د هالنډ او یوراګوای تر منځ نیمه پایلوبه د جنوبي افریقا په مرکز “کېپ ټاون” کي د ګرین پواینټ په سټډيوم کي ۳ پر ۲ د هالنډ په ګټه تمامه سوه .
په ۱۸-مه دقیقه کي د هالنډ د ملي ټيم لوبغاړي “جیوفېنني فن برونکهورست” د سیال ټيم د ګول څخه د ډېر لیري ځایه توپ شوټ او ګول ولګوئ . ددې ګول په لګولو سره بازي د یوراګوای لخوا خورا ګرمه سوه او هغه وو چي په ۴۱-مه دقیقه کي د یوراګوای د ملي ټيم لوبغاړي “ډیئګو فورلن” ښایسته ګول ولګوئ، چي لوبه یې د ټیمونو تر منځ مساوي کړه .
بازي تر تفرېح پوري مساوي وه . دواړه بازي کونکي ټېمونه ډېر تکړه وه او پېشبیني اسانه نه وه، چي ماهرانو دي ویلي وائ چي لوبه به هالنډ حتمي ګټي او یا به د یوراګوای په ګټه تمامیږي .
د هالنډ د ټیم ټول لوبغاړي هغه وخت ډېر زړه ور سول، کله چي په ۷۰ – مه دقیقه کي د هالنډ تکړه فټبالر ویسلي سنایدر ګول ولګوئ . په زړه پوري دا وه چي درې دقیقې وروسته په ۷۳ – مه دقیقه کي یو ځل بیا هالنډ ګول ولګوئ ; درېېم ګول د هالنډ د ټیم لوبغاړي “آرین روببن” په هیډ ورکولو سره ولګوئ .
وروسته په اظافه وخت، ۹۲ – مه دقیقه کي، د یوراګوای لوبغاړي “مکسیمیلیانو پېرېرا” ګول ولګوئ، چي د یوراګوای د ټیم مینه وال یې زړه ور کړل او هالنډیان یې وبېرول چي په وروستیو دقیقو کي درېېم ګول ور ادا نه کړي .
هالنډ ددې لوبي د ګټلو څخه وروسته د ۲۰۱۰ زېږدیز کال د ورلډ کپ فاینل (پایلوبي) ته ووتئ او سیال ټیم به یې یا جرمني او یا هم هسپانیه وي .
د هالنډ او یوراګوای تر منځ نیمه پایلوبي ته په سټډيوم کي ۶۴۰۰۰ تنه تماشه چیان راغلي وه او د نړۍ په ګوټ – ګوټ کي په میلیونو خلګو لوبي په ژوندی بڼه کتلې . همداراز د هالنډ په مرکز امستردام کي د موزیم پلاین نومي میدان کي شاوخوا پنځوس زره تنو يو ځای لوبي پر غټه پرده کتلې او په یوراګوای کي هم د لوبي کتونکي زیات وه .