د کورنيو چارو وزارت په خپله يوه خبرپاڼه کي ويلي چي ٦٣ تنه وسلوال مخالفين يې وژلي. نوموړې خبر پاڼه ليکي چي ياد کسان يې په هلمند کي په هغو چاڼيزو عملياتو کي وژلي چي دوې ورځي وړاندي د دې ولايت کي په دېشو ولسوالۍ کي د حاجي وکيل او بهرامچې په کليو او بازارو کي ترسره سوي دي.