهغه د زوکړې  د لمانځغونډې پرمهال دافغانستان  روان ناورین او تاوتریخوالی په کلکه وغندل شو. د غونډې ګډونوال د خپل هیواد پر حالت غمجن  شول کله چې په یو ویډیوکې  هغه ملکي وګړي لیدل کیدل چې په افغانستان کې د روان تاوتریخوالي له کبله  ژوند له لاسه ورکوي. ددې ناورین لوی لامل  په جګړه ځپلي هیواد کې دقدرت تشه او د یوې بشپړې او شفافې ادارې نشتوالی دی.
هلته  د روانې جګړې له کبله د ملکي وګړو د ډله ییزو او انفرادي وژنو یو لړ پیښو ته اشاره وشوه او دا د بشر پر حقونو څرګند تیری وبلل شو.
په دې لړ کې په ځانګړي ډول د یو افغان سوداګر محمد اشرف دستوخیل وژنه یاده شوه چې په ۲۰۰۸ کال کې د ارګ او  دفاع وزارت  ته څیرمه په څو مټرۍ کې د پولیسو د سترګو په وړاندې ووژل شو.
اشرف دستو خیل د یو مخور قومي مشر ارواښاد الله نظر دستوخیل لمسی وو چې د سوداګرۍ پر کاروبار بوخت وو  او ښه نوم یې ګټلی وو.
 
احمد شاه بابا :
که موږ تاریخ ته نظر واچوو نو دا هیواد یو وخت د خپل پېر د لويې اسلامي امپراتورۍ مرکز وو.  احمد شاه بابا دغه امپراتوري رامنځته کړه. ده د ننني هند سربیره ،پاکستان، بنګله دیش ، نیپال ، له نیمايي زیات ایران او دمرکزي اسیا ځینې هیوادونه لاندې کړل او خپل سلطنت یې ور وغځاوو.
 احمد شاه بابا زړور  او ازمیښتکاره  مشر  وو. دی د خپل ولس پر سایکالوجي پوهیده.  له افغاني دودونو او رواجونو ښه خبر وو. ده د ولس لارښونه خپل ماموریت باله  او د همدې لپاره دی دپښتنو سیاسي او پوځي مشر وتاکل شو. 
دی دافغانستان لومړنی  پاچا وو چې پګړۍ  ېې پر سر کوله ، کلیوالې جامې او  موزې ېې پښو کولې او له عادي خلکو سره پر ټغر کښېناسته. ده په ټولو مهمو چارو کې له قومي مشرانو سره مشورې کولې.
احمد شاه بابا له کړکیچه ډک وخت کې واګې تر لاسه کړې:
احمد شاه بابا په داسې وخت کې پاچا شو چې د پښتنو د ملي یووالي  څلی د بهرنیو  دښمنانو د تېري او يرغل له لامله ویجاړ شوی وو. هرې قبيلې د اړوند  قومي مشر تر څارنې  لاندې ځانګړی قبایلي ژوند کاوه او د پښتني  قبيلو تر منځ د ملي او قومي یووالي  رسۍ شکیدلې وې. ایران او نورو ګاونډیو هیوادونو د افغانستان په کورنیو چارو کې دومره لاسوهنه کوله چې پښتانه قومونه یې  پخپلو کې سره اچولي وو.  په دغه حساس وخت کې احمد شاه بابا مشرۍ ته ورسید. ده له ټولو قومونو سره خبرې اترې وکړې . جوړ جاړی یې رامنځته کړ او د پښتنو د بیلابیلو پرګنو ترمنځ یې ټینګ یووالی جوړ کړ او په دې توګه یې د ننني افغانستان بنسټ کیښود. هغه وخت  افغاني پرګنو ته څرګنده نه وه چې ددوی د هیواد پوله چیرته ده او مساحت یې څومره دی؟ که څه هم پښتني قومونه له پیړیو پیړیو راهیسې  په دغه سیمه کې  پراته وو، خو هیڅکله تر یو ځانګړي مشرتوب لاندې نه وو راټول شوي. احمد شاه بابا هغوی سره راټول کړل اویو هیواد یې ورته  تشکیل کړ .
افغانستان :
 لکه نن چې دي ، هغه وخت هم په سیمه کې بیلا بیل هیوادونه وو. هر هیواد د یو ځانګړي قوم په نوم جوړ شوی وو. په هر ځانګړي هیواد کې هغه قوم اوسیده چې د هیواد نوم یې ورسره تړلی وو. لکه په ایران کې پارسي ژبي اوسیدل. تاجکستان کې تاجک اوسیدل. په هندوستان کې هندوان  اوسیدل او د هغوی په مذهبي نوم هغه هیواد جوړ شو. په روسیه کې روسان اوسیدل. احمد شاه بابا فکر وکړ چې افغانان ( پښتانه ) باید  له خپل نامه سره تړلی  هیواد ولري .ده بیا د افغانستان لپاره پولې غوره کړې. 
