کور / تازه خبرونه / زابل : د ناقانونه موټرانو درول پيل سول

زابل : د ناقانونه موټرانو درول پيل سول

د زابل ولايت امنيتي چارواکي وايي چي په زابل ولايت کي يې د بې اسناده موټرانو درول پيل کړي د نوموړي ولايت د ترافيکو مدير ښاغلى سلطان محمد وايي چي دا کار يې د ولسمشر د فرمان له مخي پيل کړى نوموړي همدا ډول وويل چي دا کار بايد د روان کال د چنګاښ پر لومړۍ نېټه پيل سوى واى خو د زابل ولايت نظامي شورا و ټولو موټر چلوونکو ته د چنګاښ د مياشتي تر اتلسمي نېټي پوري وخت ور کړ چي د خپلو موټرانو اسناد دي حکومت ته وړاندي کړي .
خو د بل لوري بيا د زابل اوسېدونکي وايي چي د حکومت په دې اقدام سره به دوى د ډيرو ستونزو سره مخ سي .
د يادوني وړ ده چي تېره مياشت په کندهار ښار کي هم دا پروسه پيل سوي وه او شاو خوا ٢٨٩ موټره د سيميزو چارواکو له لوري نيول سوي ول .