د افغانستان ولسمشر حامد کرزي پرون د کورنيو چارو د وزير بسم الله محمدي او د ملي امنيت په چارو کي د سلاکار معصوم ستانکزي په وړانديز د سيمه ايزو وسله والو ډلو د تشکيل پلان تصويب کړئ دئ، چي موخه يې په خپلو سيمو کي د طالبانو پر ضد جنګېدل او د سيمي د امنيت ساتل په ګوته سوي دي.
د افغانستان حکومت چي دغو ډلو ته د سيمه ايزو پوليسو نوم ورکړئ وايي د کورنيو چارو د وزارت په چوکاټ کي به فعاليت کوي، خو د امنيتي چارو کارپوهان د دولت دغه ګام د پخوانيو جنګسالارانو تقويه کول او افغانستان د ملوک الطوايفۍ او د يوې کرغېړني کورنۍ جګړې پر خوا د ټېل وهلو د پلان لومړۍ کړۍ بولي.