د ملي دفاع وزارت وايي چي ٩٠٠ کېلو ګرامه نايټرېټ يې نيولي دي د ملي دفاع وزارت په يوه خپره سوې خبرپاڼه کي راغلي چي ياده کچه توکي يې هغه وخت ونيول چي کله يې دوولس بار لارۍ موټرونه د تلاښي په موخه په يوه پوسته کي ودرول چي د تلاښۍ په صورت کي په يادوو موټرونو کي يې درې موټره د نوموړو موادو څخه ډک ول او د ايتلافي ځواکونو له لوري تر پېژندلو وروسته سره د موټر چلوونکو ونيول سول او د موټر چلوونکو څخه پوښتني رواني دي . د سرچينې په حواله چي د افغانستان په روان جنګ د نوموړو توکو څخه اتيا سلنه کار اخستل کېږي .