د هلمند ولايتي مقامات وايي چي د دې ولايت په نادعلي ولسوالي کي د سړک د غاړي د يوې چاودني له امله پنځه ملکي کسان مړه سوي او څلور نور ټپيان سوي دي.
د دې ولايت د والي وياند داود احمدي وايي وژل سوي کسان ټول ولسي وګړي دي، چي پرون غرمه ١٢ بجې په يوه چاونه کي وژل سوي دي.
بلي خوا ته د افغانستان د کورنيو چارو وزارت په يوه خبر پاڼه کي ويلي چي نن په هلمند ولايت کي د يوې ورته چاودني له امله اته ملکي کسان مړه سوي او او اووه نور ټپيان سوي دي.
چارواکو د دواړو پېښو مسئوليت د طالبانو پر غاړه اچولى دئ، خو طالبانو لا څه نه دي ويلي.