د پاکستان حکومت وايي د قبايلي طالبانو يو قومندان اميرالله مسود د پوځيانو سره په شمالي وزيرستان کي د جګړې په ترڅ کي وژل سوئ دئ.
پوځي مقاماتو ويلي چي د اميرالله مسود پر سر باندي شل ميليونه کلداري (دوه لکه څلور دېرش زره امريکايي ډالر) انعام ايښوول سوئ وو.
د فرانس پريس آژانس د پاکستان د يوې پوځي سرچينې په حواله وايي چي اميرالله مسود نن د دوشنبې په ورځ د شمالي وزيرستان په مرکز ميرانشاه کي ووژل سو چي په دې پېښه کي درې پاکستاني پوځيان هم ټپيان سوي دي.