موږ لا هغه مړى سپارلى نه وي
چي جنازه ورپسي بله راسي
له كوره لاړ سي روغ رمټ زلميانو
مړه يې راوړي خلك ورپسي ډله راسي
د محترم ارواښاد محيب الله بهرام د مرګ خبر مي له رومال وېب پاڼي تر لاسه كړ، داسي صدمه يې راكړه چي بدن مي ټول زيږ – زيږ سو، له ارواښاد بهرام سره مي كوم شناخت نه درلود او نه مي تر اوسه ليدلى و، همدا د پښتنو ورورڼو د وېب پاڼو له لاري مي د ده ځيني شعرونه لوستلي دي ، د ده كورنۍ او ټولو رقيبانو ته دي الله تعالى صبر ور كړي ، الله تعالى دي د ده ټول ګناهونه وبخښي او له ټولو ورروڼو څخه د دعا غوښتنه ورته كوم .
بهرام ورور ډېر په زړه پوري شعرونه ليكل ډېر وخت به د ده شعرونه ما له وېب پاڼو څخه راكاپي كول او له ځان سره به مي ساتل بيا به مي كله كله ويل، ډېر وخت مي د ده شعرونه د موبايل مېسيج له لاري نورو ملګرو ته هم لېږل، د بهرام شعرونه رښتيا چي ډېر په زړه پوري دي، ځان ته يو احساس لري، ډېر وخت به يې داسي په زړه پوري شعر ليكلى و چي ډېر واري به مي له ځان سره زمزمه كاوو چي د غمجن زړه په ارامولو كي به يې كومك راسره كاوو يا به يې د چا ياد راته په زړه كړى، داسي ښكاري چي خپله ارواښاد بهرام هم پټ د يو چا زړه ته په خپل زړه كي ځاى وركړى و او دا شعر به يې زه هم اوښكو ته مجبور كړم :
غمونه راغلو بیا به ځانته نوی ویر جوړوم
داسمان ستوروته لګیا یم ستا تصویر جوړوم
د هر چا خپله فیصله دځان منزل به ټاکي
زه به خپل ځان دا ستا په زلفو کي اسیر جوړوم
ستا له غمه مي زړه شوري كله كله
ستا غمونه پرې را اوري کله کله
ورته ناست په انتظاریم ورته ګورم
پاس په بام باندی راګوري کله کله
بهرام له ژونده هم څه خفه ښكارېدى خپله يې زړه ته تسلي وركوله لكه ماشوم ته چي څوك په تياره شپه كي تسلي وركوي او ورته وايي چي ويده سه بلا نه راځي، زموږ په ټولنه او په دې وطن كي به نو څوك له ژونده خوشحاله وي لكه وايي چي :
خوب مي لیدلی په لمن کي مرغلري وړمه
ځانته لګیا یمه په خپله یې تعبیر جوړوم
په شنه اسمان کي رڼه ستوري راته ګونګ پاته دي
ورته خپل حال بیانوم ځان مقریر جوړوم
په دې نیمګړي دنیا ګۍ کي ژوندون داسي کوم
چاته مرید ځان جوړوم چا ته یې پیر جوړوم
مينه يو داسي ظالم شى دى چي هر څومره لېونى، زورور، په زړه سخت سپين ږيري ، ځوانان تر خپلي قبضې لاندي را ولي، ارواښاد بهرام هم د دې ظلم څخه روغ نه دى پاته سوى د يو مساپر يار په ياد كي زړېدلى دى د هغه په بېلتون سوځېدلى دى، لكه په دې شعر كي چي وايي :
چي ته راسې خپل وطن ته ما به غواړې
زه به نه یم تور لحد ته به مي ژاړې
په زړګي دي وویشتم پورته دي نه کړم
اې! بې رحمه یاره لاړې پسې لاړې
دغم کاڼي مي په سر باندې وریږي
د زړګي خوني مي ټولي شوې ویجاړې
زه چي مړ شمه اشنا یاد کي یې ساته
یم شهید خون به مي وي دا ستا له غاړې
زه دي هېر کړم تا به هلته هېرومه
چي بهرام غریب په سپین کفن کي نغاړې
د ارواښاد بهرام لكه په زړه چي اورېدلي و چي شهيد كيږي به، كه د افغانستان حالاتو ته له څو لسيزو كتنه وكړو همداسي ده د خداىي مرګ نه زيات خلك د نورو له لاسه مري او ټول په ځواني كي شيهدان كيږي لكه څنګه چي بهرام په خپل شعر كي وايي :
ځوان ارمان مي په کو ګل کي ځوا ني مرګ دی
د ا فغا ن زلمی ازل کي ځو ا ني مر ګ دی
د ما شو م په شا ن مدام ر اته ژړېږي
ماشوم زړه مي په اور بل کي ځواني مرګ دی
د قبرونو او جنډو ځای پکي نه شته
دشتي ډکي شوې هر ګل کي ځواني مرګ دی
د ځوانانو جنازو ته په سلګو یم
یو په خوست بل په کابل کي ځواني مرګ دی
د قلم سو که یې ما ته شوه ګو نګی شو
بهرام ګوره په غزل کي ځوا ني مرګ دی
د ارواښاد محیب الله بهرام اخېري شعر چي رومال وېب پاڼې ته یې ورلیږلی و او
خالد ریحان او بختیار ځدراڼ ته ډالۍ كړى و :
حال به نه وایم جانانه غم دي ډېر دی
نور درک د زندګۍ له ما نه هېر دی
که حالاتو بدلون وموند وخت خراب شو
زه به ستا د سر دوعا کړم زما خېر دی
كاشكي په ځواني كي مرګى نه واى او نه څوك د چا اشنا واى، نه به د چا شناخته واى او نه به څوك د هغه د راتلو په تمه ناست واى، شاعر ازاد خان ازاد هم په شعر كي داسي وايي :
څومره به ښه واى چي تنها واى د چا يار نه واى
پر چا مين نه واى بس هيڅوك مي پكار نه واى
په تورو غرو كي اوسېدلى چي چا نه ليدلى
د د غه كلي استوګن د دغه ښار چي نه واى
ځوان شاعر او ليكوال سيد فخرالدين هاشمي صاحب له خپلي كلي زرمت څخه راغلى و بيا يې دا نظلم راته ووايو :
ستوري را څاڅي د لاسونو جام ته
يوه لېونۍ چاته دعا وي كوي
دا په يو قبر غوړېدلى سالو
دا په شناخته تړل سوى روى مال
د يو چا د ياد كيسه خو كوي
د كومي مينه افسانه خو كوي
بيا مي د دې نظم لامل ځني وپوښت ده راته ويل :
– هلته په وطن كي د چا يار مړ سوى و بيا مي دا نظم د هغې انجلۍ په باره كي وليكى د هغې حالات مي له ځانه سره وسنجول .