کور / راپور / د (پكتيا پرېس كلب) پرانيستنه وشوه.

د (پكتيا پرېس كلب) پرانيستنه وشوه.

۲۰۱۰_۰۷_۰۷

   پرون د چهار شنبې په ورځ  د پكتيا ولايت په مركز ګردېز كې د ازادو رسنيو د استازيو له لوري د (PPC) (پكتيا پرېس كلب)  په نوم د يو ازاد رسنيز مركز پرانيستنه وشوه.
په دغه غونډه كې چې د پكتيا ولايت د غونډو په تالار كې جوړه شوې  وه د پكتيا د والي جمعه خان همدرد او  (۲۰۳) تندر قول اردو وياند سا عت ګل هوتك او د دې ولايت د رياستونو ريسانو او ژورنالستانو  ګډون كړى و.
د پرانيستې په ياده غونډه كې د دې رسنيز مركز مشر احسان الله مهجور  د ښه راغلاست وينا ترڅنګ د دې مركز د جوړېدو په موخه او ارزښت خبرې وكړې.
مهجور وويل چې دا كار يې د ازادو رسنيو د استازيو د هغو سترو ستونزو د هواري په موخه كړى چې په دې ولايت كې ورسره مخ دي.
نوموړي وويل چې په دې ولايت كې د ازدو رسنيو استازيو ته په خپل وخت د خبر نه تايد او د انټرنېټ نه شتون  تر ټولو غټې ستونزې وې چې د دې مركز د پرانيستې سره به دا ستونزې  له منځه لاړې شي او دوئ به په وسايلو سمبال مركز ولري.
دۀ داهم وويل چې دا مركز يې د ژورنالستانو د تخيكي او نورو ستونزو د هواري او ددوئ د يو موټي كېدو په موخه جوړ كړى دى. دۀ وويل چې له دې وروسته به دا مركز د تصويري او ويډوي خبرونو ارشيف ولري.
نوموړي زياته كړه چې له دې پرېس كلب څخه هرڅوك كولى شي په ازاد ډول ګټه پورته كړي.
            په دې غونډه كې د پكتيا ولايت والي جمعه خان همدرد د (پكتيا پرېس كلب ) ژورنالېستانو ملاتړ وكړ او په جوړېدو يې خوښي څرګنده كړه  او ويې ويل چې دى به ورسره تر خپله وسه همكاري وكړي.
            نوموړي د رسنيو د استازيو له لوري د داسې ګام پورته كول پر ځاى كار وبالۀ او ويې ويل چې د دې پرېس كلب په رامنځ ته كېدو به زموږ  او ژورنالېستانو تر منځ ډېرې داسې ستونزې هم هواري شي چې  ورسره مخ وو.
         دۀ دې ته اشاره وكړه چې ډېر وخت به د ناسم پوهاوي په وجه د پېښو  يا رپوټونو په شمېرو كې د ژورناليستانو له لوري  ګوتې وهل كېدې، او يا به دوئ د پېښو له نه تايد سره مخ كېدل.
پرون دې غونډو ته  د ژورنالېستانو او اداري ريسانو ترڅنګ د (UN) او (DAI)  بهرنيو ادرو استازي هم راغلي وو.
        د ژورنالېستانو دا رسنيز مركز په داسې حال كې جوړيږي چې دژورنالېستانو د راټولېدو يو مركز هم په دې ولايت كې  نه و.