د افغانستان له جمهوري رياست څخه خپاره سوي خبرونه وايي چي د ولسمشر حامد کرزي د فرمان پر اساس جنرال رحمت الله نبيل د ملي امنيت د رئيس په توګه ټاکل سوئ دئ.
د راپورونو له مخي جنرال نبيل پخوا د جمهوري ګارډ د قطعې قومندان وو، چي او س د ملي امنيت د رئيس په توګه ټاکل سوى دئ. نوموړى به له نوي ولسي جرګې څخه اعتماد ترلاسه کړي.
د ملي امنيت له نوي رئيس سره يې پخوانى مرستيال عبدالقيوم کټوازى هم له دندي ليري سوئ او پر ځاى يې جنرال حسام الدين د مرستيال په توګه معرفي سوئ دي.