د کندهار د ولايتي شورا مشر احمدولي کرزي پر نړۍ والو ځواکونو او افغان حکومت ږغ وکړ، چي په کندهار کي ژر ترژره عمليات پيل کړي.
احمدولي کرزي په يوه خبري غونډه کي خبريالانو ته ويلي چي په دې ولايت کي طالبان ډېر پياوړي سوي دي، مخکي له دې چي هغوى په ښار کي هم ځانونه پياوړى کړي بايد پر ضد يې عمليات پيل سي.
د کندهار د ولايتي شورا رئيس وويل دى او د کندهار اوسېدونکى له هغو عملياتو سره مخالف دي چي ملکي کسانو ته مرګ ژوبله پکښي واوړي، خو عمليات بايد د يوه داسي پلان سره سم تر سره سي چي هم طالبان کمزوري او د ولسي مرګ ژوبلي مخه ونيسي.
نوموړي وويل په ولسواليو کي دي پياوړې حکومت داري رامنځته سي، خلګ دي يې په خوندي ځايونو کي ځاى پر ځاى سي، چي په هره سيمه کي عمليات ترسره سي، هلته دي د بيا رغوني پروژې عملي، چي په دې سره به طالبان کمزوري سي.