بې شرمان
چـې وهـلـه مـې لـه سـره پـه کــیړۍ وه دا به نۀ وى
د خـره غـونـدې جانان مـې کـه سړۍ و دا به نه وى
دا نـن چـې در پـه در خاورې په سر اوتـر اوتـر يـم
“ارمان چې وروستى عقل مې لومړۍ و دا به نه وى”
پاکستانيان
بيـا د کلـي پـه کـوڅـو کـې شــورمـاشـور دى
ايـســـار کـــړى پـــوروړو پــه هـــرلــور دى
ځکه تـښـتـي تـرې خـپل رونـړه تـربوران چه
“د اسمان لاندې يې کور دى ده ته يـې پور دى”
وېش
بـيـړنـديـو تـه تـرخـه لـپـه رسـیـږي
صـبـرنـاکو تـه خـوږه لـپـه رسـیږي
نو وربشې که سل منه په روپۍ شي
“خـود خـره پـکـې يـوه لـپه رسـیږي”
بدبختي
عـاقـلـو دنيـا لوټ کـړه سادګان ټـکـرې خـوري
دروغ واړه ريښتيا شول صادقان ټکرې خوري
ګـيلـه د چـانــه نــه کــومه ځکـه چـې پـوهـیـږم
“بـخـت يـې چې کـوټۀ شي پاچهان ټکرې خوري”
مونږ
د ځـــآنــه مـــرور کـــه له جـهــانـــه مـــرورئې
بـې کوره در په در خاورې په سـر اوتـر اوترئې
په هـيله کـې به مـړ شې چې توکل شو درنه پاتې
“ورځه د دوبـي سـپيه نـه د کـور نــه د ګـودر ئې”