اېرانى اټومپوه شهرام اميري چي تېر کال د عمرې د مراسمو پر مهال په سعودي عربستان کي برمته سوئ او وروسته امريکا ته وړل سوئ وو، تر خوشي کېدو وروسته اېران ته رسېدلئ دئ.
وړمه ورځ په واشنګټن کي د پاکستان سفارت خبر ورکړ، چي شهرام اميري دوى ته سپارل سوئ او غواړي خپل هيواد ته ستون سي.
د اېران حکومت د شهرام اميري په تښتونه کي د سعودي حکومت له امريکايي استخباراتو (سي، آى، اې) سره په مرسته تورن کړئ وو چي نوموړى يې امريکايانو ته سپارلى دئ.
ټاکل سوې ده چي شهرام اميري نن يوه خبري کنفرانس ته راڅرګند سي او په دې باب د خبريالانو پوښتنو ته معلومات ورکړي.
بلي خوا ته د امريکا حکومت د شهرام اميري د تښتوني تورونه رد کړي او وايي هغه په خپله خوښه امريکا ته ورغلى وو.