کور / تازه خبرونه / هرات: ځانمرګي بريد درې کسه ټپيان کړل

هرات: ځانمرګي بريد درې کسه ټپيان کړل

د هرات ولايت په شينډنډ ولسوالي کي يوه ځانمرګي بريد لږ تر لږه درې کسان ټپيان کړي دي.
چارواکي وايي پېښه نن سهار پر اته بجې هغه وخت رامنځته سوه چي بريد کوونکي د شينډنډ د ولسوال لعل محمد عمرزي د وژلو په نيت راوتلى وو، خو هدف ته له رسېدو دمخه يې ځان وچاودئ.
د شينډنډ د امنيتي مسئولينو په وينا په ټپيانو کي يوه مېرمن هم شامله ده.