د كندهار ښار امنيتي چارواكي وايي چي په پرونۍ چاودنه كي يو تن ملكي كس وژل سوى دئ او دوه موټره ويجاړ سوي. نوموړې چاودنه تېره ورځ څه كم درې بجې د كندهار ښار د الجديد ماركېټ د موټرانو په تم ځاى كي د يوه موټر سايكل په وسيله رامنځ ته سوه . نوموړې چاودنه په داسي حال كي سوې چي حكومت په ښار كي د امنيت د ښه والي په موخه تلاښۍ او نور امنيتي ځينځيرونه په پلان كي لري .