ټاکل سوې ده چي د ٢٠١٠ کال د فټبال پايلوبه نن د هسپانيې او هالنډ (نيدرلنډ) هيوادونو ترمنځ د جنوبي افريقا په جوهانسبرګ ښار کي ترسره سي.
د فيفا ادارې ويلي چي د نننۍ لوبي ابتدايي تشريفاتي مراسم به د مشهوري سندرغاړي شکيرا له خوا د ٢٠١٠ کال لوبو ته په ځانګړې ويل سوې سندره باندي پيل سي.
په ورځپاڼو، راډيو ګانو او ټلوېزونونو کي د نننۍ لوبي د ګټونکي ډلي په هکله رقم رقم تبصرې کېږي، چي څوک دغه وياړ هسپانيې ته او ځيني بيا هالنډ ته ورپه برخه کوي.
په جرمني کي د بحري خزندې اوکټوپوس فال د هسپانيې بيرغ په منګولو کي نيولى، خو د هندوستان يوه طوطي بيا د هالنډ بيرغ په مشوکه کي نيولى دئ. دوى په دې عقيده دي چي که اوکټوپوس او طوطي د هر هيواد بيرغ ونيوى هغه ګټونکى دئ، خو که تر خرافاتو تېر او د لوبغاړو مهارتونو او تخنيکونو ته پام وکړو، يوه لوبډله هم تر بلي کمزورې نه معلومېږي. هالنډ له نړۍ والو سياليو څخه د برازيل غوندي لوبډله ايستلې، خو هسپانيې بيا په نيمه پايلوبو کي د جرمني د اتلولۍ خيالونه ګډوډ کړل.