د فارياب ولايت امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالجليل اندرابي وويل چي د کورچې په سيمه کي طالبانو د ملي اردو او ملي پوليسو پر ګډه ګزمه بريد وکړ او کله چي ملي اردو او ملي پوليسو د هغوى د بريد په ځواب کي ځوابي ډزي وکړې او ورڅخه د سپکو او درنو وسلو څخه يې کار واخيست پکښي شپږ تنه طالبان ووژل سول او اته تنه نور ژوبل سول .
د يادوني وړ ده چي په دې اړه تر اوسه طالبانو څه نه دي ويلي .