استخاره
استخاره په عربي ژبه کې دخير ښيګڼې غوښتنې ته وايي په دې معنا داچې له الله تعالى نه د داسې خيرغوښتنه کول چې هغه يې د بنده لپاره خوښ کړي. انسان خود خپل کارله پايلې ناخبره دى يواځې الله تعالى د ده په خيراوشر ښه پوهيږي، نوله همدې امله له الله تعالى نه غوښتنه کوي چې د خپل کامل علم له لارې د بنده زړه دکارکولويانه کولو لورته مات کړي اوشک يې لرې کړي.
داستخارې ګټې اوموخې:
۱ـــــ : د يومسلمان نېکمرغي داده چې په خپلوکارونوکې که غټ کار ياوړوکى وي، ديني وي اوکه دنياوي بايدپه هر کار کې د خپل څښتن خواته متوجه وي اوتل هغه ته سرټيټى وي، له همدې امله پيغمبرعليه السلام د انسان د هر طبعي، شرعي، اوفطري کارونود ترسره کولو پروخت الله تعالى ته د توجه کولو لپاره ډول ډول دعاوې ښوولي، د بېلګې په ډول خوراک، څښاک، تشناب ته تلل، ياخوب کول اونور….. دا ټول د انسان په فطري اړتياووکې شمېرل کيږي، پيغمبرعليه السلام د دې ټولود ترسره کولو پروخت دعاوې ښوولي دي، ترڅوپه هرکارکې د الله تعالى رحمت اومرسته له بنده سره مل وي اوهغه کار په همدې ډول عبادت وګرځي، د دې لپاره چې بنده تل دالله تعالى لوري ته متوجه وي پيغمبرعليه السلام د ژوند د مهموکارونو د ترسره کولوپروخت ورته داستخارې لارښوونه کړې اوله دې سره يې د مشورې کولوامرهم کړى.
۲ــ ارزښتناکه ګټه يې د نبي کريم صلى الله عليه وسلم له حديثوڅخه څرګنديږي هغه داچې له استخارې وروسته په هغه کارکې پښېمانتيانه وي. نوهرمسلمان بايد په خپلومهموکارونوکې استخاره وکړي ترڅويې کارونه په سمه توګه پرمخ ولاړشي، له احاديثوڅخه داسې څرګنديږي چې داستخارې په نه کولوسره انسان له بدمرغۍ اوناهيلۍ سره مخ کيږي.
دريمه ګټه يې داده چې په استخارې سره انسان ته د زړه ډاډترلاسه کيږي، شک يې له زړه وزي اوکاريې په برياليتوب سرته رسيږي.
مولانا اشرف علي تهانوي صاحب وايي: د استخارې لويه ګټه داوي چې د انسان زړه ډاډه شي اوپه هرکارکي يې خيروي.
داستخاې ارزښت:
د استخارې د ارزښت په اړه ډېراحاديث راغلي غواړويوڅويې دلته راواخلو.
١- پيغمبرعليه السلام وايي: د انسان نېکمرغي داده چې په هرکارکې له الله تعالى سره استخاره وکړي اود خداى جل جلاله په پرېکړه خوښ شي، اوبدمرغي يې داده چې استخاره ونکړي.
٢- حضرت جابربن عبدالله وايي چې پيغمبرعليه السلام به مونږته داستخارې ښوونه داسې کوله څنګه به يې چې د قرآن کريم د سورتونو ښوونه کوله.
داستخارې طريقه:
حضرت جابربن عبدالله وايي چې پيغمبرعليه السلام به مونږته د استخارې زدکړه راکوله اوويل به يې چې تاسوته کله هم يومهم کارپېښ شي نواول دوه رکعته نفل وکړئ بيا دغه دعا ولولئ.
د استخارې دعا:
اللهم اني استخيرک بعلمک واستقدرک بقدرتک واسئلک من فضلک العظيم فانک تقدرو لااقدروتعلم ولااعلم وانت علام الغيوب، اللهم ان کنت تعلم ان هذالامرخيرلي في ديني ومعاشي ومعادي وعاقبة امري وعاجله واجله فاقدره لي ويسره لي ثم بارک لي فيه، اللهم وان کنت تعلم ان هذالامرشرلي في ديني ومعاشي ومعادي وعاقبة امري وعاجله واجله فاصرفه عني واقدرلي الخيرحيث کان ثم ارضني به.
ژباړه : اې خدايه ! زه له تانه مشوره اود خيرغوښتنه کوم ستاله کامل اوپوره علم اولوى قدرت څخه د پرېکړې غوښتنه کوم، اوستا لوى فضل غواړم، بې له شکه چې ته په هرڅه ځواكمن يې او زما هيڅ په وس پوره نه دي، ته په هرڅه ښه پوهيږې زه نه پوهېږم.
خدايه ! که ستاپه علم کې وي چې داکار زمالپاره په دنيا او اخرت کې ګټوردى نوراته يې غوره کړې، اسانه او برکتي يې کړې ، اوکه ستاپه علم کې وي چې داکار زمالپاره په دنيا او اخرت کې ګټورنه دي نوله مايې لرې کړې اوپه کوم کارکې چې زماله پاره خير وي هرچيرې که وي ماپرې ښاد اوخوښ کړې.
د استخارې مسائل :
١- هرمسلمان بايددا دعاياده کړي اوپه خپلومهموکارونوکې استخاره خپل عادت وګرځوي، که څوک يې په ياده نشي ويلاى نو د کتاب له مخې يې هم لوستلاى شي .
