د امريکا د جمهوري غوښتونکو د ګوند غړى جان مکين وايي چي د افغانستان څخه د امريکايي سرتيرو د ايستلو پرېکړه يوه لويه تېروتنه ده.
نوموړي وويل دا پرېکړه به په جګړه کي د ستونزي په هوارولو کي مثبت رول ونه لوبوي او دا يو بې وخته کار دئ چي د امريکا او متحدينو له لوري ترسره کېږي.
جان مکين دا خبري په داسي وخت کي کوي چي تېره ورځ افغانستان ته د ناټو ځواکونو نوي ټاکل سوي قومندان ډيويډ پټرس وويل چي په افغانستان کي به جګړه هرو مرو ګټي او حالاتو ته په کتو سره به امريکايي سرتيري د افغانستان څخه ووزي .