د افغانستان د کورنيو چارو وزارت ١٦٦٤١ کېلو ګرامه چر سو د نيولو خبر ورکړ.
د کورنيو چارو وزارت په يوه خپره سوې خبر پاڼه کي راغلي چي په هلمند ولايت کي يې په دوو ورځنيو چانيزو عملياتو کي ١٦٦٤١ کېلو ګرامه چرس نيولي او سوځلي دي . نوموړې خبر پاڼه ليکي چي ياده کچه نشيي توکي يې د نشيي توکو په وړاندي د مبارزې ځانکړو او نړيوالو ځواکونو په ګډه نيولي دي .
د يادوني وړ ده چي څه موده مخکي د هرات ولايت سيميزو چارواکو ويلي ول چي بهرنيان د نيول سوو نشيي توکو پر ځاى په دې ولايت کي نور شيان سوځوي او نيول سوي توکي پخپل در او دوا کي کاروي .