د پښتونخوا په نيمه قبايلي سيمه مومند ايجنسي کي د جمعې د ورځي د چاودني له امله د مړيو شمېر ١٠٥ تنو ته ورسېد.
دغه چاودنه چي د مومند ايجنسي په بازار کي د حکومتي استازي د دفتر مخته سوې وه، شاوخوا ٢٠٠ کسانو ته يې مرګ ژوبله واړوله.
د چارواکو په وينا چاودنه د پر موټرسايکل ناستي ځانمرګي له خوا سوې وه، چي هدف يې د حکومتي استازي له منځه وړل وو.
د دې چاودني مطلق اکثريت قربانيان ولسي کسان دي او مسئوليت يې د تحريک طالبان په نوم يوې ډلي پر غاړه اخيستئ دئ.