اوسنۍ ستونزه څه ده؟:
احمد شاه بابا  له کارنامو څخه نژدې دوه پیړۍ وروسته دافغانستان له نامه سره د ایښودل شوو بنسټونو پیژندګلوي له خطر سره مخامخ شوې ده. ورځ تر بلې چې د طالبانو غورځنګ وده کوي یو لامل یې دادی چې دافغانستان اکثریت قوم احساسوي چې د ټاټوبي پیژندګلوي او هغه بنسټونه په خطر کې دي چې احمد شاه بابا غوره کړي وو . دوی بله لار نلري خو جګړې ته لاس اچوي.
په ۱۹۹۰ کلونو کې چې هزاره، ازبک ، تاجک او نورو جنګیالیو په کابل کې د بهرنیو هیوادونو په لمسون  پر خلکو ظلمونه پیل کړل ، طالبان راپورته شول او هغه حکومت یې دړې وړې کړ چې مشران یې پخواني مجاهدین وو او د بهرنیانو د لاسونو پر الو بدل شوي وو.  کله چې افغانان هغه جګړې راپه زړه کړي نو د جګړه مارو ډلو په وړاندې د کرکې او انزجاره  ډک احساسات  نشي پټولی . دوی بیا پر هغو بهرنیو لاسوهنو تبصرې کوي چې دپیسو په زور یې افغانستان خونړي ناورین ته ټیل واهه.
دې جګړو په افغانستان کې د باور تشه  پیدا کړه. ددغې بې باورۍ  د لیرې کولو لپاره یوازینۍ لار همدا ده چې   ټول باید  احمد شاه بابا   خپل ملي لارښود وبولي .  لکه څرنګه چې دوه پیړۍ  وړاندې نوموړی  ټولو اقلیتونو د مشر په توګه ومانه ،باید  همداسې یې تل ومني .  له دې پرته بله لار نشته دی ځکه چې احمد شاه بابا زموږ د ملي یووالي یوازینۍ نښه ده.
ټول خلک  باید هغه څوک وغندي چې د احمد شاه بابا د لاسته راوړنو په اړه پوښتنې راپورته کوي او هلته باید یو قانون وي چې له مخې یې سزا ورکړل شي.
د برتانیا د ۲۰۱۰ کال دمی دمیاشتې له ټولټاکنو څخه لږ وړاندې دبهرنیو چارو پخواني وزیر ډیویډ ملیبنډ چې یو هوښیار سیاستوال دی، وویل چې دافغانستان په اوسمهالي پوځ کې د پښتنو شمیر له پنځه فیصدو څخه لږ دی.
 د حامد کرزي  د دفاع د وزیر ویاند ظاهر عظیمي ژر غبرګون وښود او وېویل چې طالبان هڅه کوي چې پوځ کې ننوځي نو ددې لپاره موږ پر پښتنو باور نشو کولی. خبره یې خلاصه کړه.
توپیر باید نه وي. هر یو باید له خپل ځانه افغاني نشنلیزم وښيي. دوی باید د افغان درناوی وکړي  او له افغانستان سره مینه ولري.  لکه څرنګه چې د یوې پرمختللې ډیموکراسۍ سره سره  په هند کې مسلمان اقلیتونه حق نلري چې د هندوستان د پیژندګلوۍ اوپه  بنسټیزو قوانینو کې بدلون وغواړي دغسې په افغانستان کې هم اقلیتونه نشي کولی  چې دافغانستان په پیژندګلوۍ کې بدلون وغواړي.
زموږ اقلیتونه  باید هغه څه ته د درناوي  طریقه زده کړي چې د احمد شاه بابا له خوا یې بنسټ ایښودل شوی دی او ثابته کړي چې دوی قربانۍ ته تر بل هرچا مخکې حاضریږي.
 دسیمې په نورو هیوادونو کې هم اقلیتونه شته دي.په هیڅ هیواد کې  اقلیتونه نشي ویلی چې دهغه هیواد اصلي پیژندګلوي دې ددوی په نوم شي. دهیڅ یو هیواد  اکثریت نه پریږدي چې اقلیتونه سرپورته کړي. لکه په ایران کې، بلوڅان غواړي چې مذهبي او سیاسي خپلواکي ولري خو هغه چا چې دغه غږ پورته کړی د ایران حکومت پر دار ځړولی دی. لکه  ریګي.  په پاکستان کې وګورﺉ ، د بلوڅانو مشر بوګتي څه شو؟
پښتانه له  خپلو اقلیتونو سره له مهربانۍ ډک  چلند کوي .په نورو هیوادونو کې دغسې چلند نه کیږي. ترکان چې  په ایران کې ډیر زیات دي په ترکي ژبه د زده کړو اجازه نلري. خپله خامنيی یو عرب دی خو د خپل هیواد پیژنګلوﺉ ته درناوی لري او له کبله یې مذهبي مشر دی.  دی هیڅکله نه وايي چې عربتوکمه دی. خو په دې وروستیو کې  پر خامیني  ډیری  ایرانیان په غوصه دي چې د اسلامي پوهنې  په نامه یې عربي ژبه په ښونځيو کې ځای کړې ده.
