کور / تازه خبرونه / پکتيا: د پوليسو درې روزونکي ټپيان سول

پکتيا: د پوليسو درې روزونکي ټپيان سول

د پکتيا په ولايت کي د افغان پوليسو درې روزونکي د ماين په يوه چاودنه کي ټپيان سوي دي.
د پکتيا د والي وياند روح الله سمون د شينهووا آژانس ته ويلي چاودنه نن سهار د پکتيا په مرکز ګردېز کي ښار کي پر ځايي وخت اته نيمي بجې رامنځته سوې او د پوليسو درې روزونکي پکښي ټپيان سوي دي.
نوموړي د دې پېښي مسئوليت پر طالبانو اچولى دئ.