کور / تازه خبرونه / پاکستان يو جرمنى د ترهګرۍ په تور ونيوئ

پاکستان يو جرمنى د ترهګرۍ په تور ونيوئ

د پاکستان د کورنيو چارو وزارت ويلي چي په دې هيواد کي يې د جرمني يو تبعه د ترهګرۍ په تور نيولى دئ.
د جرمني د بهرنيو چارو وزارت هم د خپل تبعه نيول تائيد کړي او وايي چي د ريمي ايم په نوم دغه کس د جرمني حکومت هم د مجرم په توګه پېژندلى وو.
د جرمني د بهرنيو چارو وزارت ويلي چي ريمي ايم په اسلام آباد کي د جرمني پر سفارت په حمله او ځينو نورو ورانکاريو کي په لاس لرلو تورن وو.