د پاکستان پوځ تل له هغه څه  دفاع او قربانۍ ته چمتو کیږي چې ددغه هیواد پیژندګلوۍ ته خطر وبلل شي. د پاکستان مانا د پاکو خلکو تاټوبی دی. یا د مسلمانانو تاټوبی او تاسو نشی کولی چې د هر ډول زور په کارولو سره هغوی دېته اړ باسی چې د خپل هیواد پیژندګلوي بدله کړي ځکه چې اقلیتونه دپاکستان د هغې پیژندګلوۍ چې علي جناح یې بنسټ ایښی دی  ملاتړ کوي.
  خو په افغانستان کې داسې نه ده. پښتانه په ورین تندي حاضر دي چې د اقلیت په ژبه خبرې وکړي او په رسمي چارو کې یې وزغمي . له دې کار سره باید  اقلیتونه د سرلوړۍ احساس وکړي وکړي اوله افغانانو مننه وکړي.
که کوم افغان راپورته شي او پخپله مورنۍ ژبه پښتو د زده کړو غوښتنه وکړي  یا د احمد شاه بابا نوم واخلي نو پر هغه د فاشیست او توکمپال نوم کیښودل کیږي.
موږ وایو چې دغه حالت باید پایته ورسول شي.  اقلیتونه  باید خپل حقوق ولري . د اقلیتونو سیاستوال باید په انتخاباتوکې برخه واخلي  خو د افغان په توګه راڅرګند شي. د افغان مانا ښکاره ده. لکه څرنګه چې ډیری پښتانه پر پارسي غږیږي ، دغسې  دې دوی هم  پښتو زده کړي.  له کوم توپیر پرته باید پرې خبرې وکړي. د هغو هیوادونو  له همکارۍ او خواخوږۍ څخه لاس واخلي چې ددوی پرمورنۍ ژبه غږیږي اوله افغانستان سره مینه پیدا کړي. یوازې پښتانه افغانان ونه ګڼی خپل ځان هم افغان وګڼي.
احمد شاه بابا ته باید  هر کال رسمي درناوی وشي:
په نوره نړۍ کې هر هیواد د خپل ملي لارښود زوکړه او تلین په رسمي او لوړو دولتي ترتیبانو سره لمانځي او په دغو دواړو ورځو کې رخصتي هم کوي خو په افغانستان کې ما تر اوسه داسې څه نه دي لیدلي چې حکومت په رسمي توګه د احمد شاه بابا کلیزه یا تلین لمانځلی وي.
احمد شاه بابا  یو داسې مشر وو چې د لیډرشیپ کرشمه یې  درلودله . خلک پرې راټولیدل او د خلکو پر  فکرونو یې هم ډیر ژر د سلطنت واګې نصیب شوې هغه څه چې دافغانانو له دود او رواج سره برابر وو ،هغه یې ترسره کول او په دې توګه افغانان حاضر شول چې دده د سلطنت په دفاع کې  قرباني ورکړي.
نن چې په افغانستان کې احمد شاه بابا ته درنښت نشته ، دغه هیواد په لوی کړکیچ کې ښکیل شوی  دی او دې کار د سیمې نورو هیوادونو ته  د لاسوهنو بیلابیلې لارې برابرې کړي دي.
 د افغانستان ملي  ګټې او زیانونه باید  وپیژندل شي  او هغو دلایلو ته غاړه کیښودل شي چې له مخې یې افغانستان جوړ شوی دی.
 دغه دلایل باید تقویه  شي او هغه څه باید د تګلارو او قوانینو برخه وګرځي چې د افغانستان مقصد جوړوي. تر اوسه پورې دافغانستان مقصد څه دی هیڅوک پرې نه غږیږي.
د احمد شاه بابا  په زوکړه او تلین  کې باید رخصتي وي . حکومت باید د احمد شاه بابا لارښونې  خپل ماموریت او موخه وګڼي. که ولسمشر تاجک وي یا پښتون وي باید ځان ته افغان ووايي.
په دولتي ودانیو کې ، د ولسمشر په دفتر کې او د لویو چارواکو په دفترونو  کې باید د احمد شاه بابا انځورونه لګیدلې وي او د هغه مجسمې باید دهیواد په بیلابیلو برخو کې جوړې شي چې  په دې توګه د افغانانو ترمنځ تربګني او سیالي له منځه لاړه شي.
 نن افغانستان ډیر نیکمرغه دی چې د متحدو ایالاتو او برتانیا په ګډون یې ټوله نړۍ ترشا ولاړه ده خو په دې بدمرغه دی چې یوه  وړ او کارنده اداره نلري چې له طلايي وخت څخه پوره ګټه واخلي. که د احمدشاه ابدالي له تجربو څخه یې زده کړﺉ نو دافغانستان سوله چې په کور دننه او بهر د ټولې نړۍ ارمان دی ،ډیر ژر ټینګه شي.