په بلخ ولايت کي د سيميزو پوليسو او غلو تر منځ نښته سوې د بلخ ولايت سيميز پوليس وايي چي په همدې ولايت کي يې د غلو د يوې اووه کسيزي ډلي سره نښته سوې چي په پايله کي يې د غلو د ډلي څخه درې تنه وژلي او يو تن يې ژوبل کړى دئ د بلخ ولايت امنيه قوماندان عصمت الله عليزى ياده پېښه تائيدوي او وايي چي يادو کسانو په وسلوالو غلاوو او سړي تښتونه کي لاس درلود.