٢- د کوم مقصدلپاره چې استخاره کوي د دعاپروخت به هغه کارپه ذهن کې نيسي. الدرالمختار١-٧١٨
٣- د استخارې د دعاله ويلوڅخه وروسته به پرپاکه بستره څملي، مخ به قبلې ته کړي اوويده به شي، د ويښېدوپروخت چې يې په زړه کې دکومې خبرې کلکه اراده وه هغه دې ترسره کړي.
الدرالمختار١-٧١٨
٤- که په اوله شپه يې د زړه شک لرې نشونوپه دوهمه شپه دې بياوکړي، تراووشپودې داکا وكړي.
٥- په استخاره کې د شپې اوورځې ځانګړتيانشته، هروخت يې کولاى شي، شپه له دې امله ښه ده چې سړى هوساوي اوغږونه هم نه وي.
٦- کله ناکله له سړي سره دومره وخت نه وي چې استخاره وکړي غواړي کارزرترسره کړي نوبيادې دغه دعاولولي: (اللهم خرلي واخترلي ) ژباړه : خدايه دا کار زما لپاره ګټورکړې اوماته يې غوره کړې.
٧- هغه کارونه چې الله تعالى فرض کړي د هغولپاره استخاره نه کيږي، البته د وخت د ټاکلو لپاره يې استخاره سهي ده، د بېلګې په ډول که حج په چافرض شي د کولويانه کولولپاره يې استخاره نه کيږي خو د وخت د ټاکلولپاره يې استخاره ښه کاردى. (بخاري شريف).
٨ – ځينې خلک د استخارې په هکله له ځانه خبرې كوي او وايي: د استخارې معنى دا چې په خوب کې به ښکاره نښه ويني، د کولواونه کولوبه ورته ويل کيږي، شنه اوسره رڼا به ويني، او يا به ښى او چپې خواته اشاره ويني، له دې پرته استخاره نه ده شوې داخبرې حقيقت نه لري.
دا خبرې يوازې ممکني دي پرته له دې هم استخاره سهي ده، د استخارې موخه داوي چې که په کارکې خيروي نويوازې زړه ورسره ډاډه شي.
د استخارې نورډولونه:
ځينې علماوله پورتنۍ طريقې پرته نورې طريقې هم په ګوته کړي دي چې ځينې يې په لاندې ډول دي
۱ـــ اول به اودس وکړي او بيا به په ښي اړخ څملي اوسورة الشمس به اوه ځله ، سورة الليل اوه واره اوسورة اخلاص به اوه ځله ووايي . له دې وروسته به په ډېرې عاجزۍ سره دعاوکړي اودکوم کارلپاره چې استخاره کوي هغه دې په زړه کې ونيسي او ويده دي شي، که په اوله شپه يې څه ونه ليدل دا کار دې تر اوو شپوترسره کړي.
(کمالات عزيزي شاه عبدالعزيزمحدث دهلوي )
۲ـــ د پنجشنبې ياجمعې په شپه دې ځان له دنيايي خبروڅخه خلاص کړي ٣٠٠ ځله دې بسم الله ووايي پرسينه دې چف کړي د استخارې دعاد دې ووايي اودعابه وکړي چې که په دې کارکې كه زما خير او اوياهم شروي يې را وښايې بيا به دا درود ووايي: اللهم صل على سيدنا محمدبعددکل معلوم لک. (کمالات عزيزي شاه عبدالعزيزمحدث دهلوي . )
۳ــــ مولاناانورشاه کشميرصاحب په خپل کتاب (خاص عمليات ) کې ليکلي: دوه رکعته نفل داستخارې په نيت وکړئ د سلام اړولوڅخه وروسته ٣٢٣ځله بسم الله الرحمن الرحيم او٣٢٣ځله حسبي الله ونعم الوکيل ووايئ اوويده شئ الله تعالى به موله غيبه ډاډمن کړي.
د استخارې ځاى:
حکيم الامت مولانااشرف علي تهانوي صاحب وايي:
استخاره په هغه کارونوکې رواده چې دواړه خواوې يې په روا والي يوډول وي او په کوموکارونوکې چې د کارښه والى اوبدوالى د شريعت له لوري ښودل شوى وي په هغوکې استخاره نشته. (انفاس عيسى ١٣٤). د بېلګې په ډول لمونځ کول، عمرې ته تلل، ياله بې وزله خلکوسره مرسته کول، د دې ښه والى شريعت ښوولى، او په بې ځايه کارونوکې پيسې لګول د دې بدوالى شريعت ښوولى، پدې کارونوکې استخاره نشته.
مشوره كول هم سنت ده:
مسلمان بايدپه هرکارکې د استخارې ترڅنګ له خپلومشرانو او پوهانو سره مشوره هم وکړي، دا كار سنت دى په قرآن کريم الله تعالى پغمبر صى الله عليه وسلم ته داسې لارـښوونه كوي: ( وشاورهم في الامر) [سورت شورى] ژباړه:
اوله دوى (صحابوو) سره مشوره کوه.
په احاديثوکې هم په مشوركولو ډېرټينګارشوى، علامه شبيراحمدعثماني صاحب د دې آيت په تشريح كې ليکلي دي: په هر کاركې مشوره کول كه ديني اويا دنياوي وي، د الله جل جلاله ډېرخوښ وي، پيغمبرعليه السلام بهم په ټولوکارونوکې د صحابه وو رضى الله عنهم سره مشوره کوله او صحابوو به هم په خپلوکارونوکې يوله بل سره مشوره کوله ان تردې چې راشده خلافت بنسټ پرشورا ولاړو.